عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په پېښور کې د علي وزیر وکیل شیر افضل خان مروت د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې عدالت په ټولو پټو مقدمو کې هم د علي وزیر د نه نیولو امر کړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.
اختر خان د ولي خان پوهنتون د سیاسياتو د څانګې استاد دی چې د جنورۍ پر ۱۷مه ورباندې یوشمېر کسانو حمله کړې وه او وهلی یې وو.
د نوميالي وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د جنورۍ پر ۱۷مه، د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه. اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه، په پېښور هايي کورټ کې په ډزو وویشتل شو چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه. ويډيو راپور او ايډيټ: عظمت علي شاه او ځلاند يوسفزی
په شهباز ګړۍ کې بابا کباب له سلو کلونو ډيره موده وشوه چې خلکو ته چپلي کباب پخوي. ځينې ډېر عمر لرونکي خلک په دې ويډيو کې وايي چې زلميان ول، له کلي به په ټانګه کې د دې کباب خوړلو لپاره ورتلل او اوس چې زاړه دي، هم هلته ورځي. د چپلي کباب د خوند راز څه دی؟ په اړه یې ويډيو وګورئ.
د لېډي رېډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه ماسپښین مهال په پېښور های کورټ کې وویشت.
عوامي نېشنل ګوند د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کړې دي. وینا والو په صوبه کې واکمن تحریک انصاف په دې تورن کړی چې د دوی په وینا عام ولس ته د اسانتياوو ورکولو پر ځای د خوراکي شيانو په نرخونو کې زياتوالی راولي.
په پېښور کې د پولیسو د عملیاتو څانګې مشر کاشف افتاب مشال راډیو ته وویل چې وسله والو بېګا د پېښور پر سربند تاڼه د لاسي بمونو برید کړی وو.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک هره ورځ پېښور ته د سرکاري اوړو اخیستلو لپاره ورځي. خو دوی وايي ورځ تر بلې هغه سرکاري اوړه هم ګرانيږي چې حکومت په ارزانه بیه د ورکولو اعلان کړی دی.
د جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو غړيو په پېښور کې د اوړو ګرانېدو پر ضد مظاهره کړې ده.
د خيبر پښتونخوا واکمن ګوند، تحريک انصاف غړيو په پېښور کې د يوې مظاهرې په کولو سره پر وفاقي حکومت نيوکې وکړي چې د ګرانۍ د کمولو لپاره یې څه نه دې کړي. دغو احتجاج کوونکو دا نه دې ويلي چې پخپله صوبايي حکومت د اقتصاد بهترولو لپاره څه کړې دي؟ د احتجاج په اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
په پېښور کې د افغان او پاکستاني وېلچېیر لوبغاړو کرکټ لوبه وشوه. د پاکستان لوبډلې په خیبر پښتونخوا کې مېشته د افغان کډوالو وېلچېير کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه خو منتظمين وايي چې مهمه خبره ګټه باي بایلات نه بلکې زړونه ګټل وو. د دې لوبې ويډيو د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.
د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده.
د پېښور په مرکزي زندان کې د بنديانو لپاره د درې ورځنیو لوبو تابيا شوې وه. د جيل انتظاميه وايي چې د لوبو تر څنګ ېې بنديانو ته زده کړې او نورو هنرنو ښودل هم پېل کړي دي چې هدف يې تر بند ورسته دوي د ټولنې ګټه ور غړي جوړول دي.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو تر بندیز وروسته، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډريشن) غړيو او افغان زده کوونکو مظاهره وکړه.
په پېښور کې د مفکورې په نوم په يو شخصي هنري سکول کې د موسيقي زده کړې پېل شوې دي. د مفکورې منتظم حيات روغانی وايي په راتلونکي کې په ټوله خیبر پښتونخوا کې د مفکورې د خلاصولو اراده لري. مفکورې د هلو ځلو تفصیل د مشال راډيو د خبریال عظمت علي شاه په رپورټ کې وګورئ
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو ميندو پلرونو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د هغه اتم تلین ولمانځی. دوی د پیښور له خيبر روډه تر ارمي پبلک سکوله لاریون وکړ او د وژل شویو په یاد کې یې شمعې بلې کړې .
په پېښور پوهنتون کې د ډېسېمبر پر ۱۵مه د "ډېجېټل فیسټيول" په نوم کلنۍ درې ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده. دا مېله د اسلامي جمعیت طلبه په نوم د زده کوونکو سازمان جوړه کړې وه چې پکې کتابونه نندارتون او خرڅلاو ته ايښوول شوي ول. په مېله کې د ښځو د حقونو او د بیان ازادۍ په اړه بحثونه هم وشول. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ