عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
ايا پاکستان په افغان سوله کې هسې رول لوبولی دی چې ورڅخه تمه يا غوښتنه کېدله؟
څه د پاسه يوې لسېزې راهيسې، له کورمې د جګړو، چاودنو، وژنو او ځانمرګو بريدونو خبرونه رارسېدل خو اوس له هغه ځایه د موسیقۍ غږونه اورېدل کېږي.
د خېبرپښتونخوا له وزيراعلا سره يوه بېړنۍ غونډه کوي چې پکې د مختلفو ضلعو لوړ پوړې چارواکې هم ګډون کوي.
د پاکستان تر ټولو څورب کس له کلونو راهیسې په کور کې بند وو. خو چې ناروغه شو نو له ځای څخه د خوځېدو جوګه نه وو. هغه د مرستې غوښتنه وکړه او کله چې د علاج لپاره له کوره را اېستل کېده نو دومره غټ وو چې د دروازې پر ځای يې د کور دېوال ورته مات کړل شو. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.
په لسګونه پاکستانۍ نجونه چينايي سړيو ته واده کړل شوې خو اوس مالومه شوې چې هغه په چين کې جنسي کاروبار ته ورټېل وهل شوې دي. پاکستاني چارواکيو د ښځو د قاچاق په تور يوشمېر پاکستانيان او چينايان نيولي دي.
اسوسشيېټډ اژانس د افغان چارواکو له خولې وايي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه له ننګرهاره نورو سيمو ته غځېدلي دي.
خټک په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې یې په غونډو، جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي
د مې پر ۳۰مه، په برتانیا کې د کرکټ نړیوالې اتلولۍ سیالۍ پیلېږي. په افغانستان کې ګڼ ماشومان او ځوانان غواړي چې د کرکټ لوبډلې برخه شي خو په هغه هېواد کې د لوبې لپاره لازمې اسانتیاوې نشته. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.
د پاکستان سيند صوبې په نوتو ډېرو ښار کې د حکومت په ادعا د يوه ډاکټر له خوا په اېچ ای وې وايرس لړلې ستنو کارولو له کبله دغه وايرس په سلګونو خلکو کې خور شوی دی. په دې کې د يوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي.
د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير د مياشتې ليدو د وېبسايټ او قمري کلېنډر رسمي پرانسته کړېده چې په وينا يې سږکال به وړوکی اختر د جون پر پنځمه نېټه وي.
د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو په شمالي وزيرستان کې له ادعا سره سم د امنيتي ځواکونو له خوا پر مظاهرچيانو د ډزو غندنه کړې او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اصلاحاتو پر مختلفو اړخونو باندې د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر امير تاج خان، په صوباي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي فهيم احمد او د مشال راډیو خبريال غلام غوث مېلمانه دي.
په زياتره اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د اذان يا د جمات د لاوډسپیکرونو له لارې روژه ماتوي خو اردن د توپ د ډز په غږ د روژې ماتولو خپل پخوانی دود بېرته راژوندی کړی دی.
د اپرېل پر ۲۰مه وسله والو په کابل کې د مخابراتو وزارت پر ودانۍ برید وکړ. مینه ګل هلته په یوه ریاست کې کار کوي. دې ژر منډې کړې او نېږدې وړکتون ته ورغلله چې خپله دوه کلنه لور وژغوري. نوموړې د رویټرز اژانس په ویډیو کې د هغې ورځ او تر هغې وروسته د کارکوونکو میندو د وېرې حال بیانوي.
جسټس ريټايرډ جاوېد اقبال د مې پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال دا تاثر هم رد کړ چې د پاکستان کاروباريان د احتساب ادارې
د بلوچستان د کورنيو چارو ادارې د مې پر ۱۸مه نېټه د ګوادر، لسبیلې او د کوټې کليوالې سيمو ليويز ځواک په رسمي توګه په پوليس کې د ضمولو اعلاميه خپره کړه.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ګرانۍ جاج اخیستل شوی دی.
د افغانستان ولسي جرګې فرهنګي کمېسيون وژل شوې سلاکارې مينې منګل پلار د کورنيو د نورو غړيو د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالب جان د مې پر ۱۴ مه نېټه رويټرز اژانس ته ويلي چې مشکوکه قاتلين به ښايې ان د هغه د کورنۍ ماشومان پرې نږدي.
نور وښیئ