صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان د کلا سېف الله سیمې څو ځوانان د ټولنیزو رسنیو لپاره داسې ویډیوګانې جوړوي چې ټولنه اصلاح ځینې واخلي. د دغو ځوانانو فېسبوک پاڼه لوی شمېر مینوال لري. دوی غواړي چې له ټولنې یې هغه ټولې ناوړه کړنې ورکې شي چې د ولس په تاوان تمامېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي راپور وګورئ.
د کوټې ۴۵ منیر احمد وايي، له پلاره یې انځورګري او مجسمه سازي زده کړې خو نور دا کار نشي کولای.
په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد جلسه په کوټه کې روانه ده او سیاستوالان ورته ویناګانې کوي. انتظامیې د امنیت په موخه په سیمه کې انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون خدمات بند کړي او زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي. اپوزیشن ګوندونو تر دې مخکې په کراچۍ او ګوجراوالې کې هم د حکومت ضد جلسې کړې دي.
د اکتوبر پر ۲۵مه، د پاکستان جمهوري غورځنګ اتحاديې لخوا په کوټه کې جلسې کولو تیاریاني روانې دي، زموږ همکار صمد شبنم د کوټې د ولس سره خبرې کړي دي چې هغوی د حکومت کارکردګۍ او د اپوزیشن دې جلسې ته په څه نظر ګوري؟ نور په دې ویډیو کې:
د اکتوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت د کوټې نهه کلنه فروا افروز کاکړه درپېژنو چې پر ټولنیزو شبکو پیغام لرونکې ویډیوګانې خپروي او غواړي د نورو ماشومانو لارښوونه وکړي. د نوموړې پلار وايي، هېڅکله یې د هغې لار یې نه ده ډب کړې او څه چې غواړي ورسره پکې مرسته
د بلوچستان په پښین کې کروندګر وايي، کله چې یې د انګورو بازار خراب شي نو ورڅخه ابجوشي جوړولو ته اړ شوي. دوی وايي، په سیمه کې یې بېلا بېل ډول انګور کېږي خو له ایتوو انګورو یې ابجوشي جوړوي. د کروندګرو په خبره، د ښه کیفیت یو من ابجوشي له شاوخوا ۱۸ څخه تر ۲۰،۰۰۰ روپیو پورې خرڅېږي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې ډېری خلک ډبرې تراشي او ورڅخه غمي جوړوي. دې ښار ته د بلوچستان په ګډون د سوات او افغانستان له غرونو ډبرې وروړل کېږي. د غمیو کاروباریان وايي، د تېرو لسیزو ناامنیو یې کاروبار خورا اغېزمن کړ. د غمیو جوړولو په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
نن [د سېپټېمبر پر ۲۳مه] د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې د لمانځلو پرېکړه په ۲۰۱۵ز کال کې د کوټې پښتو اکاډمي لخوا د وربلل شوي یوه نړیوال کنفرانس پر مهال وشوه. دا ورځ د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په بېلا بېلو ښارونو کې په ډول، اتڼونو او غونډو سره ولمانځل شوه چې پښتنو خپلې دوديزې
د بلوچستان په شمالي برخو کې کروندګرو په شنو خونو کې د بادرنګو کښت ته مخه کړې. دوی په صوبه کې د اوبو کمښت او وچکالۍ له وجې دې کار ته اړ شوي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د قطر په سرښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو ته خوشحاله دي. دوی وايي، که چېرې خبرې کامیابه شي نو به خپل هیواد ته ستنېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د بلوچستان په پښین کې وروستیو توپاني بادونو د مڼو باغونو ته لوی زیان رسولی. کروندګر وايي، دومره تاوان یې شوی دی چې اوس د باغونو خرڅ هم نشي زغملای.
د پاکستان حکومت (د هنرمند بلوچستان پروګرام) لارې د بلوچستان ټولنیزې ښېګړې په مرسته بې وزلو ځوانانو ته هنري زده کړې ورکوي.
د بلوچستان د پښین حمزه خان د ۱۱ میاشتو دی او په وروستیو کې ګوزڼ وهلی. کله به چې د پولیو واکسینې ډلې د حمزه خان کور ته ورغللې، نو کورنۍ به یې ورته له څاڅکو ورکولو انکار کاوه.
زیارت د بلوچستان د سیلګرۍ له مهمو ځایونو یو بلل کېږي. پوهان وايي، د دې سیمې د ځنګله اوبښتې له اووه څخه تر اته زره کلونو پورې عمر لري. خو د ځنګله ونې یوې ناروغۍ او اوږدمهاله وچکالۍ
۱۵ کلنه ملایکه زاهد ښايي په کوټه کې د سوک وهنې (باکسېنګ) يوازینۍ زده کوونکې وي چې په کور کې مشق او رده کړه کوي. نوموړې د پاکستان پر کچ يو شمېر جایزې هم ګټلي دي.
د بلوچستان زیارت ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي. خو سږکال د کورونا وایرس وبا خپرېدو له وجې خلک سیل ته نه دي ورغلي چې له وجې یې د سیمې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.
د بلوچستان زیارت (غوڅکۍ) سیمه کې د موسمي بدلون له کبله سږ کال د الوبالو (سرکۍ یا چېري هم بلل کېږي) پيدار کم شوی ځکه چې د تېر سپرلي کې ډېرو يخونو د ونو ګلان وهلي دي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د حکومت لخوا لګول شوي ټولبند له کبله په سلګونو رېستورانونه تړل شوي دي او یا یې کار اغېزمن شوی دی. د رېستورانونو ۸۰ سلنه کاروبار لوېدلی دی چې د مزدورانو مزدوري او د ځای کرایې نه شي پوره کولای. ډېری مزدوران یا خو پر کور بې کاره ناست دي یا د کور خرڅونو پوره کولو حیران دي. په د
د بلوچستان په پښین کې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ږلۍ د بېلا بېلو مېوو باغونو ته زیان رسولی او کروندګر وايي، د میاشتو، میاشتو خواري یې اوبو یووړه. دوی له حکومته د مالي مرستو غوښتونکي دي. د کروندګرو زیان او غوښتنې په اړه یې د کرنې ادارې ځواب په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان پښین ولسوالۍ ته د ورغلیو ملخانو هګیو بچي کړي دي او کروندګر وايي، باغونه او فصلونه یې له لوی ګواښ سره مخامخ دي.
نور وښیئ