عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا کروندګر وایي، ږلۍ او تېز باران یې فصلونه زښت زیانمن کړي دي چې له وجې یې هغوی له زیات تاوان سره مخ شوي. دوی وايي، په پټو کې یې تمباکو او نورو تیار فصلونه له وخته مخکې وهلي او نوي فصلونه یې پکې کرلې دي. نور حال په دې وېډیويي راپور کې.
د مردان د کاټلنګ بابوزو اشتیاق خان په خپل پټي کې په تجرباتي توګه د انګورو ځېلې کېنولي او سږ کال ترې میوه ټولوي. نوموړی وايي، انګور د یخنۍ مېوه ده خو اوس یې نوي تخمونه په ګرمۍ کې هم حاصل ورکوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
نن (د جون ۱۲مه) د ماشومانو د کار او مزدورۍ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د پېښور ۱۲ کلن علي هم يو له هغو ماشومانو دی چې مزدوري کوي. دی وايي له تيرو څلورو کلونو راهيسې مزدوري کوي او اوس يې دوه کشران وروڼه هم په کار لګيا کړي دي. نور تفصيل په دې راپور کې واورئ.
د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالانو او پلویانو د جون پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. د ورکو کسانو په اړه د حکومتي کمېشن په وینا، تر اوسه یې د شاوخوا ۶،۰۰۰ ورکو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړي چې پکې تر ۴،۰۰۰ زیاتې قضیې حل شوي. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې د جون پر اتمه د قبایلي ضلعو څخه له ورک شويو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، له تېرې څو مودې راهیسې احتجاجونه کوي خو حکومت یې غوښتنو ته پام نه کوي.
په پېښور کې د جون پر اتمه د واپډا د ټولې صوبې کارکوونکو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، په صوبه کې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ز کاله پورې د بجلۍ کار کولو پر مهال د واپډا تر ۳۰۰ زیات کارکوونکي مړه شوي دي چې ځایونه یې لاهم نه دي ډک شوي. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې حکومت دې ژر تر ژر په ۱۴۰۰۰ خالي څوکیو نور کسان
د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال پر ضد نړیواله ورځ لمانځي. سازمان پروسږ کال ويلي ول چې په نړۍ کې د تمباکو د استعمال له وجې هر کال اته مېلينه کسان مري. د پښتنو په سيمو کې د سېګرېټو ترڅنګ د نسوارو استعمال هم زيات دی. ویډیويي رپورټ.
شاه خان له کوچنیوالي له رنګونو سره لوبې کولې او اوس په ۱۲ کلنۍ کې بېلا بېل انځورونه جوړوي. د مردان اوسېدونکی شاه خان وايي، پر ښځو د تشدد او جنسي تېري خلاف یې هم انځورونه جوړ کړي دي. نور په ویډیو کې.
د مې پر ۲۱مه، د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره لاریونونه او غونډې وشوې. د واکمن تحریک انصاف سیاستوالانو هم په لاریونونو کې ګډون وکړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړې د هواري غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د روژې میاشت تیرېدو وروسته هم د چرګانو نرخونه کم نه شو او اوس هم د يو فارمي چرګ قيمت له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې دي.د چرګانو کارکونکي وايي چې سږ کال د چرګانو ساتنې سامانونه او خوراک د ګرانۍ له کبله يې یو شمېر فارمونه بندې پراتې دي او په منډیو کې په لومړۍ ځل فارمي چرګان په ګرانه بیه پو
د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالې بېګم نسیم ولي خان د مې پر ۱۶مه په چارسده کې مړه شوه او پر هم هغه ورځ خاورو ته وسپارل شوه. بېګم نسیم ولي خان درې ځلې د پارلېمان غړې پاتې شوې وه او د خیبر پښتونخوا لومړۍ ښځه وه چې په ۱۹۷۷ز کې یې په ازاده سیالۍ کې انتخابات وګټل. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان حکومت په ملک کې د کورونا ناروغۍ د مخنيوي په غرض په وروکی اختر کې ټولبند لګولي او ښار دننه او بهر د ګاډو پر تک راتګ او د سيلګري ځایونو ته پر ورتګ هم بنديز لګولي دي چې له کبله یې ځايي ځوانان اوس مقامي د سیل ځایانو ته ورځي.
د چارسدې سرکي سیمه د خیبر پښتونخوا تر ټولو زیات ځمکني توت (سټرابري) پیدا کوي. کروندګر وايي، د موسمي بدلون له کبله یې حاصل کم شوی او د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره محدودیتونو یې هم کاروبار خراب کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د چارسدې غټې وریژې په پېښور او نورو سیمو کې په شوق خوړل کېږي. پخوا به چارسدوالې وریژې یوازې په غم او ښادۍ کې پخېدې خو له تېرو څو کلونو راهیسې اوس په بازار کې هم خرڅېږي. د چارسدوالو وریژو د پخولو طریقه په ویډیو کې وګورئ.
د پېښور سوداګرو د مې پر اوومه په قصه خواني بازار کې د حکومت هغه پرېکړې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه کوم کې چې حکومت د مې له اتمې ځخه تر ۱۶مې نېټې پورې په ټول ملک کې د ټولبند اعلان کړی. دوی وايي، دغه ټولبند به کاروبارونه ختم کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د مردان انتظامیې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره په ښار کې ټولبند لګولی دی. د اپرېل له ۲۶مې څخه د خوراک څښاک، دواګانو او ځینو نورو اړینو شیانو پرته، ټول کاروبارونه او سفري خدمات تړل شوي دي.
د پېښور یو حکيم امرجيت سنګ په خپله دواخانه کې د روژې په مياشت کې خپلو ناروغانو ته وړیا علاج او په نيم نرخ دوايانې ورکوي. امرجيت سنګ وايي چې له ۱۸ کالو راهیسې خانداني دواخانه چلوي او هر کال د روژې په مياشت کې وړیا علاج او دوايانې ورکوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د روژې مياشت له راتلو سره سم د خيبر پختونخوا حکومت د صوبي په ټولو ضلعو او لویو ښارونو کې ارزانه بازاونه جوړ کړي دي خو پکې ګڼه ګوڼه نه لېدل کېږي. خلک وايي چې د ارزانه بازار قیمتونه کم نه بلکې د نورو بازارونو په شان دي. په دې اړه د عظمت علي ويډيويي رپورټ وګورئ
د مردان عبدالوليخان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې ۴ کاله پوره شول. د هغه پلار اقبال خان وايي هيله لري چې له پوهنتونونو هغه سختدريځي ورکه شي چې د پښتنو ژوند ګواښي. د اقبال لالا د خپل دردېدلي زړه او ځوانيمرګ زوی کیسه په دې ويډيو کې د هغه له خولې واوارئ.
د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا اسملۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.د اپرېل پر نهمه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وینا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ