عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې سکولونه يو ځل بيا پرانیستل شول. د تعليم وزارت له خوا پرون خپرو شوو معلوماتو ترمخه په لومړۍ مرحله کې به د نهم او لسم زده کوونکي سکولونو ته ځي.
په پېښور کې نرښځیو او فعالانو پر خپلو ملګرو د برید پر ضد مظاهره کړې. دوی د سېپېټمبر پر ۱۴مه تر هغې وروسته د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شوي ول
د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پر واکمن تحریک انصاف ګوند تور لګولی چې داسې قوانين يې په پارليمان کې منظور کړي چې له وجې يې د پاکستان ازادي او خپلواکي له منځه تللې ده.
مطيع الله د پېښور انجنیېرینګ پوهنتون ځخه د بي ټېک ډګري ترلاسه کړې ده خو د نوکرۍ نیشتوالي له کبله اوس رکشه چلوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
په خيبر پښتونخوا کې د حکومت لخوا د چټک بس پروژې تر پرانیستلو وروسته د صوبې یو شمېر کسان پر روزګار شوي دي خو په پېښور کې د مزدو او ټيکسي چلوونکي بیا وايي، د دې پروژې له کبله د دوی مزدوري په ټپه درېدلې ده.
د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د اګست پر ۱۵مه پر حکومتي بندېز سربېره شخصي ښوونځي پرانيستل شول. د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې تعليمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې پراڼیستل کېږي. پاکستان کې تعليمي ادارې په دې هېواد کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې تړل شوي وې
د چارسدې زرپوشان بي بي د خدايي خدمتګار تحريک ملاتړې وه. د ۱۹۴۸ز کال پر ۱۲م اګست د بابړې جلسې ته د نوموړې ورور هم ورغلی و. زرپوشان بي بي له مشال راډیو سره د هغې ورځې حال شريک کړی دی.
د پاکستان حکومت د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو هغو کاروبارونو بیا پرانیستو اعلان وکړ چې د ټولبند پر ختمېدو سربېره تړلي ول. په دې کې د رستورانونو دننه خوراک، څښاک هم شامل وو چې د مارچ له نیمايي راهیسې ورباندې بندیز وو.
محبوب الرحمان د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي کیمپ کې اوسي. نوموړي د مردان بورډ د لسم ټولګي په ازموینو کې دویم پوزیشن ترلاسه کړی دی. د رحمان پلار په اکوړي
د پاکستان حکومت وايي، د جولای له پیل راهیسې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ نویو پېښو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. خو ډاکتران وايي، اوس هم په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر
د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.
د جولای پر درېيمه د پاکستان په پنجاب کې ټرافيکه پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي ول چې ۲۰ پکې سيکان ول. په دغه ۲۰ سيکانو کې ۱۹ د پېښور د جوګن شاه ول چې نن (جولای څلورمه) يې وروستي رسومات وشول. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د پېښور یو اوسېدونکی له پخوانیو وسپنیزو او کباړ شویو شیانو څخه مجسمې او هنري ټوټې جوړوي. نسیم یوسفزی وايي، له کوچنیوالي یې له انځورګرۍ، کارټون جوړولو او نورو هنرونو سره مینه لرله خو غوښتل یې چې مختلف کار وکړي نو ځکه یې وسپنیز هنر ته مخه کړه. د نوموړي هنر په اړه ویډیو وګورئ.
ټانګه او بګۍ یو وخت د پاچاهانو او شتنمو سپرلي بلل کېده خو چلوونکي یې وايي، د اوسني مشیني دور په ځغل کې وروسته ته پاتې شوې. خو پر دې سربېره یې ځینې خلک اوس هم خوښوي.
په پېښور لاسي جوړې څپلۍ چې بېلا بېل ډولونه لري او ډېر مشهور هم دي، نه يواځې د پاکستان نورو ښارونو ته وړکېږدو، بلکې په بهر هيوادونو هم خلک وړل خو اوس د کورونا وبا له کبله د موڅیانو کاروبارونه یې اغیز من کړي دي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ کاروبار هم ځپلی. د شانګلې د هوټلونو مالکان او کارکوونکي وايي، کاروبار یې په ټپه درېدلی او تاوان یې کړی دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند د نورو ترڅنګ د ګلانو کاروبار هم اغېزمن کړی. کروندګر او پلورونکي وايي، اړ شوي چې ګلان خلکو ته وړیا ورکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
ایان ډولفېن یې هنري نوم دی. د پېښور تر نومیالي اېډورډز کالجه رسېدلې خو د تعلیم پوره کولو خوب یې پوره نه شو. ۲۲ کلنه ایان وايي، د
د خیبر پښتونخوا په کاټلنګ کې هر کال پسرلي مهال د دودیزې لوبې موخې سیالۍ کېږي خو سږکال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند (لاکډاون) له وجې نشي کېدای شي. لوبغاړي اوسمهال د انتظامیې په اجازه یوازې تمرین (مشق) کولای شي. د سیالیو نه کېدو یې مینه وال هم خپه کړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په مردان کې کروندګر وايي، د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند (لاکډاون) له کبله یې بوټیاڼې (بوزغلي) خراب شوي او مالي زیان ورته رسېدلی. دوی وايي، ځمکه یې په اجاره اخیستې او نه پوهېږي چې مالي تاوان به څنګه پوره کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ