صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د ژوب اووه کلن ذیشان د کرکټ په نړۍ کې د نوم ګټلو ارمان لري. هغه اساسي وسایل نه لري خو د خپلې کورنۍ په مرسته کرکټ او تمرینونه کوي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني صوباييمشر او سېنېټر عثمان کاکړ د مبارزې ستایلو لپاره د هغه د انځورونو نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې بېلابېلو هنرمندانو د عثمان کاکړ جوړ کړي انځورونه ايښي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو لپاره تر کوټې ښاره د احتجاج په توګه نهه ورځې په پښو مزل کړی او شاوخوا ۲۵۰ کيلوميټره لاره يې وهلې ده. احتجاج کوونکو دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرت وهلی او غوښتنه کوي چې هغوی ته دې بنيادي اسانتياوې ورکړل شي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي. دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول. ویډیويي رپورت.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې سیف الله کلا دانش خان بریال پر کاڼو انځورګري کوي. هغه وايي، دا ډول انځورګري یې په افغانستان کې زده کړی. دی زیاتوي چې د کار لپاره زیات وسایل نه لري. د بریال د انځورونو په اړه ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې یوه ناحکومتي اداره نجونو ته بېلابېل هنرونه ور زده کوي چې موخه یې په کورني اقتصاد کې د ښځو ونډه پراخول او د هغوی ځواکمنتیا ده. هغه مرکز د ژوب یوه نجلۍ چلوي چې پکې د سیمې نجونه د جامو ګنډل او نکریزو لګول هم زده کوي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان د ژوب غریزي سیمې برنج کلي بلقیس ادکه اوس وخت کې هم په مېچنه غنم اوړه کوي. هغه وايي، د مېچنې اوړه د کارخانو له اوړو خواږه وي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
عدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وويل له پښتونخوا مېپ څخه بېله ډله دې د پښتونخوا لايرز فورم او پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن نومونه هم نه کاروي. بل خوا د هغې ډلې مشرانو ته دا هم ويل شوي چې برېښنایي او چاپي رسنیو ته دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نامه څخه خبرپاڼې نه ورکوي.
د کوټې پر منان څلور لاره د شوي احتجاج پر مهال مظاهرچیانو پېښه وغندله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د سیمې امنیتي واک دې لیویزو او پولیسو ته وسپارل شي.
د بلوچستان د کلا سیف الله اوسېدونکی خدایداد جوګیزی هره شپه د خپلو بچیو ساعت تېري لپاره ورته چیغکه غږوي. هغه له رود جوګیزي څخه د بچیو ښه تعلیم لپاره کلا سیف الله ته کډه شوی. دی وايي، تر چیغکې غږولو وروسته بچي سبق ته کښېنوي. تفصیل په ویډیو کې.
تر احتجاج وروسته د غورځنګ مخکښ نور باچا مشال راډیو ته وویل چې د کوټې او چمن پر لویه لار یارو سیمه باندې د ملېشې پر پوسته باندې ولسي وګړي زیات ځورول کیږي د هغه په خبره چې پر دې پوسته یې ښځې، سپېنږيري او ناروغان په یوه نه بله بهانه په ساعتونو ساعتونو درولي وي
هر کال د مې پر ۱۳مه د کوچیو مرغانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د کوچیو مرغانو حفاظت او هغوی د معدومیت له ګواښه د ژغورلو په اړه اګهي خپرول دي.
پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.
قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ اته کسیزه بنچ ددې قانون په ضد د دریو اپیلو په اساس د یوې قضیې اورونه پېل کړي وه او امر یې ورکړې وو چې د قضیې د بشپړه فېصلې پوري به له پارلیمانه منظور شوې قانون نه عملي کیږي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي چې دا ډول د دواړو غاړو پښتانه په اسانه خپله روزي وګټي. نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په پښين ښار کې د اختر په تړاو يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه.
په پاکستان کې د ګرانۍ زیاتېدو له کبله د کوټې بېوزله خلکو د استعمال شویو جامو دوکانونو ته مخه کړې ده. دوی وايي، د نویو جامو جوړولو وس نه لري نو ځکه د اختر لپاره د کباړ له دوکانه کالي اخلي. ویډيويي رپورټ.
یشب خان درانی د کوټې اوسېدونکی دی چې له تېرو پینځو کلونو راهیسې په خپل کور کې بهرني توتیان ساتي او خرڅوي یې. دی وايي، له کوچنیوالي یې له مارغانو سره مینه لرله. درانی وايي، له ۳،۰۰۰ روپیو څخه یې کاروبار پیل کړ او اوس د لکونو روپیو توتیان خرڅوي. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د بلوچستان په کوټه کې حاجي عبدالله هر کال د بې وزلو لپاره روژه ماتی برابروي. نوموړي دا کال هم دغسې کړي دي. هغه وايي پر لاره تيريدونکي مسافر او وس نه لرونکي خلک کولی شي وړيا روژه ماتی وکړي. په دې اړه د عبدالصمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.
روش(روسټ) يو ډول دوديز خواړه دي چې د پښتنو په زياتره هوټلونه کې پخېږي. ډېری خلک روش مالګين پخوي. د مشال راډيو خبريال صمد شبنم په کوټه کې د روش پخولو له يو اشپز سره مرکه کړې او هغه د دې خوړو په اړه تفصيل ورکړی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د دوو پولیسانو په ګډون څلور کسان وژلي او ۱۹ نور يې ژوبل کړي دي. د کوټې د پولیسو مشر زوهېب محسن خبریالانو ته وویل چې چاودنه د اپرېل پر ۱۰مه د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو موټر ته نېږدې شوې ده.
نور وښیئ