عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
عرفان مسید د ناامنۍ له وجې د بې کوره کېدو وروسته په ډېره اسماعيل خان کې د مکسډ مارشل ارټ اکېډمي جوړه کړه. د نوموړي زياتره شاګردان هم بې کوره شوې ځوانان دي. د نوموړي شاګردان یې هم له لسو زيات نړيوال ريکارډونه لري. مسید تېره میاشت د پاکستان صدارتي اېوارډ هم اخیستی دی.
عیني شاهدانو مشال راډيو ته وویل چې نوموړي د تحریک انصاف په یوه جلسه کې وینا کړې وه او ځینو خلکو ته یې خبرې د اسلام سپکاوی وبرېښېدې نو د هغه وهل یې پیل کړل. دوی دا هم ویلي چې نګار عالم هم هلته ملا وو.
د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې وروستیو بارانونو او ږلۍ د غنمو فصل او باغونو ته زیان رسولی دی. کروندګر وايي، تر پرله پسې بارانونو وروسته د غنمو په بوټو کې مرضونه هم پیدا شوي دي. ویډیويي رپورټ.
په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د مې پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل له ۲۹مې راهیسې د سختو بارانونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي دي. د مارچ په پای او په اپرېل کې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سخت بارانونه وشول چې له کبله یې فصلونو ته زیان واوښت.
پاکستان تحريک انصاف د کارګرانو د نړيوالې روځ په تړاو د مې پر لومړۍ نېټه د پېښور ترڅنګ د پاکستان په ځينو نورو لويو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې په هغه هېواد کې ګراني ګنټرول کړي او پر ايين دې بشپړ عمل وکړي.
چارسده اوس د پخوا په څير ټول ملک ته سټرابري نه شي ورکولی؟
د اپرېل پر ۱۹مه د پيښور په مرکزي زندان کې يو خيريه بنسټ د بنديانو لپاره روژه ماتی جوړ کړی وو. بنديانو د دې عمل ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغوی په زندان کې د يوازيتوب احساس کوي او غواړي چې همدا ډول له خپلو کورنيو سره يو ځای ګډ روژه ماتي او اخترونه وکړي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د بیمو چارو تر ټولو لویې ادارې روغتونونو ته ویلي دي چې د اپرېل له ۲۰مې څخه دې په صحت کارډ د ناروغانو مفتې معاینې او علاج نه کوي.
د مردان پېړې د خپلې ځانګړتيا له کبله ډېر نوم لري. د پېړو جوړوونکو کورنۍ لسګونه کلونه وړاندې له هند څخه د پاکستان مردان ښار ته کډه شوې وه.
د خيبر پښتونخوا د مردان په هوتي کې ځايي ځوانان د يوې خيريه ادارې په مرسته بېوزلو ته په ارزانه بيه ډوډۍ ورکوي. د دې منتظمين وايي، روانې ګرانۍ د عام ولس ژوند ډېر زيات اغېزمن کړی دی او هغوی د ګران بيه ډوډۍ رانيولو توان نه لري.
په خيبر پښتونخوا کې د سبزيو او مېوو پلورونکي وايي چې د ګرانۍ له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی دی ځکه چې خلک په ګرانه بيه شيان نه اخلي. بلخوا ولس وايي چې د خراب اقتصادي حالت له وجې يې د ګرانو شيانو د رانيولو توان کم شوی دی.
په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې "ډېجیټل سرشمېرنه" روانه ده چې پکې کارکوونکي کور په کور ګرځي. دا د پاکستان لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه ده. په دې ویډیويي رپورټ مو د پښین په کلیواله او د مردان په ښاري سیمو کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې بهیر ته کتنه کړې ده.
د استادانو اتحادیې پیوټا جنرل سیکرټري ډاکټر سلېمان خان د مارچ پر لسمه مشال راډیو ته وویل، په پوهنتون کې د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه و پورته شوي.
د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ له شپږمې نېټې راهیسې پر احتجاج لاس پورې کړی دی. دوی په يوهنتون کې د امنیت د ښه کېدو او د وایس چانسلر د لرې کېدو غوښتنه کوي. دا احتجاج له هغې وروسته پیل شوی چې د پوهنتون د امنیتي چارو
د پېښور پوهنتون زده کوونکي په پوهنتون کې امنيت غواړي. دوی د مارچ پر اوومه نېټه مظاهره وکړه او ټولګيوو يا کلاسونو ته یې له تګه انکار وکړ.
د پېښور په انجینرۍ پوهنتون کې د مارچ پر درېیمه د روبوټونو (روباټونو) درې ورځنی نندارتون او سیالۍ پیل شوې چې پکې د پوهنتونونو تر څنګ د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو هم برخه اخیستې ده. په دې کې د روبوټونو د فوټسال او فوټبال سیالۍ هم شاملې دي. ویډیويي رپورټ.
د یادې ادارې مشر سعد خټک د مارچ پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جنورۍ میاشتې پرتله په فبرورۍ میاشت کې د بدامنۍ پېښې ۳۲ فیصده زیاتې وې خو د جنورۍ میاشتې په مقابله کې په فبرورۍ میاشت کې د مرګژوبلې شمېره ځکه کمه وه چې په جنورۍ کې د پېښور په پولیس لاین کې حملې زیات کسان وژلي ول.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو تحریک پيل کړی دی. د فبرورۍ پر ۲۳مه د تحریک انصاف سیاستوالان او غړي د پېښور زندان ته ورغلل او هلته یې ګرفتاري ورکړه. وفاقي حکومت وايي، د عمران خان دا بهیر له پیلېدو سره ناکامه شوی دی. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې د هنرمندانو یوشمېر لوبډلو ترمینځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي. منتظمین وايي، د فبرورۍ ۱۸مې سیالیو موخه د پېښور ښار د ژوند او فرهنګ په اړه پوهاوی خپرول او لوبغالي ابادول وي. شاعر افسر افغان مشال راډیو ته وویل، سیالیو ته یې د "پېښور به ابادوو" سرلیک ورکړی وو. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ