عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د ضلعې د پولیسو مشر ظهور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې باردوي مواد د جلاله پر پله ایښی ول چې د جولای پر پینځمه د پولیسو د ګاډي تېرېدو پر مهال وچاودېدل.
په صوابۍ کې د ایکشن کمېټۍ په نوم ولسي اتحاد په ضلع کې د ارزانې بجلۍ لپاره تحریک پیل کړی دی. د جون پر ۳۰مه د ضلعې اوسېدونکو احتجاجي مظاهره او کاربندیز وکړ. د احتجاج ګډونوال وايي د تربېلا بند برېښناکوټ په صوابۍ کې دی نو ځکه باید د هغې ضلعې اوسېدونکي د اوبو په نرخ بجلي ترلاسه کړي. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي جرګې ته په وينا کې وويل چې که د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې په شا نه شو نو دی به د پوځي عملياتو خلاف د انصاف نړيوال عدالت ته ځي.
د خیبر اوسېدونکی افضل شاه پخوا نشه ایي وو خو بیرته عادي ژوند ته تر ستنېدو وروسته د تېرو څه دپاسه ۳۰ کلونو راهیسې نورو نشه یانو ته پوهاوی ورکوي او د هغوی د درملنې په چارو ورسره مرسته کوي. افضل شاه وایي چې ځینې کسان یې له نشو راګرځولي دي او په دې کار کې ورته سکون ترلاسه کېږي.
هر کال د جون پر ۲۱مه په نړۍ کې د موسیقۍ ورځ لمانځل کېږي چې مقصد يې د موسيقۍ او هنر ارزښت او هنرمندانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه پوهاوی پیدا کول دي. د موسيقۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د مفکورې لخوا په پېښور صدر کې د ټنګ ټکور يوه غونډه جوړه شوې و
مرکز په خپل تازه میاشتني رپورټ کې ویلي دي چې په مې کې په پاکستان کې ۸۶ حملې وشوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۹۰ تنه ووژل شول.
د جون پر شپږمه، د روغتیا ادارې او نيوټريشن انټرنيشنل په مردان او بټګرام ضلعو کې يو مهم پیل کړی چې هدف يې اميدوارو مېرمنو ته د ښه صحت لپاره اسانتياوې ورکول دي. ادره وایي، پروژه نورو ضلعو ته هم غځوي.
پېښور مېشته افغان انځورګره سپوږمۍ مسعود حفيظي له پاکستان څخه د افغانان کډوالو د ستنولو بهیر د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنه کړې ده. سپوږمۍ زده کوونکې ده خو لا اوس يې د انځورګرۍ يوشمېر جايزې ګټلې دي.
په خیبر پښتونخوا او اسلام اباد کې سرکاري کارکونکو د تنخوا او پنشن زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د مې پر ۲۹مه په پېښور کې احتجاج کونکي د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته ورټول شوي ول. په همدې حال کې په وفاقي ادارو کې کارکونکو په اسلام اباد کې احتجاج وکړ.
د خیبرپښتونخوا بلدیاتي استازو يو ځل بیا مظاهره کړې ده. دوی وايي حکومت دې ورته سمدستي فنډونه او تنخاوې ورکړي
جماعت اسلامي د مې په ۱۹مه د پېښور کې په کبوتر چوک کې د"غزې میلیون مارچ" په نوم غونډه وکړه، چې پکې د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو او پلویانو ګډون وکړ.
د مې پر نهمه په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف ګڼو غړو او پلویانو جلسې کړې دي. د جمعیت جلسه د هغه احتجاجي تحریک د لړۍ برخه ده چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد اعلان کړی وو. ویډیويي راپور.
په اسلام اباد کې د امنيت او د شخړو څيړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په تېر اپريل مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې زياتوالي راغلي دي
د خيبر پښتونخوا د لوبو ادارې د مدرسو د زده کوونکو لپاره د درو ورځنيو لوبو د سياليو انتظام کړی وو چې د مې پر دويمه پای ته ورسېدې. په سياليو کې د مدرسو د زده کوونکو په ګډون د ټيټ قد او معذوري لرونکو کسانو هم برخه اخيستې وه. ويډيو رپورټ.
د خیبرپښتونخوا د روغتیا ادارې ویاند عطاالله خان مشال راډیو ته ویلي دي چې کیمپېن په دوو پړاونو کې کوي چې لومړې هغه یې د اپرېل له ۲۹مې، د مې تر درېیمې پورې د پېښور په ګډون د ۱۴ ضلعو په ټولو برخو او د مومندو، نوښار، بونېر، بر چترال، هريپور، ملاکنډ، مانسهرې او صوابۍ په ځینو برخو کې کېږي.
د خيبر پښتونخوا په مردان او شاوخوا سیمو کې باران او ږلۍ فصلونو او باغونو ته زیانونه رسولي دی. کرونده ګر وايي، باران که په وخت شوی وای، ګټه فصلونو ته به یې ګټه رسېدلې وای خو چې بې وخته وشو نو تاوان یې واړاوه.
د پاکستان د شماریاتو ادارې د اپرېل لومړۍ اوونۍ په رپورټ کې ویلي دي چې په هغه هېواد کې د ګرانۍ سطح تر ۳۰ فیصده لوړه شوې ده. اداره وايي چې په تېره اوونۍ کې ۱۶ خوراکي توکي ګران شوي دي. په پېښور کې ورځنۍ مزدوري یا دېهاړي کوونکي وايي چې ګرانۍ یې ژوند زښت اغېزمن کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې نرښځیان وایي، خپلوان ورسره په ټول کال رابطه نه کوي خو د روژې په میاشت کې ورته خپله کورنۍ او خپلوان ډېر یادیږي. نرښځیان وایي، له خپلې کورنۍ د لېرې والي له وجې له خپلو ملګرو سره یوځای روژه ماتی کوي او اخترونه نمانځي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د مارچ پر ۳۱مه مظاهرې کړي دي. دوی د خپل مشر عمران او د ګوند د نورو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کوله. مظاهره چیانو د عدالتونو د ازادۍ شعارونه هم ورکول.
د پېښور د اېډورډز کالج زده کوونکو په لومړي ځل د انګرېزۍ ژبې د نومیالي لیکوال وېلییم شېکسپېیر یوه ډرامه په پښتو ژبه وړاندې کړې ده. د میکبت په نوم هغه ډرامه د پښتو نومیالي لیکوال قلندر مومند ژباړلې وه. وېلییم شېکسپېیر د ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو تر ټولو لوی برېتانیوی لیکوال بلل کېده. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ