عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په پېښور کې لسګونه هنرمندانو او فعالانو د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ خلاف احتجاج وکړ. لاریونوالو د مې پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې نیولي موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري. د پېښور پولیسو ویلي، څلور موسیقاران یې ځکه ګرفتار کړل چې قانوني اسناد یې نه لرل.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د مې پر ۲۵مه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ. هغه ګوند وايي، د احتجاجي لاریون موخه حکومت د نویو انتخاباتو اعلانولو ته اړ کول دي. خو حکومت وايي، د لاریون مخه نیسي او د دې لپاره یې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
په پېښور پوهنتون کې درې ورځنی ادبي مېله پیل شوې ده چې پکې د هېواد د بېلا بېلو سيمو ليکوالان، محقیقين او پوهان ګډون کوي. په دې کې ۱۴۰ برخې اېښودل شوي چې پکې پر مختلفو موضوعاتو به مقالې وړاندې کېږي. ادبي مېله به د مې پر ۲۶ پای ته رسېږي.
عوامي نیشنل ګوند د مې په ۲۲مه احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پر ځنګلونو لګيدلي اور وژلو لپاره دې زر ګامونه واخلي. دی په خپل احتجاج کې حکومت په کوتاهۍ تورن کړ خو حکومتي چارواکي وايي دوی د اور وژلو کوښښ کوي. ه
په اپرېل کې په خیبر پښتونخوا کې د ګرمۍ زیاتېدو د صوبې د یوشمېر سیمو کروندګر تر وخت مخکې غنم لو ته اړ کړي دي. دوی وايي، د همدې له وجې د غنمو پیداوار کم شوی دی. پوهان وايي، د دې لامل د اب و هوا بدلون دی چې پاکستان خورا زیات اغېزمنوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد پخواني وزيراعظم ويلي چې مرکزي حکومت دې په دې هېواد کې ژر تر ژره انتخابات اعلان کړي. عمران خان د مې پر ۱۳مه په مردان کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښه مشرانو یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک انصاف پخواني حکومت اقتصاد په خراب حالت کې پرېښی دی او دا چې عمران خان په درغلۍ په ۲۰۱۸ز کال کې واک ته رسېدلی وو. د ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مې پر ۱۱مه په صوابۍ کې جلسې ته په وینا کې وویل، هغه کسان چې عمران خان یې واک ته رسولی وو، اوس یې یوازې پرېښی دی. تر دې مخکې هم پخوانیو مخالفه ګوندونو په بیا بیا تور پورې کړی وو چې امنیتي ادارې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو. دا هغه تور دی چې پوځ او د تحریک انصاف حکومت رد کړی وو او انتخاباتي کمېشن ویلي ول چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول. پخواني وزیراعظم عمران خان دا هم ویلي ول چې خراب اقتصاد ورته په میراث کې پاتې وو چې د سمولو هڅې یې یې کولې. ویډیويي رپورټ.
د چارسدې د رځړو سیمې مېټايي (خواږه) په ټوله خيبر پښتونخوا کې نوم لري. د مېټایۍ د دوکان مالک وايي چې شاوخوا ۱۰۰ کاله وړاندې یې نيا او نيکه په شريکه د مېټايۍ جوړولو کار پیل کړې وو. اوس په رځړو کې د مېټايۍ ګڼ دوکانونه دي. د رځړو مېټایۍ جوړولو په اړه ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحريک انصاف د اپريل په ۲۶مه په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو په کولو سره غوښتنه کړې چې زر تر زره دې عمومي ټاکنې وشي. دوی د انتخاباتو کمېشن سیمه ييزو دفترونو ودانيو مخې ته احتجاجونه وکړل. په اړه یې دا ويډيو راپور وګورئ.
عوامي نېشنل ګوند په پېښور کې د ګېس د کمي او ګرانۍ پر ضد مظاهره وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې ټولو خلکو ته يو شان ګېس ورکړي. د دوی په خبره د ګېس محکمه بیل پوره غواړي خو د خلکو شکايتونه نه اوري. په دې اړه د عظمت علي شاه راپور وګورئ.
په پېښور کې د بانکونو کارکوونکو د خالي (شنبې) د ورځې د چوټۍ ختمولو پرضد احتجاج کړی دی. دوی د اپرېل پر ۱۹مه د مظاهرې پرمهال مشال راډیو ته وویل، که حکومت یې د خالي چوټي بحال نه کړه نو پرضد به یې په اسلام اباد کې احتجاج کوي. وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د خالي د ورځې د چوټۍ ختمولو اعلان کړی وو.
د خیبر پښتونخوا حکومت په ټولو ضلعو کې د روژې د مياشتې لپاره ارزان بازارونه جوړ کړي دي. د دوی وايي هدف یې عام ولس ته په ارزانه توګه د ورځني استعمال توکو رسول دي. خو دې بازارونو ته ورتلونکي یو شمېر عام خلک وايي، هلته یوازې د غوړیو بيه د نور بازار پرتله ډېره ارزانه ده. نور حال په دې ویډیو کې وګورئ.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په هېواد کې تر نویو انتخاباتو کېدو پورې د خپلو ګوند جلسو او مظاهرو ته دوام ورکوي. نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې په "اداري فساد ککړ" کسان واکمن شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، پېښور او سوات په ګډون په یوشمېر ښارونو کې ګڼو خلکو د تحریک انصاف د وفاقي حکومت او له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د ګوښه کېدو ضد مظاهرې کړې دي. د اپرېل پر ۱۰مه ماخوستن مهال احتجاجونه تر هغې وروسته وشول چې د خالي او اتوار ترمینځ نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د
حسنی او حفصه دوه خویندې دي چې پر بېوزلۍ سربېره یې تعلیم ته دوام ورکړی او د پاکستان پر کچ په بېلابېلو سپورټي سیالیو کې هم ګډون کوي. حسنې او حفصې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې په سیالیو کې د سرو او سپینو زرو مېډالونه وګټل. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نرښځيانو د مارچ پر ۲۸مه د پېښور پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی امنيت دې باوري کړي. د دوی په وينا په تېرو اوو کلونو کې تر ۱۰۰ زيات نرښځيان وژل شوي دي. نور په دې ويډيويي راپور کې.
د مارچ په اتلسمه په پېښور کې د وتلي پښتون سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام پولیسو چاپه ووهله، د موسیقۍ الات یې مات او هنرمندان یې ووهل. که څه هم د پېښور پولیسو مشر دفتر ويلي چې د دې پېښې پلټنې به کوي، د دې ښار هنرمندانو د موسیقۍ په غږولو احتجاج کړی دی. مظاهرينو د هنرمندانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.
په پېښور پوهنتون کې استادانو تعليمي هلې ځلې بندې کړې دي او له تيرو دوو اونيو راهيسې په احتجاج ناست دي. احتجاج کونکي په تنخواګانو کې د زياتوالي او تعليمي معيار د ښه کولو غوښتنه کوي. حکومت تر دې دمه د استادانو احتجاج په اړه څه نه دي ویلي. ويډيويي رپورټ
په تيرو څو ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې درې نرښځيان وژل شوي دي. پوليس وايي د نرښځيانو د وژنې په تور يې ګرفتاريانې هم کړې دي خو نرښځيان بيا د پوليسو د تفتيش او له مرستې ډاډمن نه دي. نر ښځيان وايي چې په تيرو څو کلونو کې د دوي پر ضد د تشدد پېښې زياتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
د مارچ په څلورمه د پېښور په کوچه رسالدار کې شوي بريد کې په ۶۵ وژل شوو کسانو کې د افغان کډوالې مرضیې مېړه هم وو. هغې ته يو زخمي زوی او ۴ لوڼې پاتې دي. په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو ښوونځيو تر بندیدو وروسته، مرضيه پېښور ته د لوڼې د تعليم لپاره کډه شوه. د هغې کيسه په دې ويډيو راپور کې.
نور وښیئ