عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
نن د اګست پر ۱۴مه په پاکستان کې د دې هېواد د خپلواکۍ ۷۳م جشن لمانځل کېږي. په دې لړ کې د سرښار اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې کېږي. د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره د اګست پر ۱۳مه شپه مهال خلکو اورلوبې او خوشحالۍ پيل کړې. په دې اړه دا ويډيو وګورئ.
فټبال جوړول په پاکستان کې يو لوی صنعت ګرځېدلی او پاکستاني فټبالونه د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته صادرېږي. پاکستان کې زياتره فټبالونه په کارځايونو کې جوړېږي خو د اسلام اباد عابده بي بي يې د خپلې کورنۍ د پالنې لپاره د سړک پر غاړه ناسته فټبالونه جوړوي او بيا يې پلوري.
په راولپېنډۍ کې د چړو او چاقووانو خرڅوونکي او تېره کوونکي وايي، سږکال یې د کورونا وایرس وبا له وجې کاروبار خراب دی ځکه چې کم خلک قرباني کوي. خو ځینې خلک وايي چې دوکاندارن چړې ګرانې خرڅوي او د تېره کولو لپاره یې هم د پخوا پرتله زیاتې پیسې غواړي. نور په ویډويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې خلک وایي، د اختر له رانېږې کېدو سره د سبزیانو او میوو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي اخیستلای. خو سوداګر وايي د تېلو نرخونه او خراب موسم هم د نرخونو د لوړېدو لامل دی. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.
د جولای پر ۲۲مه، ازاد خبریال مطیع الله جان، د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ ته وړاندې شو. سپریم کورټ نوموړي ته عدالت سپکاوي
د قبایلي سیمو، بلوچستان او ګېلګېت بلتستان زده کوونکو د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې له مارچ راهیسې
د پاکستان د یو شمېر سیمو سوداګرانو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونه نرم کړي او ورته دې
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د پېښو زیاتېدو ته په کتو انتظامیې د ښار ځینې برخې د دوو اوونیو لپاره تړلې دي. انتظامیه وايي، د اسلام اباد په ځینو ځایونو کې خلکو احتیاط نه کاوه
د مې ۲۴مې پر سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په لویو، وړو ښارونو کې خلکو د اختر لمونځ وکړ. مسلمانان دا کوچنی اختر پر داسې مهال لمانځي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه محدودیتونه عملي شوي دي.
د اسلام اباد په بني ګالا سیمه کې یوه کس په نانوایانو کې د نېکۍ ټوکرۍ ایښې دي چې پکې خلک ډوډۍ ږدي او بې وزله کسان یې ورڅخه وړي. دې کار ته د رانا محمد اخلاق پام څنګه واوښت او ایا نانوایان ورسره همکاري کوي او که څنګه؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.
د ټولبند تر نرمېدو وروسته په اسلام اباد کې بازارونه پرانیستل شوي چې پکې نه یوازې د خلکو ګنه ګونه زیاته وه بلکې هېڅ پام هم نه کوي. په دې ویډیو کې مو د اسلام اباد یوشېمیر بازارونو ته بیایو. ویډیويي راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس
د کورونا وایرس له وجې د نورو ښارونو ترڅنګ په اسلام اباد کې هم افغان کډوال د ستونزو ښکار دي په دغه ښار کې د مې پر پنځمه د "حرار" په نوم یوه خیریه بنسټ پر افغان کډوالو خواړه ووېشل. نور د احمد الله په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: عمران یونس
د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت بې ورلو خلکو ته د احساس پروګرام لاندې مالي مرستې ورکوي خو د شناختي کارډونو او پاسپورټونو ملي ادارې نادرا دفتر بندېدو له کبله ځينې خلک له مرستو محرومه ول. حکومت د نادرا دفتر خلاص کړ چې دارنګه د مرستو ترلاسه کوونکيو د شناختي کارډونو
د مې پر درېیمه د اسلام اباد او راولپېنډۍ خبریالانو د رسنیو ازادۍ ورځې په مناسبت د پاکستان پارلېمان مخې ته احتجاج وکړ. دوی دعوه وکړه چې د رسنیو مالکانو ورته له میاشتو راهیسې
د مې لومړۍ د کارګرانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو په اسلام اباد کې پښتانه مزدوران وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند ځپلي دي. د دوی په خبره، په روژه کې د کورنۍ لپاره ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې خلک وایي، د روژې له پیل سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي کولای د روژې لپاره سبزي یا میوه واخلي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۱۴مه په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند (لاکډاون) وغځاوه خو ځینو کاروباریانو ته یې د کار کولو اجازه ورکړه. البته په اسلام اباد کې ځینو نورو سوداګرو
د پاکستان حکومت د اپرېل له نهمې راهیسې د هېواد بېوزله خلکو ته د ۱۲ زره روپیو مرستو ورکول پیل کړي. وزیراعظم عمران خان ویلي ول چې د دوه نیمو اوونیو په موده کې یو کروړ ۲۰ لاکه خلکو ته پیسې ورکوي. خو په اسلام اباد کې ځینې مزدوران وايي، تر اوسه یې پیسې نه دي ترلاسه کړې. ویډيويي رپورټ.
د پنجاب په راولپېنډۍ کې د رکشې له چلوونکو څخه یې یو لوی شمېر د پښتنو دی چې له خپلو کلیو او ښارونو هلته د پیسو ګټلو لپاره ورغلي. دوی وايي، روان ټولبند یې ژوند زښت اغېزمن کړی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ويډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ