عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خيبرپښتونخوا د ځوانانو يوې ټولنې، يوت افيرز په نشتر هال کې د ادبي غونډي تابيا کړې. په غونډه کې د لېکوالانو تر څنګ له بېلابېلو سیمو زده کونکو ګډون کړی دی. د غونډې ګډونوالو پر خلکو غږ کړی چې په موجوده وخت کې تعليم او په مورنۍ ژبه لېک لوست ته ډېره اړتيا ده. عظمت علي شاه یې په اړه ويډيو راپور لري.
د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې صوبې په يوشمېر زندانونو کې بېلا بېل صنعتونه پيل کړي دي. په هغو زندانونو کې يو خوا بنديانو ته هنري زدکړې ورکول کېږي او بلخوا هغوی د پيسو په بدل کې کار و روزګار هم کولای شي.
په خیبر پښتونخوا کې د پوهنتونونو او مدرسو د لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. د هغو شاوخوا دوه میاشتنیو سیالیو انتظام د صوبې د لوبو چارو ادارې کړی وو چې پکې د ۱۰ لوبډلو شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو ګډون وکړ. د پېښور پوهنتون لوبډلې په پایلوبه کې جامعه جنېدیه مدرسې ته ماتې ورکړه. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د مردان په جلاله کيمپ کې زېږېدلی افغان کډوال سهيل احمد وايي چې د کډوالو ستنولو بهير يې زدکړې اغېزمنوي.
د خیبر پښتونخوا د مردان په جلاله کيمپ کې زېږېدلی محمد خان وايي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو عمل خواشينی کړی دی. نوموړی هلته دوکانداري کوي او وايي چې کاروبار راغونډول او له خلکو سره حسابونه خلاصول زيات وخت غواړي.
د چارسې د رځړو خواږه یا مېټايي ۱۰۰ کلن تاریخ لري او خلک یې په شوق خوري. د هغې ځانګړې مېټایۍ تیاروونکي وايي، د اختر په ورځو کې یې کاروبار ښه کېږي. دوی وايي، مېټايي یې د پاکستان نورو برخو او نورو هېوادونو ته هم استول کېږي. ویډيويي راپور.
د سېمې د خلکو په وینا په نښه شوې کورنۍ د سوات سره تعلق لري خو د بابوزو په غرییزه سیمه کې په خېمه کې اوسېده. د خلکو په وینا امنیتي کسانو دوی په ډرون برید کې وژلي دي.
په مردان کې یوشمېر معذوران د نورو معلولینو خراب ویلچېرونه او نور اوزار وړیا مرمتوي. د ورکشاپ چلوونکی سجاد احمد وايي، څو کاله مخکې یې ویلچېر خراب شوی وو او پرزې یې نه پیدا کېدې نو بیا یې خپله جوړ کړ. دی وايي، وروسته یې د نورو معذورانو لپاره هم د هغوی د ویلچېرونو مرمت پیل کړ. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نوښار باباجي په روغتون کې د تېرو څو کلونو راهیسې کډوال مېشت دي
د خیبر پښتونخوا حکومت په زندانونو کې بنديانو ته له خپلو کورنیو سره د ویډیويي خبرو اسانتیا ورکړې ده. چارواکي وايي، کورنۍ باید لومړی د e-Visit اپلیکېشن ښکته کړي چې بیا ورته د ملاقات ورځ او وخت ورکول کېږي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز ټېلېوېژن او نورو رسنیو ته وویل چې له "لومړنیو پلټنو ښکاري" چې دا یو "ځانمرګی برید" وو خو پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
د پېښور په ایډورډز کالج کې د فبرورۍ په ۲۱مه د "ټروې" په نوم تیاتر ډرامه د نندارچیانو ته وړاندې شوه. د یاد کالج د ډرامېټیک سوسایټي په وینا، هر کال په کالج کې یوه نوې ډرامه نندارې ته وړاندې کې
د باړی اوسیدونکې مهناز اپرېدۍ یو کلنه وه چې پولیو ووهله او په دواړو پښو مغذوره شوه. هغه وایي له ماشومتوبه له کړاونو سره مخ وه خو همت یې و نه بایلو او اوس دې ځای ته ورسېده چې اوس د نورو معذورو ښځو سره مرسته کوي. هغه معذوره ښځو ته ورزشونه او لوبې ورزده کوي. د مهناز اپرېدۍ د ژوند کیسه په ویډیو کې
په پېښور کې معذورانو د خپلو غوښتنو لپاره د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. احتجاجیانوپه سرکاري نوکریو کې د ځانګړې برخې زیاتولو، په دفترونو کې د معذورانو لپاره د اسانتیاوو، او د مخصوصو لارو جوړولو غوښتنې کړې دي. پر دې
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د کلیوالي پرمختګ بنسټ یا اېف ار ډي هغه غیر حکومتي اداره ده، چې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو لپاره نوې کرنیزه طریقه معرفي کوي. دغه طریقه "د تونل کرنه" یا "شنه خونې" نومیږي.
د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په قضیه کې د بند او جرمانې سزا اورولو پرضد په پېښور کې مظاهره کړې. مظاهرچیانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په نعرو کې له حکومته د خان د خوشې کولو غوښتنه کوله.
په مردان کې د معذورانو ترمینځ دوه ورځنۍ سپورټي سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدل. د هغو لوبو انتظام ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې کړی وو چې پکې د درو ضلعو تر ۱۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون وکړ او موخه یې د معلولینو ځواکمنتیا او د هغوی د استعدادونو ښکاره کول ول. ویډیويي رپورټ.
د مردان په منګا کلي کې له کلونو راهيسې په دوديزه طريقه جامې او څادرونه جوړېږي. د جوړوونکو په وينا، د پلار نيکه له وخته په لاسي کډو څادرونه او د خامتا جامې جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور په جناح باغ کې د احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له صوبايي حکومت نه د فنډونو او اختیاراتو غوښتنه وکړه.
نور وښیئ