عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د اپرېل پر اوومه نرښځیانو په پېښور کې په دوی د تشدد او جنسي تیریو پر ضد د پېښور پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې ژوند دې یې خونديکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
په پېښور کې د شخصي سکولونو سلګونه ښوونکو او مالکانو د تعلیمي ادارو تړلو پر ضد مظاهره وکړه. د اپرېل پر پینځمه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته ورغلیو مظاهره چیانو پر حکومت غږ وکړ چې نور دې ښوونځي پرانیزي. وفاقي حکومت د اپرېل پر اوومه د تعلیمي ادارو د پرانیستو یا نه پرانیستو پرېکړه کوي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د مذهبي لږکيو تر منځ د سندرو څلورم پړاو سيالي پای ته رسېدلي دي. د وايس آف ماینارټیز (د لږکيو غږ) په نوم دې سياليو کې د صوبې له نهو ضلعو سره اړه لرونکو تر ۱۰۰ زياتو سندرغاړو برخه اخيستې وه چې سيکان، هندوان، بهايان، کيلاشيان او نور مذهبي لږکي پکې شامل ول. نور حال په ويډيويي راپور کې.
په پېښور کې د مارچ پر ۳۰مه د یو شمېر روغتونونو نرسانې ټولنې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. هغوی د صوبايي حکومت پر ضد نارې وهلې او غوښتنه یې کول چې دوی ته دې هم د نورو صوبو د نرسانو غوندې اسانتیاوې او مراعات ورکړل شي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پېښور د ۱۴ کلن هلک شاه زېب د فاتحې لپاره خلک د هغه کورنۍ ته ور روان دي. شازېب د مارچ پر ۱۴مه پوليسو نيولی و چې وروسته په تاڼه کې مړ شو. پولیس وایي شاه زېب په خپله ځان زندۍ کړی خو کورنۍ يې دغه تورونه ردوي. نور تفصيل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې.
[2:48 PM] Muhammad Qasim د نوښار په خېشکو کې د والیبال اتلولۍ پای لوبه د مارچ پر اتمه نېټه ماښام مهال د نوښار په خېشکو کې د "باچا خان بابا" په نوم د والیبال اتلولي پای ته ورسېده چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو لوبډلو برخه واخیسته.
د تېر په څېر دا ځل هم د مارچ پر اتمه د ښځو جمهوري ټولنې (وېمن ډېموکریټېک فرنټ) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د عورت ازادي مارچ په نوم لاریونونه وکړل. په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې د نجونو د سپورټي سیالیو تابیا کړې وه. ویډیويي رپورټ.
سياسي فعاله ثنا اعجاز په تېره يو لسيزه کې د سياسي ګوندونو او تحريکونو برخه پاتې شوې ده. نوموړې اوس مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړې او د ښځو حقونو لپاره د 'واک' په نوم د تنظيم فعاله ده.
د مارچ پر درېیمه د پاکستان سېنېټ لپاره د نویو استازیو ټاکنې پای ته ورسېدې چې پکې پاکستان تحریک انصاف ۱۸، پاکستان پیپلز پارټۍ ۸ او بلوچستان عوامي پارټۍ ۶ څوکۍ وړې دي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د پېښور يو ځوان د نامتو ټوکمار چارلي چپلن په جامه او کردار کې لارو کوڅو کې خلک خندوي. عثمان د چارلي چپلن په ډول وړې ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو خپروي. نوموړي وايي چې د کورونا وبا له کبله د ټولبند په ورځو کې یې د چارلي چپلن کردار خپلولو ته پام شو، چې د وبا په پرېشانیو کې د لس پرمخ خندا راولي.
د پېښور یوې اوسېدونکې مهوش علي خان د رڼا په نوم سکول جوړ کړی چې پکې په تېرو شاوخوا څلور نیمو کلونو کې د داخلو ماشومانو شمېر ۱۳۰ ته رسېدلی. دا ښوونځی بې وزله ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي. ۱۲ کلن میلاد خان هم له دې ماشومانو یو دی چې په پېښور کې له خپل پلار سره چولې (نخود) خرڅوي او تر کار وروسته سکول ت
د پي ټي ايم مشرانو په پېښور کې د ارمان لوني د دويم تلين په مناسبت په جلسه کې وويل چې د پاکستان حکومت دې د بشري حقونو ټول ګرفتار فعالان خوشې کړي او غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته حاضر کړي. حکومت ويلي چې د پي ټي ايم پر نيول شوو کسانو د ریاست خلاف د بغاوت مقدمې دي چې ځينې يې عدالتونو ته لېږل شوې دي.
د خېبر پښتونخوا د پوهنتون زده کوونکو د استادانو د تنخاګانو لپاره د پېښور پوهنتون دروازې مخې ته د چندې لپاره کمپ لګولی. دا په ظاهره پر حکومت له دې کبله طنز کول دي چې د پېښور پوهنتون په ګډون د صوبې یو شمېر پوهنتونونه د مالي ستونزو ښکار سره مخ دي.نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د جنورۍ پر۲۲مه د پېښور پوهنتون زده کوونکیو له پېښور پرېس کلبه تر د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې د انلاین امتحان لپاره لاریون وکړل. دوی وايي، د فزیکل پرځای انلای امتحان ورکوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د خونړي ترهه ګريز بريد نن پنځم تلين لمانځل کېږي چې پکې خوا او شا څوارلس زده کونکي او د يوه استاد پشمول۲۰ کسان وژل شوي او يو شمير ژوبل شوي ول. نننۍ تلینغونډې ته استادان او زده کوونکي ورغلي ول.
د پاکستان د تعلیمي چارو وزیر شفقت محمود له اعلان سره سم، د جنورۍ پر ۱۸مه له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې ښوونځي او کالجونه بیا پرانیستل شول او نورې تعلیمي ادارې به په فبرورۍ کې پرانیستل کېږي. د سکولونو استادان وايي، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي پر ټولو احتیاطي لارښوونو عمل کوي. ویډیويي رپورټ.
د جنوبي وزیرستان د ګلشن مسود یوه پښه په ماین چاودنه کې پرې شوې، خو وایي حوصله یې و نه بایلله او لوړ همت یې نن د وزن پورته کولو او ټېبل ټېنس چیمپین جوړه کړې ده. نوموړې د لوبو ترڅنګ په یوه ښونځي کې دوکان هم چلوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې شاوخوا نهه میاشتې مخکې د سبزیو او مېوو له منډیۍ سره له خځلو او خاشاکه د سرې جوړولو پروژه پیل شوې. دا په خیبر پښتونخوا کې یوازینۍ چاپېریال دوسته پروژه ده چې د ډېرانونو مسله هواروي. د پروژې چلوونکي وايي، تر اوسه یې اووه نیم ټنه سره جوړه کړې. خو دا چې د مېوو او سبزیو له پاتې
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی.
نور وښیئ