عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په مردان کې د کورونا وایرس وبا تر هرچا زیات نابان له معاشي ستونزو سره مخامخ کړي دي، هغه ځکه چې دوی د ځايي خلکو حجرو ته ورځي او د سر وېښته، ږیرې او بریت جوړوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
په مردان کې یو افغان کډوال چې د کورونا وایرس ناروغي یې لرله مړ شوی. دا کس د پاکستان لومړی کډوال دی چې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ وژلی. د مردان انتظاميې تر مړینې وروسته د هغه کس کورنۍ قرنطین کړې. نور په ویډيويي رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د مردان منګا د هېواد لومړی کلی وو چې حکومت تر هغې وروسته وتاړه چې پکې د کورونا وایرس یو ناروغ مړ شو. د دې کلي قرنطین اوس پای ته رسېدلی دی البته په ټول پاکستان کې د خلکو پر تګ راتګ او ګڼې ګوڼې محدودیتونه دوام لري. د منګا کلي وروستی حال په ویډيويی رپورټ کې.
خیبر پښتونخوا په سرکاري روغتونونو کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره څانګې ځانګړې شوې دي. د مردان په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو نرسه وايي، ناروغانو ته ډاډ ورکوي
د کورونا مخنیوي په اړه د خيبر پښتونخوا د روغتونونو، پي ډې او ايليکټيو څانګې تړل شوي دي چې له کبله يې ناروغان اغيزمن شوي دي، د مردان ميډيکل کمپليکس روغتون په ملک کې لوموی ځل انلاین پي ډي سروس پیل کړي دي چې ناروغان کولای شي د فيسبوک، واټس اپ او ټېلېفيون لارې له ډاکټرانو سره مشورې وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې بې وخته بارانونو د غنمو فصل زیانمن کړی دی. کروندګر وايي، له دې علاوه د غنمو ناروغۍ هم فصل ته تاوان رسولی دی چې له وجې یې د حاصل کمېدو وېره ده. ویډیويي رپورټ وګورئ.
ه خېبر پښتونخوا کې مزدور کاران وايي د کورونا وایرس د مخنيوي اقداماتو له وجې د دوی ژوند سخت شوی دی. د دوی په خبره هره ورځ به یې دیاړي يا کار کاوه خو اوس هغه نشته. په هکله یې د عظمت علي شاه راپور وګورئ.
د کورونا وایرس د خورېدو له کبله د خېبر پښتونخوا بازارونه تړلی او په دواخانو کې ماسکونه ختم شوي دي. د مردان روغتون يا ميډيکل کمپليکس کارکوونکو پخپله د ماسکونو په جوړولو شروع کړي چې دوی یې ناروغانو او ډاکټرانو ته ورکوي. په اړه یې د عظمت علي شاه ويډيو...
د خېبر پښتونخوا د مردان په منګه کلي کې ۳۹ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي. په يو کلي کې په کورونا وایرس د دومره ډېرو خلکو اخته کېدو وجه څه ده؟ په اړه یې د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور جګړا خبرې واورئ.
د کورونا پر وړاندې د بدن قوت څنګه زیات کړو؟ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وایرس په زرګونو خلک ځپلي دي. ډاکتران وايي هغه خلک د دې وايرس سره د مقابلې ښه توان لري چې د بدن دفاعي نظام یې قوي وي. په دې اړه د ښه صحت لپاره د خوړو ماهر يا نيوټروشونیسټ مشتاق حسېن سره مرکه کړې ده.
نن د اوبو نړيواله ورځ ده خو د خيبر قبايلي ضلعې د باړې په ډوره کلي کې له یوې لسیزې راهيسې د اوبو کویان په وچېدو دي چې له کبله يې ولس د باراني اوبو کارلو ته مجبور دی. د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وایي چې په روانه میاشت کې به په قبایلي ضلعو کې د څښلو اوبو منصوبې پيل کړي. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډ
د خيبر پښتونخوا د مردان ضلعې په منګا کلي کې د مارچ پر ۱۸مه په کورونا وايرس اخته يو کس مړ شو. تر هغه وروسته حکومت دغه کلی قرنطين کړی دی خو ځايي ولس د انتظاماتو له نيشتوالي ګيله کوي. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د خيبر پښتونخوا په چارسده کې هر کال د سټرابېري يا ځمکني توت پرېمانه فصل کېږي. دا مېوه د پاکستان نورو برخو او بهرنيو هېوادونو ته هم لېږل کېږي. سږ کال د کورونا وايرس خپرېدو له کبله د دې مېوې د پلور بازار ډېر سوړ شوی دی. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د وزیرستان دا خلک له خوشالۍ اتڼنونه نه کوي بلکې دوی د خپلو غوښتنو لپاره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په احتجاج دي. دوی وايي حکومت دې ورته په پوځي عملياتو کې د ورانو شوو کورونو معاوضه ورکړي. د وزيرستان خلک وايي د هرې موقعې لپاره بېل بېل قسم ډول وهي. د عظمت علي شاه ويډيو راپور ګورو
د چين د اوهان ښار ډاکټران د خېبرپښتونخوا ډاکټرانو سره د ويډيو کنفرنس له لارې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره خپلې تجربې شريکوي. په اړه یې دا ويډيويي راپور وګورئ.
د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې لږ تر لږه ۷ روغتونونو کې د کورونا وايرس مریضانو لپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړي دي. په دوی کې يو په لېډي ريډينګ روغتون کې دی. د دې روغتونو وياند ډاکټر ظفر اقبال وايي ټولې تياریانې یې پوره دي. نوموړي سره عظمت عليشاه مرکه کړې
په پېښور پوهنتون کې د کتابونو درې ورځنۍ مېله وه. په دې مېله کې پر ګڼو موضوعاتو ليکل شوي کتابونه نندارې ته ايښودل شوي وو. دلته خلکو د کتاب د لوست پر ارزښت خبرې وکړي. عظمت علي شاه يې په اړه راپور لري.
د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ټولو تعليمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده. په صوبه کې به تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې پر ټولنیزو او کلتوري غونډو هم بندېز وي.
په پېښور کې د موسيقۍ اوزار جوړړونکي وايي د دوی کاروبار خراب دی. دوی وايي د پښتو موسيقۍ پخواني اوزار اوس ډېر کم کارول کېږي نو له دې کبله د دوی کار ډېر کم دی. په اړه یې د عظمت علي شاه ويډيو وګورئ.
تر شاوخوا دوو لسیزو وروسته یو ځل بیا ښځو ته د پېښور په "سنهري مسجد" کې د جمعې د لمونځ کولو اجازه ورکړل شوې. اوس به په جومات کې پر یو وخت شاوخوا ۱۵۰ ښځې باجماعت لمونځ کولای شي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ