صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان په سرانان پنډغالي کې مېشت افغان کډوال وايي د اسناد نه لرونکو کډوالو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې له ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي. دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی.
احتجاج کونکو له حکومته په پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو او د پېښې قربانیانو سره د مالي مرستو غوښتنه کوله
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
لېمه ناصر د لورالایي ( بوري) اوسېدونکې ده چې انځورګري کوي، د ښځو سینګار توکي جوړوي او بیا يې پر ټولنیزو رسنیو په انلاين بڼه پلوري. نوموړې وايي، په لومړي ځل له دې کاروبار سره بلده نه وه خو اوس ورسره اشنا شوې ده. د هغې په خبره، اوس خلګ ان لاین ارډر ورکوي چې د.
نن (د سېپټېمبر پر ۲۳مه) د پښتون کلتور ورځ لمانځل کېږي. په کوټه ښار کې د دې ورځې په تړاو بېلابېلې غونډې کېږي.
بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالایي کې د شین ګلي په نوم بوټې د کرونده ګرو، کروندې اغېزمنې کړي، کرونده ګر وایي د بوټې د مخنیوي لپاره یې ډېري هلي ځلې کړي خو دوی نه دي تونېدلي چې مخه یې ونیسي
د یادې مظاهرې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي ویاند کبیر افغان د سېپټېمبر په ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومتي ادارو لخوا د ولس د ځورولو خلاف راوتلي دي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو او پلویانو او سوداګرو په کوټه کې د ګمرک (کسټم) ودانۍ مخې ته مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر ۲۱مې مظاهرچیانو دعوه وکړه چې د کسټم چارواکي یې پر کاروباري مرکزونو ناقانونه چاپې وهي. د بلوچستان حکومت لا د دې رپورټ تر جوړېدو پورې څه نه دي ویلي. خو د کسټم ادارې چارواکو
سعید خان ناصر د لورالایي اوسېدونکی دی چې په خپل کور کې د غواګانو له خوشاییو (غوشاییو) د سونګ ګیس (ګاز) جوړوي. هغه وایي، په کور کې سکاره او لرګي نه کاروي او په هم هغه ګیس پخلی کوي. ویډیويي رپورټ.
جمعیت علمای اسلام (ف) د هغې چاودنې پرضد په بلوچستان کې کاربندیز کړی دی چې پکې د ګوند د یو مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شول. پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د کوټې د کاروباریانو ټولنې او یوشمېر نورو ګوندونو د سېپټېمبر ۱۵مې کاربندیز ملاتړ کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوشمېر مخکښه مشرانو او لسګونه غړو او پلویانو د سېپټېمبر پر نهمه په کوټه کې د وروستۍ برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې او ګرانۍ پرضد لاریون او مظاهره کړې ده. هغه ګوند دریځ لري چې په برېښنايي سرشمېرنه کې په بلوچستان کې د پښتنو ابادي کمه ښوول شوې ده. ویډیويي رپورټ.
پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره د پریس کلبونو مخې ته د مظاهرو اعلان کړی وو خو پولیسو د غورځنګ غړي هلته احتجاج ته پرېنښودل. کراچۍ پریس کلب ته د تلو پر مهال د پي ټي اېم ځیني پلویان پولیسو نیولي هم دي. د اجازې نه ترلاسه کولو وروسته غورځنګ د کراچۍ په صدر او د کوټې
خو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی ته د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اجازه ورکوي او که نه؟ په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ
د جولای ۳۰مې جلسې ته د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر په ګډون یوشمېر مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او د سیمې ګڼ اوسېدونکي، فعالان او د پي ټي اېم پلویان ورغلي ول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، د جنوبي وزیرستان پارلماني استازی او د غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور ګڼ کسان په جلسه کې د ګډون لپاره هلته تللي دي.
د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم اې) ویاند مقبول جعفر د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې له د جون له ۱۹مې تر ۲۹مې د شویو بارانونو له وجې په بلوچستان کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه،۱۳ ژوبل او ۲۲۳ کورنو ته لږ یا ډېر تاوان رسېدلی.
د بلوچستان د ماشکېل سیمې اوسېدونکی محمد اکرم رېکي په پخوانۍ طریقه د مځکې لاندې د اوبو څرک معلوموي. دی وایي چې دغه کار له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کوي. د نوموړي په وینا، ځایي خلک دغه طریقه مني او ساینس یې نه مني. بلخوا په بلوچستان پوهنتون کې د ځمکپوهنې (جیالوجي) څانګې یو غ
د ال پیراميډیکل سټاف فېډرېشن په نوم د روغتیايي کارکوونکو ټولنې غړو د جولای پر ۱۱مه په هغه سیمه کې پرلت وواهه او وايي چې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال یې کار کړی خو حکومت ورته لا هم پیسې نه دي ورکړې.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت (غوڅکۍ) ډېری اوسېدونکي غرني بوټي د ناروغیو درملنې لپاره کاروي. د سیمې یو اوسېدونکی شیبر احمد وایي، پخوا به یې مشران د هغو بوټو ټولولو لپاره غره ختل خو اوس هغه دغه دود ژوندی ساتلی دی. تفصیل په ویډیو کې.
د ګوند د کوټې مشر غلام نبي مري مشال رېډیو ته وویل، احتجاج یې ځکه کړی چې د بلوچستان په وډ ( وډھ) سیمه کې د هغوی ګوند مشر اخترجان مېنګل پر ضد سازش روان دی او د هغه د سیاسي کیریئر د خرابولو هڅې کېږي.
نور وښیئ