عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم له تيرو درې اونيو راهسې هر څه بند یا لاک ډاون دی چې له وجې یې نه یوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي بلکې د خلکو پر تګ راتګ هم ترڅه حده بنديز لګول شوی دی. د اسلام اباد په ايي ۱۲ سيمه کې د افغان کډوالو کېمپ کې پر ميشتو خلکو هم دا بندیزونه لګول شوي چې له
په اسلام اباد کې یوه خیریه بنسټ د عیسویانو پر کلیساګانو او د خامو کورونو پر ابادۍ جراثیم وژونکې دوا پاشلې. الخدمت فاونډېشن دا کار د اپرېل پر ۱۱مه د عیسویانو تر ایسټر اختر یوه ورځ مخکې کړی.
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکريټېريېټ ملازمينو کاربندېز له شاوخوا يوې مياشتې راهیسې دوام لري. دوی له حکومته د خپلو تنخاګانو زياتولو غوښتنه کوي. په دې اړه د احمد الله او عمران يونس ویډیويي راپور وګورئ.
د مارچ پر اتمه د پاکستان د نورو ښارونو په څېر په اسلام اباد کې هم د پرېس کلب مخې ته د عورت ازادي مارچ په نوم لاریون وشو. له دې سره د مذهبي ډلو حیا مارچ هم په څنګ کې روان وو.
په پاکستان کې د حکومت لخوا د کورونا وايرس د دوو پېښو تر پخلي وروسته د هيواد په مختلفو ښارونو کې د ماسکونو کمی راغلی دی او خلک وايي چې دوکاندارانو یې نرخونه هم ډېر زیات کړي دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکرټرېټ ملازمينو هړتال د فبرورۍ پر ۲۶مه په اتمه ورځ هم روان وو او له حکومته د خپلو تنخاګانو اضافه کولو غوښتنه کوله. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ. ویډیو: عمران یونس
په ژمې کې د پاکستان په زياتره غريزو سیمو د واورې اورېدو پس ورته د ملک له مېداني سيمو ګڼ خلک په سېل ورځي. د پنجاب صوبې مري سيمه هم یو له مشهورو سېلځایونو ده. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي راپور چې احمد الله یې وړاندې کوي. ویډیو: عمران یونس
په اسلام اباد کې درې ورځنۍ ادبي مېله پیل شوې ده. په مېله کې د پښتو ژبې د ادیبانو په ګډون د نوور ژبو لیکوالو او شاعرانو هم ګډون کړی دی. دوي وايي چې داسې غونډې مورنیو ژبو ته ډېره ګټه رسوي. دوي غوښتنه کړې چې حکومت دې په ملک کې ویل کېدونکې ژبې قامي وګرځوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د ځینو اپوزیشن ګوندونو استازو د ګرانۍ له وجې پر حکومت انتقاد کړی او وايي، یوټېلېټي سټورونو ته له رعایت ورکولو سره ګراني نشي ختمېدای. خو د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوالان وايي، حکومت له رعایت پرته نور پلانونه هم لري نو اپوزیشن دې د انتقاد پر ځای انتظار وباسي. ویډیويي رپورټ.
د ملاکنډ مهوش له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په اسلام اباد کې بیډمېنټن کوي. نوموړې د خپلې اکادمۍ لومړۍ نجلۍ ده چې نقاب په مخ میدان ته وردانګي. مهوش وايي، مور یې ملاتړ کوي خو ځینې خپلوان یې د لوبې کولو خلاف دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
وحید مراد د خیبر پښتونخوا په نتیاګلۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کلنه پخوانۍ کلیسا ساتي. دی مسلمان دی او وايي، د کلیسا لومړی ساتونکی یې نیکه وو او بیا یې پلار پکې کار کاوه. د مراد تنخا کمه ده خو وايي، د خدای کور ساتي، هم هغه یې اړتیاوې پوره کوي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو ځینې استازي وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته یې په سیمو کې له ژمنو سره سم، پرمختیايي کارونه نه دي شوي.
د جنورۍ ۱۱مې پر ماښام، په اسلام اباد کې د پاکستان د هنرونو مرکزي شورا (پي اېن سي اې) د موسیقۍ د زدکړو سکول "اهنګ کدې" د جوړېدو دویمې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ بنډار جوړ کړی وو چې ورته نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګه وربلل شوې وه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې خبریالانو د جنورۍ پر اتمه د مظاهرې پر وخت د رسنیو له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته دې پر وخت تنخواګانې ورکړي. د خبريالانو په وينا د زياتره ټي وي چېنلونو او اخبارمالکانو د خپلو کارکونکيو تنخاګانې کمې کړې دي خو بیا یې هم پر وخت نه ورکوي. راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس
ادبي او کلتوري ټولنې ((نوي ژوند)) د جنورۍ څلورمې پر ماښام په راولپېنډۍ کې د شاعرې نازیه درانۍ د ټولګې مخکتنه جوړه کړې وه
د پاکستان سرښار اسلام اباد په یوه کلیسا کې عیسویان کریسمس لمانځي. په ټوله نړۍ کې عیسویان هرکال د ډېسېمبر پر ۲۵ د حضرت عیسی (ع) د زوکړې ورځ لمانځي. په دې اړه دا ویډیو راپور وګورئ.
د قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه د کمیونټي سکولونو ښوونکیو د ډېسېمبر پر۲۳مه په اسلام اباد کې د خپلو تنخاګانو لپاره یو وارې بیا احتجاج پیل کړی. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې کلنۍ کلتوري مېله پای ته ورسېده. مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې نه یوازې یې کلتوري شیان ولیدل بلکې د بېلا بېلو سیمو له خوړو یې هم خوند واخیست. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان څه باندې ۳۰۰ هغه زده کونکي چې په سکالرشپ او يا په شخصي لګښت يې د اسلام اباد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې داخلې اخيستې، د هغوی لپاره د نومبر پر۲۲مه د ښه راغلاست غونډه وشوه چې پکې د نړيوال اسلامي پوهنتون او قايد اعظم پوهنتون یو شمېر افغان زده کوونکو، د پاکستان لوړو زدکړو کميسيون غړيو او
نور وښیئ