عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د روغتیاپالۍ یا پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، حکومت دې د نورو تعلیمي ادارو د زده کوونکو په څېر دوی هم دوه سېمېسټره مخکې کړي.
د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژلیو او ژوبلو د کورنیو غړو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ښار کې شپږم تلین ولمانځه چې ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان هم ورغلي ول.
د خېبر پښتونخوا د پېښور اوسېدونکی شاکرالله د رسنيو له هغو ۲۰۰ یو کارکوونکی دی چې د تېرو دوو کلونو په موده کې له دندې ګوښه شوي. دی وايي، له دندې تر ګوښه کېدو وروسته یې د کور مالي حالت خراب شوی او د بچیو تعلیم یې اغېزمن شوی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو يې په خپلو ويناوو کې پر وزیراعظم عمران خان تور پورې کړ چې د هغه حکومت په درغليو راغلی دی
د پښتنو یو ستر سیاسي مبارز خان عبدالصمد خان شهید ۴۷م تلین په پېښور پرېس کلب کې د پښتنو میرمنو د غورځنګ لخوا په یوه غونډه کې ولمانځل شو.
د قبایلي سیمو زده کوونکیو د نومبر پر۲۷مه په پېښور کې د انټرنېټ د بحالۍ لپاره مظاهره وکړه. دوی وايي، حکومت د کورونا وایرس د ټولبند له وجې په پوهنتونونو کې پرلیکه/ انلاین زده کړې پیل کړي خو دا چې په قبایلي ضلعو کې د تري جي او څلور جي ( چټک انټرنیټ) سهولت نه شته نو څه نا څه ۳۰ زره قبایلي زده کوونکي ترې
د پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) مشرانو د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې جلسې ته ویناوې وکړې او هوډ یې وښود چې د حکومت ترنسکورولو او شفافو انتخاباتو به مبارزه کوي. حکومت وايي اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغلۍ پټول غواړي. نور حال د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه په ویډیويي رپورټ کې.
په پېښور کې سبا (د نومبر پر ۲۲مه) د پاکستان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحريک جلسه کېدونکې ده. که څه هم حکومت دغه اتحاد ته د کورونا وايرس خپرېدو له ويرې د جلسې کولو اجازه نه ده ورکړې خو د اپوزيشن مشران وايي چې دوی به هرو مرو ولسي غونډه کوي. په پېښور کې شبير احمد
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا نامتو قاضي او د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ جنازې لمونځ ادا کړل شو.
په پېښور کې د نومبر پر ۱۰مه د ټیټ قد لرونکو ترمنځ د بېلا بېلو لوبو سیالۍ شوې دي. د خیبر پښتونخوا د لوبو اداره هر کال د دوی لپاره سپورټي سیالۍ برابروي. د ټیټ قد لرونکي وايي، دوی د هر کار کولو پوره وړتیا لري نو باید له مساوي موقعو برخمن وي. ویډيويي رپورټ.
د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دوی نومبر پر ۱۱مه د مظاهرې پر مهال تور پورې کړ چې ځینې استادان د نجونو په ځورونو کې ککړ دي او په تېره یوه اوونۍ کې درې پېښې شوې دي. د اسلامیه کالج پوهنتون لا په دې اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې د مردان پريميېر ليګ په نوم د صوبې لومړی فټبال ليګ ترسره شو. په ياد ليګ کې د مردان اوو لوبډلو برخه اخيستې وه. په دې لوبو کې د افغانستان او بلوچستان پر لوبغاړو سربېره د پاکستان يوشمېر کورني او نړيوال لوبغاړي هم شامل ول. نور تفصيل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پېښور کې پر یونیورسټي روډ د یوې نایيخانې مالک په دوکان کې کتابونه ایښي چې موخه یې د لوست دود ته وده ورکول دي. د ناییخانې مالک فیضان خان وايي، خلک چې ورځي نو د انتظار پر مهال دې کتاب ولولي چې وخت یې هم تېر شي او پوهه هم ترلاسه کړي. ویډیويي رپورټ.
د اکتوبر پر ۲۷مه د پېښور په دیر کالونۍ کې د جامعه زبیریه په نوم یوه مدرسه کې د شوې بمي چاودنې له کبله نهه کسان وژل شوي او له ۹۰ زیات ژوبل شوي دي. د پېښور لیډي ریډنګ روغتون مسولین وايي، له پنځو ژوبلو پرته نور ټول زخمیان له درملنې وروسته رخصت کړل شوي دي. نور معلومات د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور
د اکتوبر پر ۱۵مه په ټوله نړۍ کې د لاس وینځلو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.د دې ورځ مقصد په ځايي ولس کې د لاس وینځلو او د مختلفو ناروغیو ځان ساتنې په اړه پوهاوې ورکول دي. نور په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
هر کال د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه په خپل ويډيويي راپور کې د دې ورځ په مناسبت د یو داسې پلار ژوند ته کتنه کړې ده چې پر بېوزلۍ سربېره په خپلې لور لوړې زده کړې کول غواړي.
د پخواني وزيراعظم نواز شريف زوم کېپټن رېټایرډ صفدر په پېښور کې د اکتوبر پر اتمه نېټه د درغليو په يو مقدمه کې احتساب عدالت ته وړاندې شو. د نوموړي په خبره د احتساب ادارې مشر د هغه نيولو امر جاري کړي دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د اکتوبر پر درېمه په باجوړ کې د وکيلانو په يوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د وينا پر مهال په الغاو تلغاو کې د ښکېلو کسانو پرضد په ټوله خیبر پښتونخوا صوبه کې د وکيلانو کاربندیز دی.په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه په مردان ښار کې یوې چاودنې شپږ تنه وژلي او ۱۳نور یې ټپیان کړي ول چې پکې د ګلاب خان یو زوی او دوې لمسیانې هم شاملې دي. عظمت علي شاه دغې غمځپلې کورنۍ ته ورغلی او دا راپور یې جوړ کړی.
د اکتوبر لومړۍ نيټه په ټوله نړۍ کې د مشرانو او بډاګانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. ملګري ملتونه له ديرشو کلونو راهيسې دا ورځ لمانځي. په پاکستان کې د بډاګانو ژوند څنګه تېرېږي او هغوی د دې ورځې په اړه څه وايي.
نور وښیئ