عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر او د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال علي امین ګنډه پور د پاکستان له چیف جسټس قاضي فایز عیسا غوښتي دي چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې دې د ټګیو پلټنې وکړي. انتخاباتي کمېشن او د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په ټاکنو کې د ټګۍ تورونه ردوي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې افغان کمېشنرۍ د افغان ښځو سره د یووالي لپاره د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ کړی وو. د فبرورۍ په اوومه په هغې نندارتون کې د افغانستان د کلتور او د ښځو د ژوند په اړه فنپارې نندارې ته وړاندې شوې.
د خیبر پښتونخوا سیاستوالانې وايي چې په هغه صوبه کې په سیاسي ډګر کې د ښځو ګډون خورا ستونزمن دی. مشال راډیو د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له درو داسې سیاستوالانو سره خبرې کړې دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ته نوماندې وې. دوی په دې ویډیو کې د سیاسي هلو ځلو او ستونزو په اړه غږېدلې دي.
وزیراعظم شهباز شریف وویل چې حکومت په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته پینځه لکه روپۍ ورکوي. نوموړي وویل چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.
د عوامي نیشنل ګوند، هزاره جمهوري ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند ګڼو غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد په پېښور او کوټه کې احتجاجونه کړي دي. انتخاباتي کمېشن وايي ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او منصفانه وو. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او له انتخاباتي کمېشنه یې وغوښتل چې د ۴۵م نمبر فورمې پر اساس دې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو نتیجې اعلان کړي. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټول بهیر پوره شفاف او عادلانه وو. د مظاهرو په اړه ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ او پېښور کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل. ویډیويي رپورټ.
په مردان کې د فبرورۍ پر اتمه خلک د رایې ورکونې مرکزونو ته روان دي. سهار مهال په پولېنګ سټېشنونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه خو وروسته زیاته شوه. په هغه ښار کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم رایې اچونې ته روانې دي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې ګوندونه او نوماندان د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره کیمپېن کیمپېن ته دوام ورکړی دی او له ولسه رایه غواړي. د خیبر پښتونخوا په مردان کې هم نوماندانو له ولس سره لیدو او غونډو ته دوام ورکړی دی. له ځینو کسانو سره مو خبرې کړې دي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د سرښندنې ستاینه کړې ده. نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور په حیات اباد کې انتخاباتي جلسې ته وینا وکړه. دا په پېښور کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په ترڅ کې لومړۍ جلسه وه. ویډیويي رپورټ.
انیله شهزاد د مردان د شهباز ګړې له حلقې څخه د پیپلز ګوند لپاره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته نومانده ده. نوموړې وايي، ښځه ده نو ځکه د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره په کیمپېن کې له لویو ستونزو سره مخامخ ده خو هڅه کوي چې ښځې قانع کړي چې ورته رایه ورکړي. ویډیویي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د ضم شويو قبايلي ضلعو د روغتيا کارکوونکو د حکومت لخوا د تنخاګانو نه ورکولو پرضد د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې احتجاج ته دوام ورکړی دی. احتجاج کوونکو د جنورۍ له ۱۴مې په پېښور کې د روغتيا صوبايي ادارې مخې ته پرلت هم پيل کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د یخنۍ په زیاتېدو د سي اېن جي پمپونه د تړلو حکومتي اقدام له وجې یوشمېر خلک بې روزګاره شوي دي او د ټیکسي او رکشونو چلوونکو کار یې هم اغېزمن کړی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د پېښور های کورټ پر هغه پرېکړه خوشالي کړې ده چې له مخې یې هغه ګوند د فبرورۍ پر اتمه کېدونکو انتخاباتو لپاره د کرکټ د بیټ (بلې) نخښه کارولی شي. ویډیويي رپورټ.
پولیسو د نوکريوو بحالۍ لپاره په پېښور کې مظاهره کړې ده
په پېښور کې د شاتو (شهد) سوداګر وايي چې د پاکستان حکومت د ګبین ټولولو په موسم کې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل پیل کړ چې له وجې یې کاروبار زښت اغېزمن شوی دی. دوی وايي، درې میاشتې مخکې یې ۴۰ کیلوګرامه شهد په ۱۱۰،۰۰۰ روپیو اخیستل چې اوس یې نرخ ۶۰،۰۰۰ روپیو ته ښکته شوی دی. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د مهاجرت کارډونه لري خو حکومت ده ته نه دی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د پېښور په اېډورډز کالج کې د پښتونخوا رنګونو په نوم یوه ورځنۍ کلتوري مېله شوې ده. د نومبر ۱۸مې په مېله کې زده کونکو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو دودیزې جامې او خواړه نندارې ته ایښي ول. ویډیويي رپورټ.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
نور وښیئ