صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د پښین د کلیوالو سیمو اوسېدونکي هر کال د غنمو پخېدو په ورځو کې د غنمو د ګېډۍ مېله کوي. دوی د غنمو وږي پرې کوي، په اور یې پخوي او بیا یې ګډ سره خوري. د ګېډیو مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پښین کې د موسمي بدلون له کبله د انګورو باغونه سخت اغېزمن شوي. د کرنې ادارې په وینا چې د یادې سیمې ۳۰ سلنه د انګورو ملوې یا تاکان وچ شوي دي چې وجه یې په ژمي کې پرله پسې وچ یخ وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په کوټه کې د بلوچستان خبریالانو اتحادیې د ځایي خبریال عبدالواحد ریساني د وژني پرضد د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخ ته احتجاج کړی. احتجاج کوونکي وايي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د بلوچستان ۴۵ خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل سوي دي خو تر اوسه په دې تور څوک نیول شوي نه دي. نور حال په دې
د بلوچستان سرکاري ملازمينو په خپلو تنخاګانو کې اضافې لپاره د اپرېل پر پنځمه د کوټې په ګډون د صوبې په زياتره برخو کې کاربندیز کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانې ګرانۍ ته په کتو دې د دوی په تنخاګانو کې ۲۵ فيصده زیاتوالی وشي. د بلوچستان اعلا وزير جام کمال ويلی، چې حکومت دا مهال په تنخاګانو
د بلوچستان پښین ضلعې برښور باغ سیمې ځایي اوسېدونکو د کوټې ښار پر لور شاوخوا ۱۰۰ کلوميټره مزل پر پښو پیل کړی دی. لاریون کونکي وایي چې په سیمه کې د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري او غواړي چې له دې لارې خپل غږ د بلوچستان تر اعلا وزیره ورسوي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.
د بجلۍ د لوډشېډنګ پرضد په بلوچستان کې د کرونده ګرو اتحادیې یو ورځنی پیه جام هړتال وکړو، د مظاهرينو وينا وه چې لوډشېډنګ لوجې له معاشي ستونزو سره مخ شوي نو حکومت دې په فوري توګه لوډشېډنګ ودروي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان له لوري په بلوچستان کې له تېري یوې اوونۍ راهيسې د کتابونو نندارتون او د کتاب ارزښت په اړه غونډې روانې دي. دوی غواړي چې زده کوونکو او د کتاب مینه والو ته په ارزانه بیه کتابونه ورسوي. د دوی په وينا په راروانو وختونو کې به په بېلا بېلو تعلیمي ادارو کې دستورې
د بلوچستان د پښین په سرانانو پنډغالي کې د افغان کډوالو له زده کوونکو سره یوه ناحکومتي خیریه سازمان د کتابچو او بستو مرسته کړې. په دې کیمپ کې ۷،۰۰۰ هلکان او نجونه زده کړې کوي چې د ډېریو کورنۍ په بېوزلۍ کې ژوند کوي. تفصیل په ویډویي رپورټ کې.
د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه سیاستوال اسد خان اڅکزي مړی خاورو ته وسپارل شو. د فبرورۍ پر ۲۸مه د نوموړي جنازې ته د نورو ګوندونو سیاستوالان هم ورغلي ول. اڅکزی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې تښتول شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه یې له کوټې سره نېږدې مړی وموندل شو.
د فېبرورۍ پر ۱۶مه د بلوچستان پښين ضلعې انتخابي حلقه پي بي ۲۰ په ګډون د سیند صوبې پر دوو حلقو ضمني ټاکنې شوې دي. د غېر حتمي نتایجو له مخې د سیند حلقې پیپلز ګوند او د پښين حلقه د جمعیت علما اسلام غړي ګټلې ده.
په کراچۍ کې مېشت پښتانه د خپلو سيمو خوراکونه خوښوي او د دې لپاره دوی د بونېر یو اوسېدونکي رستورانونو ته ډېر ورځي. دا سړی امیرالرحمن نومېږي چې ډېره موده یې په رستورانونو کې مزدوري کړي خو اوس یې خپل هغه پرانیستي او لسګونو پښتنو ته یې کار روزګار برابر کړی.
د مطالعې او کتابتون پرمختګ په نوم د بلوچستان پښین سیمې اوسېدونکی محمد نبي د یادې سیمې په بېلا بېلو ښونځیو، جماعتونو، حمامونو او دیني مدرسو کې ۴۲ لوی او واړه کتابتونه جوړ کړي دي، په کتابتونونو جوړولو کې له خلکو مرسته اخلي او د خپل معاش یوه برخه په دې کار کې مصرفه وي، غواړي چې خلګ
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د جنورۍ پر اوومه هم پرلت ته دوام ورکړی. سلګونه مظاهره کوونکو د د جنورۍ شپږمې شپه هم تر اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې تېره کړه. دوی وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه خپل مړي نه ښخوي.
د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د مړو له ښخولو انکار کړی او سلګونه کسانو د جنورۍ پر پينځمه هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړ. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کان کیندونکي ووژل شول.
د ډېسېمبر پر ۲۱مه د کاناډا په ټوارنټو کې د بلوڅانو د حقونو فعالې، کریمې بلوڅ مړی وموندل شو. پولیسو ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو د نوموړې کورنۍ او فعالان وايي پولیس دې سمې څېړنې وکړي ځکه چې هغې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې او ګواښونه ورته کېدل. په دې ترځ کې په کراچۍ او بلوچستان کې هم مظاهرې
د ليکوال او سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزي ۴۷م تلین د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې لویې ولسي غونډې په کولو سره ولمانځل شو. اڅکزی په خان شهيد هم مشهوره وو. په دې غونډه کې د محمود خان اڅکزي په شمولو ځينو نورو سياستوالو او قومي مشرانو تقریرونه وکړل چې تفصيل یې د صمد شبنم په ويډيو رايور کې شته.
د پښتو ژبې شاعر او ليکوال عبدالقادر مجرم د پښو په ګوتو ۵۰ کتابونه کمپوز کړي دي. نوموړی د ليکوالۍ ترڅنګ د بلوچستان ايالت په قلعه سيف الله سيمه کې د خپل کلي ماشومانو ته په وړيا توګه زده کړې هم وړکړی. صمد شنبم د نوموړي د ژوند او کار په اړه ويډيويي راپور وړاندې کوي.
د کوټې اوسېدونکی روزي خان له تېرو نهو کلونو راهیسې د ګلانو کرلو کار کوي. دی په ژمي کې توخم کري، له یخه یې ساتي او په پسرلي کې یې چې بوټي ګلان وغوړوي نو په ښه بیه یې خرڅوي. دی وايي، د ګلانو کښت لپاره ځانګړې خاوره او سره کاروي. ویډیويي رپورټ.
په بلوچستان کې د نښې ويشتلو لوبه خپل مينه وال لري چې ځانګړي ټوپکونه کاروي. د دوی په وینا دا لوبه له پلرونو او نيکه ګانو په ميراث کې ورپاتې ده. د بلوچستان په پښین ضلع کې د نښې ويشتلو يوې سيالۍ په اړه د صمد شبنم وېډیویي راپور وګورئ.
په بلوچستان کې شاخوا ۱۴۰۰۰ معذوره کسان د ټولنيزي ښېګړي سرکاري ادارې سره ثبت دي، یادې ادارې ته د حکومت لخوا هغوی ته د اسانتیاو ورکولو او درملنې لپاره درې اربه روپۍ په څانګړي توګه د ۲۰۲۰ ز او ۲۱ز کال لپاره څانګړي سوي دي
نور وښیئ