عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
نصرت ارا د مردان يوازنۍ ښځینه جرګه ماره ده چې د شخړو هوارولو کمېټۍ کې د ښځو د وراثت، کورنیو او ګڼو نورو ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي. دا وايي چې په سلګونه مسلې یې حل کړي او د پخوا پرتله اوس ورته ښځې خپلې مسلې ډېرې راوړي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.
د پېښور پوهنتون لسګونه زده کوونکو د هاسټلولو د فیسونو زیاتوالي ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دوی د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې زده کوونکي نه شي کولای چې زیاتې پیسې ورکړي. خو انتظامیه وايي، پوهنتون د مالي مشکلاتو ښکار دی نو ځکه یې د هاسټل فیسونه لوړ کړي دي. ویډیويي رپورټ.
په مردان بورډ کې د کمو نمبرې وړونکو طالبعلمانو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په مردان کالج چوک کې احتجاجي مظاهره وکړه. مظاهرچيان وايي، د ۱۰م او ۱۲م ټولګي کې ورته بورډ نمبرې کمې ورکړي چې ورته په نورو کالجونو او پوهنتونونو کې داخلي اخېستل ګرانې دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
قنديل د لسم ټولګي زده کوونکې وه، په مردان بورډ کې یې په ۱۱۰۰ نمبرو کې ۱۱۰۰ نمبر اخېستې او په لومړی ځل له پوره نمبرو سره یې په ټول هېواد کې لومړی مقام ګټلی دی. له قندیل سره عظمت علي شاه ویډیويي مرکه کړې ده.
د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ګرانۍ پرضد احتجاجونو ته ولسي وګړي هم ورغلي ول. د ګوند مشرانو مظاهرو ته په وینا کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی.
د پاکستان نوموتی خبريال رحيم الله يوسفزی نن (د سېپټېمبر پر ۱۰مه) په خپل پلرني ټاټوبي کاټلنګ، مردان کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی په پېښور کې د انګريزې ژبې ورځپاڼې “دي نيوز” مدير وو او له څو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په اړه خبریالي کړې وه. نور په دې ويډيويي راپور کې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانۍ په قدر کې کموالی راغلی چې له کبله يې د پېښور په صرافه بازار کې تاجران اغېزمن شوي دي. د تاجرانو په وينا، د طالبانو په واک کې تر راتګ وړاندې ۱۰۰۰ افغانۍ په ۲۱۰۰ پاکستانۍ کالدارو تبادله کېدلې، خو د طالبانو له راتګ وروسته يې قدر ۱۵۰۰ کالدارو ته راټيټ شو
په ۱۹۰۰ ميلادي کال کې د پښتو ستر شاعر خوشحال خان خټک د اومې پيړۍ لمسي مير اسلم خان د کاکا صيب زيارت، پيښور او کابل ته تلونکو قافلو لپاره په شيدو کي د اوبو کوي جوړ کړې وو چې د مير اسلم خان باولي په نوم مشهور دی، اوس هم په خپل اصلي حالت کښي موجود دې.
د پاکستان په یوشمېر لویو او وړو ښارونو کې د عاشورې جلوسونه شوي. د اګست پر ۱۹مه د پېښور په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې امنیتي اقدامات شوي ول. په پېښور کې انتظامیې د موبایل ټېلېفون شبکې تړلې وې. هلته د پنجاب په بهاولنګر کې د اهل تشیع پر لاریون د لاسي بم برید وشو. ویډیويي رپورټ.
په خیبر پښتونخوا کې د نابینا نجونو لپاره یوازې یو ښوونځی دی چې پکې ۲۵ زده کوونکې تعلیم ترلاسه کوي. خو د پېښور دا سکول یوازې تر پینځم ټولګي پورې دی او تر هغې وروسته د نابینا نجونو د تعلیمي او کسبي زده کړو لپاره بل سکول نه شته. همدا لامل دی چې نجونه تر پینځم وروسته باید یا پنجاب ته ولاړې شي
د اګست پر اوومه د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په بلنه په چارسده کې "پښتون قامي جرګه" وشوه چې ورته د پښتنو د یو شمېر ګوندونو، غورځنګونو او سازمانونو مشران ورغلي ول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په جرګه کې ګډون وکړ. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې جرګه جوړېدل خپله یوه لاس ته راوړنه ده.
د مردان په ګوجرګړۍ کې د وسپنې سلګونه کارخانې او دوکانونه دي. د دې کلي تیار توکي د پاکستان نورو ښارونو ته استول کېږي. کارخانه دار وايي، د وسپنې بیې لوړېدو یې کاروبار اغېزمن کړی دی او کارګران یې هم له کاره ایستلي دي. نور حال په ویډیويي رپورټ کې.
د اګست پر اوومه په چارسده کې د مزدور کسان پارټۍ په کوربه توب، پښتون قامي جرګه وشوه. په ګډه اعلاميه کې ویل شوي چې دا جرګه په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنې مذمت کوي او دا هم وویل شول چې له نن نه پس به په یو پښتون حمله په ټول پښتون قام حمله بلل کېږي.
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي پېښو د زياتوالي له وجې ميندې او پلرونه د خپلو بچو لپاره انديښمن دي. ظفر خان د وزيرستان اوسېدونکی دی او غواړي چې لور يې د تکوانډو له لارې د ځان ساتنې زده کړي وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د اسلام اباد په يوه کلي واله سيمه کې يو داسې امبولانس سروېس څانګې هم شته چې ټولې کاروکونکې یې ښځې دي. د مسيحا په نوم د دې امبولانس چلوونکي وايي چې سړي کارکونکي ورسره هم شته خو د ښځينه ناروغانو لپاره یې ښځې کارکونکې دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د قبایلي ضلعې خیبر سبیل خان په ژورنالېزم (صحافت) کې ماسټري کړې. دی وايي، خبریالي یې خوښه ده خو پر تعلیم سربېره یې دنده ترلاسه نه کړای شوه. نوموړی اوس په پېښور کې رکشه چلوي خو وايي، کله چې وخت پیدا کړي نو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو پر مسلو خبرونه هم خپروي. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو او کارکوونکو د بجلۍ لوډشېډېنګ (پارچاو) ضد مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۲مه د مظاهرو پر وخت مشال راډیو ته وویل، د برېښنا د تولید او وېش له ادارو د کارخانو لپاره د بجلۍ د جلا نظام غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده پوره شوې. د پاکستان د اوبو او انرژۍ اداره (واپډا) وايي، د
د هندي فلمي نړۍ بې ساری ستوری دليپ کمار د ممبۍ په جوهو هديره کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې ناروغ وو او د جولای پر اوومه نېټه د ۹۸ کالو په عمر کې د ممبۍ په یوه روغتون کې ومړ. دلیپ کمار په بالیووډ کې د اداکارۍ ځانګړي انداز لپاره پېژندل کېده. د دلیپ کمار خپل نوم یوسف خان و.
په خيبر پښتونخوا کې اوس هم ولس د اسلام اباد او پنجاب رجسټرډ ګاډي د خپلې صوبې د ګاډو په نسبت زيات او ګران اخلي. سږ کال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په بجټ کې د ګاډو رجسټريشن فيس يو روپې ته راکم کري دي.د ګ ادو بارګينان دغه فيصلې ته خوشبينه دي خو وايي چې په دې اړه په عام پوهوي کې به وخت لګېږي.
له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان په مختلفو برخو کې ګرمي زیاته شوې او د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو کې خو د تودوخي درجه تر ۴۷ سینټیګرېډه رسېدلې. په ګرمۍ کې د برېښنا استعمال هم لوړ شوی چې له کبله یې حکومت د بجلۍ پارچاو یا لوډشېډېنګ ته اړ شوی. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ