عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په مرسته د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې د افغان کډوالو او د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکو ۱۰ لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. پېښور اتلانو د ډېسېمبر پر اوومه د نوښار ټایګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. ویډیويي رپورټ.
د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده. دا تر هغې وروسته ده چې هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.
د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۳۰مه په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو لپاره د لوبو مېله جوړه کړې وه. په دې مېله کې په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې له بېلا بېلو مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو برخه پکې اخيستې وه.
د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د نومیالي شاعر او لیکوال او د پښتنو پخواني ولسي مشر خوشال خان خټک په یاد کې غونډه وشوه چې خوشال کور سازمان جوړه کړې وه. غونډې ته نومیالي لیکوالان، شاعران او ولسي خلک ورغلي ول او پکې د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ محفل هم جوړ شوی وو. ویډیويي رپورټ.
د پېښور ژوبڼ انتظامیې د مالي مشکلاتو له وجې ولسي وګړو ته د باغ وحش یا چړیاګر دننه د ځناورو او مارغانو ساتلو اجازه ورکړې. په دې لړ کې د نوښار یو اوسېدونکی لومړی کس شو چې په ژوبڼ کې ځناور ساتي. د ځناورو د ساتلو لپاره د خرڅ ورکوونکو نوم په یوه تختۍ لیکل کېږي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاج اعلان کړی دی.
د ملاکنډ درګۍ هريان کوټ کلي الماس خانم يو جوړ کړي انځور په نړيوالو سياليو کې لومړۍ جايزه ګټلې ده. دغه جايزه د اکتوبر پر ۲۷مه په بريتانيه کې ورکړل شوه خو الماس خانم د ويزې نه تر لاسه کېدو له امله په هغه دستوره کې ګډون ونکړ.
د خيبرپښتونخوا د خوړو څانګې له خوا د صحت مند او معياري خوړو په اړه د پوهاوي او د خوارځوکۍ د مخنيوي په اړه دوه ورځنی کنفرانس او مېله پای ته رسېدلې ده. په پېښور کې د اکتوبر پر ۲۶مه او ۲۷مه شوي دې کنفرانس کې پر پاکستان سربېره د روغتيا او خوړو نړيوالو پوهانو هم ګډون کړی وو.
د مردان عبدالولي خان پوهنتون په وروستیو کې فیسونه لوړ کړي دي. د پوهنتون یو چارواکی وايي، د حکومت له لوري د پیسو نه ترلاسه کېدو وروسته د فیسونو زیاتولو ته اړ شول. خو د مردان د کالجونو او پوهنتون زده کوونکي دا دلیل کافي نه بولي او د پرېکړې ضد یې احتجاج کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د سرکاري ابتدايي سکولونو دا استادان د تنخاګانو زیاتېدل او په نوکريو کې ترقي غواړي. دوی د همدې لپاره د اکتوبر له شپږمې په پيښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج پيل کړی دی
په پېښور کې د ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې ګڼو غړو احتجاجي مظاهره کړې ده. دوی د اکتوبر پر شپږمه د تنخاګانو زیاتولو او د رتبو لوړولو غوښتنو پوره کېدو لپاره مظاهره کوله. د احتجاج پر مهال د اخ و ډب پېښې وشوې او پولیسو د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، سږ کال د ډېرو بارانونو له وجې د ډینګي تبې ناروغان زیات شوي دي. حکومت وايي، په صوبه کې د ناروغۍ پېښې تر ۲،۳۰۰ زیاتې شوې دي. روغتیاپالان وايي، ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې د سېلاب له وجې له نورو صوبو د غنمو او اوړو په راوړلو کې له خنډونو سره مخامخ دي چې له کبله يې د اوړو نرخونه زيات شوي دي. بلخوا زيارکښان وايي چې اوس ورته د خوړو بنيادي خرڅ برابرول هم ورته ګران دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا په ګډون د هېواد په زیاتره ښارونو کې د ګرانۍ ضد احتجاجي غونډې کړې دي. د پاکستان وفاقي حکومت وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د تحریک انصاف له واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو پورې د هېواد اقتصاد خورا خراب شو. ویډیويي رپورټ
د نوښار مرستیاله کمېشنره قرة العین وايي، په یاده ضلع کې د سېلابونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو جاج اخلي او اړمنو خلکو ته به مرسته رسوي.
د خيبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتونخوا کالج اف ارټس د زده کوونکو د فراغت په مناسبت دوه ورځنی کلتوري نندارتون شوی وو. په نندارتون کې زده کوونکو بېلا بېل انځورونه، جامې، پيزار او نور شيان جوړ کړي ول. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پېښور کې د اګست پر ۱۵مه د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب "پښتون قامي امن جرګه" وشوه چې پکې د بېلا بېلو ګوندونو استازو، استادانو، شاعرانو او پوهانو ګډون وکړ. ګډونوال پر ۱۱ غوښتنو سلا شول او په يوه خوله يې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومتي مذاکراتو اوسنۍ بڼه رد کړه.
نور وښیئ