عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
عدالت د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۱۷مه په خپله فیصله کې ویلي ول چې د هند سفارتي عملې ته دې اجازه ورکړي چې له یادو سره وویني.
د قبايلي ضلعو يو شمېر زده کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې هغه ژمنه پوره کړي چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو پر مهال يې د روغتيا او تعليم په برخه کې د دوی د کوټې (مخصوصو سېټونو) زياتولو په تړاو کړې وه.
د افغانستان او پاکستان سوداګرو د تورخم لار تر ۲۴ ساعته پورې د پرانېستلو د ګام هرکلی کړی دی.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کابل مېشت خبریال او څېړونکي بلال سروري او اسلام اباد کې د مشال راډیو خبريال طاهر خان سره هم دغه پوښتنې څېړل شوې دي.
۱: ولسمشر ټرمپ ويلي، په ايران کې د رژيم بدلېدل نه غواړي. ۲: چين ويلي، له امريکا سره تجارتي شخړه د خبرو له لارې هوارېدای شي. ۳: شامي پوځ په ادليب کې بمباريو ته دوام ورکړی.
د بريتانيا ډاکټرانو د جولايي پر ۱۶ مه نېټه د خېبرپښتونخوا دوې پښتنې خويندې چې سرونه سره يې نښتي ول سره جلا کړې. خو ډاکټرانو دا دومره ګران عمليات څنګه وکړل؟
د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې د قبايلي سيمو د خلکو لپاره څه ارزښت لري او دا به په مجموعي توګه د قبايلي ضلعو پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند څه اغېز وکړي؟
د حکومتونو او پانګوونکو ترمنځ د قانوني لانجو هوارولو نړيوال مرکز د جولای پر ۱۲ مه د پاکستان پرضد د تتيان کاپر کمپنۍ په حق کې فیصله واوروله.
د پاکستان ډلې مشرې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا چارو مشر او د وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل او د هندۍ ډلې مشري اېل اېس داس وکړه.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د قبايلي ضلعو امنيت او انتخابي هلو ځلو په اړه خبرې کوو.
د فرانس د ولوا سېلانۍ سيمه کې د دوشنبې پر ورځ له بوسو او خسو د مجسمو جوړولو سيالي پای ته ورسېده. په سياليو کې د نړۍ د ۱۲ هېوادونو مجسمه سازانو برخه واخیسته.
پاکستان د کرېکټ نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته بریالی نشو خو پاکستانیانو دا لوبه تر یونانه رسولې. یونانیان خپله د فوټبال مینه وال دي، خو په کوڅو کې یې اوس کرېکټ لوبه هم تر سترګو کېږي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
افغان کارپوهان په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ګټورې بولي. دوی وايي، دا یو ښه فرصت دی او په افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هوارولی شي.
د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې ويلي، حکومت به د هغې ويډیو ساینسي معاينه کوي چې د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې د خبرې غونډې پر مهال ښودلې وه.
په خېبر ضلع کې د وسله والو پرضد د پوځي عملياتو وروسته امنيت ښه شوی دی خو هغه موسيقاران چې وسله والو ځورولې اوس هم د ويرې په چاپېرچل کې ژوند کوي. دوی باړې ته ستانه شوي دي خو کورونه يې وران دي او د موسیقۍ د پروګرامونو د نشتوالې له کبله هوټل يا ګاډۍ چلوي.
تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته په پاکستان کې جمهوريت او جمهوري قدرونه وده موندلې او که نه صورتحال برعکس دی.
د جولای پر لومړۍ نېټه د کابل له محمود خان پله سره نېږدې موټر بم چاودنه شوې چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
افغان چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی. دوی زياتوي چې اوسمهال تر يو مليون زيات ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخي دي.
د ځنګلاتو چارواکي د مې له ۱۵ مې او د جولايی تر ۱۵ مې نېټې پورې مودې ته په ځنګلونو کې د اورونو د لګېدو د موسم نوم ورکوي.
د خېبر ضلعې ملکان وايي، حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې د جولای پر دويمه نېټه به ورته هغه مالي مراعات بحال کړي چې د پخوانۍ فاټا په صوبه کې تر ورګډېدو وروسته درول شوي وو.
نور وښیئ