عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
مختار يوسفزی په اووم ټولګي کې وو چې په ۱۹۶۸م کال کې په سوات رياست کې د سياسي اصلاحاتو لپاره د والي حکومت ضد تحريک وچلېد. هغه پر دې پاڅون ورګډ شو.
ډاکټر ظفر مرزا د ډينګي ناروغۍ په اړه د سېپټمبر پر ۲۲ مه نېټه په اسلام اباد کې ځانګړې خبرې غونډه وکړه.
په ګلګت بلتسان کې د سپرليو بس له غره سره د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت به د سپټېمبر پر ۲۳ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې په وراثت قانون کې د بدلون راوستلو مسوده وړاندې کوي
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، یو نهه کسیزه پلاوی یې په چین کې د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي سره خبرې کړې دي.
د افغانستان په جلال اباد کې د بریښنايي تذکرو د وېش پر دفتر په وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپي شوي دي. د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړې ترڅو ساعتونو پورې دوام وکړ او د سېپټمبر ۱۸ مې ماخستن پای ته ورسېده.
په پاکستان کې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې پر حېض خبرې کول لويه بدنامي ګڼل کېږي. نجونه د حېض لپاره زاړه رختونه استعمالوي چې له کبله يې د ډاکټرانو په وينا ناروغۍ رامنځ ته کېږي. خيره ادارې وايي چې په دې هېواد کې په پنځو کې نږدې يوه ښځه د حېض پر وخت صفا پېډ کاروي.
کانفرنس افغان ملي غورځنګ جوړ کړی دی چې د پاکستان له غاړې پکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د یوه مشر سېنېټر عثمان کاکړ په ګډون يوشمېر فعالان ګډون کوي.
د تاجکستان په وحدت ولسوالۍ کې ماشومان هره ورځ ښوونخي ته د تګ راتګ په خاطر شپږ کلوميټره پیاده لار وهي. خو دا لار له کړاوونو ډکه ده او دوی اړ دي چې تر سيند پورېوځي خو چې کله په سيند کې اوبه زياتې شي نو ماشومان د زانګو په شان پر خوځېدونکي خطرناکه پله تېرېږي. ویډیو وګورئ.
امريکا ويلي، د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی په عملياتو کې وژل شوی دی. سپينې ماڼۍ د سېپټمبر ۱۴ مې په بيان کې ويلي چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمو کې په پوځي عملياتو کې په نښه شوی وو.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د حکومت پر هغه اعلان نيوکې کړې چې په درغليو کې د ککړو کسانو لپاره د جيل د اې کلاس سهولت ختمولو په اړه یې کړی دی.
وتلې لیکواله، شاعره او د خدايي خدمتګار تحريک له خوا د چاپېدونکې پښتون رسالې دایمي قلمي همکاره الف جان خټکه د سېپټمبر پر ۱۵مه په کرک کې
په پاکستان کې نرښځیان د ژوند په هر ډګر کې له توپيريزه چلند سره مخامخ دي. ان زياتره نايان د دوی وېښتانو جوړولو او سينګارولو څخه هم انکار کوي. دې چلند دوی اړ کړل چې په کراچۍ کې خپل دکان راوباسي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د يوولسم سپټمبر پېښې پر پاکستان او افغانستان اغېز او او ددې جګړې راتلونکی له کارپوهانو سره څېړل شوی دی.
امريکا د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد واشنګټن ته وربللی دی. دا خبره د سېپټمبر پر اتمه نېټه د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو اېن بي سي ټيليويژن ته وکړه.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه نېټه پر خپله ويبپاڼه بيان خپور کړ چې پکې ادعا شوې، کشمير د نړۍ تر ټولو لوی زندان باندې بدل شوی دی
د امريکايي ولسمشر له خوا د افغان سولې خبرو درولو اعلان د پاکستان ځينې سیاسي ګوندونه ناهيلې کړې دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره د پاکستان دغې بدلېدونکې سياسي منظرنامه ته کتنه کوو.
شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې د قانون پرمختګ او شفافيت انستيټيوټ پلډاټ له خوا جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال له کشمير، افغانستان او چين سره د اسلام اباد پر اړيکو رڼا واچوله.
په کابل کې د سېپټمبر پر دوهمه ماسخوتن بريد کې ۱۶ وژل شوي او شاوخوا ۱۱۹ ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو د بريد ذمه واري منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ په قطر د افغانستان سولې په تړاو د نهم پړاو خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.
نور وښیئ