عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ناامنیو او هدفي وژنو ضد مظاهرې کړې دي. د غورځنګ مخکښه مشرانو او پلویانو د اګست پر ۱۰مه د پېښور، کراچۍ او ژوب په ګډون په یوشمېر سیمو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ناامنیو مخه دې ونیسي. د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي
مېرمن صبا خان د خيبر پښتونخوا په چارسده کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې يو مرکز چلوي. نوموړې وايي چې د يوې ښځې لپاره دا ډول مرکز پر خپل سر چلول ګران کار دی خو د خپل پلار او کورنۍ په مرسته يې په نشو د روږدو کسانو درملنه دوه کاله وړاندې پيل کړې ده.
په پاکستان کې د خوړو یا پخلي د تېلو او غوړیو بیو تر لوړېدو وروسته د چارسدې یوه کروندګر پر ۱۰ جریبه ځمکه د لمرپرست ګل (لمرګلی او افتاب پرست هم بلل کېږي) فصل کرلی. دی وايي، نه یوازې د کورني استعمال تېل پیدا کوي، بلکې په بازار یې هم خرڅوي. ویډیويي رپورټ.
د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکو لسګونو د جولای په ۲۶مه په پېښور کې د پریس کلب مخې ته خپله احتجاجي ناسته پیل کړه. دا هغه کسان دي چې په شمالي وزیرستان کې د جنګونو له وجې په عارضي ډول بې ځایه شوي دي. دا خلک وايي، د ۷,۰۰۰ کورنیو د کډوالۍ حیثیت ختم کړل شوی، حال دا چې دغه کورنۍ لا هم خپل
په مردان کې یوه نانوايي (نانبايي) د بېوزله خلکو لپاره د "نېکۍ ټوکرۍ" ایښې چې پکې خلک له خپل وس سره سم، ډوډۍ اچوي او اړمن کسان یې وړیا ورڅخه اخلي. د ښار اوسېدونکي وايي، د ګرانۍ زیاتېدو له وجې ګڼ خلک د غربت ښکار شوي دي. ویډیويي رپورټ.
جمعیت علمای اسلام (ف) په قبايلي ضلعو کې د هدفي او تېره اوونۍ په پېښور کې د درو نجونو د وژنو پرضد په ټوله خيبر پښتونخوا کې احتجاجي مظاهرې کړې دي. د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج ته د ګوند یوشمېر مشران او ملاتړي ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
په نړۍ کې هر کال د جولای پر ۲۲مه د امونو ورځ لمانځل کېږي. ام په نړۍ کې يوه تر ټولو نوموتې مېوه ده چې زياتره خلک يې په ډېر شوق خوري، خو په نړۍ کې د امونو په پینځم لوی پیداواري هېواد پاکستان کې یې پيداوار د تېر کال پرتله سږ کال شاوخوا نيمايي کم شوی دی.
د لوی اختر په مناسبت د څارويو د قربانيو کولو لپاره د چړو او تبرونو د اخيستو اړتيا پېدا شوې خو د اوسپینو د بیو د لوړېدو له کبله سږکال د نوو چړو او تبرونو کاروبار اغېزمن شوی دی. خو ورسره د زړو چړو او تبرونو مرمت او تېره کوونکيو کاروبار بيا ښه شوی دی.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې د پوليسو په تاڼه بمي بريد شوی چې پکې یو پوليس والا وژل شوی او دوه پوليس او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. د پوليس چارواکي وايي چې په بم کې ۱۰ کلوګرامه بارودي توکې استعمال شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې نرښځيان وايي چې د پوليس له خوا يې د لګول شويو "بنديزونو" له کبله روزګار خراب شوی دی. نرښځيانو په وروستيو کې په پېښور کې د مردان پوليسو مشر پر ضد خبري غونډه هم کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ورته له مردانه د وتلو امر کړی دی. خو د مردان پوليس دغه تور ردوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او خیریه ټولنو د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته په مرستو بار لارۍ استولې دي. حکومتي چارواکو د جون پر ۲۳مه په پېښور کې مرستې د طالبانو د حکومت قونصلګر ته ورسپارلې. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د ځوانانو څانګې د جون پر ۲۲مه د پېښور خبریالانو مخې ته د هغو څلورو ځوانانو د وژنې پرضد مظاهره وکړه چې د جون پر ۱۹مه وسله والو په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي بريد کې وژلي ول. د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د برید پلټنې کوي او پکې د ککړو کسانو نیولو ته ژمن دي.
د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په وینا، د هغه ګوند غړو او پلویانو د جون ۲۰مې پر ماخوستن د اسلام اباد، پېښور او مردان په ګډون په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. عمران خان احتجاجي جلسو ته په ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت د ګرانۍ په کمولو او اقتصاد سمولو کې پاتې راغلی دی. ویډیويي رپورټ.
د پېښور نانبایانو د ښار ټول تنورونه تړلي دي چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا په مرکز او شاوخوا سیمو کې د ډوډۍ کمښت پیدا شوی او همداراز، د ډوډۍ بیه لوړه شوې. دوی د جون پر ۱۵مه کاربندیز تر هغه احتجاجي لاریون یوه اوونۍ وروسته پیل کړی
په لاهور کې د پاکستان د نارنجي مېټرو (اورېنج مېټرو) اورګاډی سروېس په ۲۰۲۰ز کال کې پیل شو. د لاهور یوه اوسېدونکې وايي، په هغو ګاډو کې ځان خوندي احساسوي. امنیتي کارکوونکي د مېټرو په تمځایونو کې د خلکو سامانونه هم تالاشي کوي چې د ورانکاریو مخه ونیولای شي. نور معلومات په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د ۱،۱۳۲ اربه روپیو بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کړ. د لوړو زده کړو او اطلاعاتو چارو وزیر کامران بنګښ د جون پر ۱۳مه د بودیجې قانوني مسودې تر وړاندې کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل، دا یو "عوام دوسته" بجټ دی. خو مخالفه ګوندونه یې دا دعوه نه مني. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې نانوایانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې یا دې اوړه ارزان کړي او یا دې دوی ته د ډوډۍ د بیې لوړولو اجازه ورکړي. دوی د جون پر اتمه د احتجاج پر مهال وویل چې د ګرانۍ له وجې له تاوان سره مخامخ دي. حکومت د نانوایانو د غوښتنو په غبرګون څه نه دي ویلي
په پېښور د مدرسو د زده کوونکو او مذهبي اقلیتونو د ټولنو د غړو ترمینځ لوبې روانې دي. منتظمان وايي، د فوټبال د سیالیو مقصد مذهبي هم اهنګي او له يو بل د ښو اړیکو زیاتول دي. په سیالیو کې ۱۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې اووه ورځې به دوام لري. ویډیويي رپورټ.
صابر نذر د پاکستان یو نومیالی کارټون جوړوونکی دی. نوموړی له لسیزو راهیسې د انګرېزۍ او اردو ژبو ورځپاڼو لپاره پر روانو چارو کارټونونه جوړوي. نذر وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د بیان پر ازادۍ زیاتېدونکو محدودیتونو یې کار اغېزمن کړی دی. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ ضد احتجاج کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت ټینګار کوي چې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ګرفتار کړي څلور موسیقاران دې خوسې کړي.
نور وښیئ