صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
په دې اړه مو چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره تماس ونیوه نو هغه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.
په سرياب سړک د فبرورۍ پر ۲۰مه شوې دې مظاهره کې سياسي او مدني فعالانو د ماهل د خوشې کولو لپاره شعارونه ورکړل.
د وژل شوي خبریال کشر ورور اسفند يار وايي، د ورور مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې وه او پوليسو د هغه په وژنه کې تورن دوه کسان نیولي ول چې یوه پکې زنانه هم وه او یو بل تن بیا اشتهاري ګرځول شوی وو.
د بلوچستان په یخو سیمو کې خلک د ژمي له یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره غرنۍ مېوه شنې خوري.شنی په غره ییزو سیمو کې پیدا کېږي او ونې یې تر سلګونو کالو پورې مېوه ورکوي. د پشین د کرهنې اداره وایي چې د پخوا پرتله په پاکستان کې د شنو ونې پنځه فیصده پاتې دي او دوی یې د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي. .
په ګڼو پښتنو سيمو کې خلک د پسه د غوښې لاندی کوي. لومړی د پسه يا ګډ پر غوښې په ځانګړې طریقې مالګه اچول کېږي. بیا دا غوښه لمر ته د وچولو لپاره ږدي. دا وچه غوښه بیا د کال په اوږدو کې خلک پخولی او خوړلی شي. لاندی په يخو او یا هغو سیمو کې ډېر کېږي چې له بازاره ليرې وي. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.
عبدالقدوس بزنجو د جنورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې تور پورې کړی دی چې وفاقي حکومت هغې صوبې ته له اېن اېف سي څخه د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ اربه او د روان مالي کال (۲۰۲۲-۲۳ز) ۳۰ اربه روپۍ نه دي ورکړې.
مظاهرچیانو د لاریون پر مهال د ناامنۍ ضد نعرې وهلې او له حکومته یې غوښتل چې د پښتنو په سیمه کې دې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي، د باج غوښتو مخنیوی دې وکړي او کاروباریانو ته دې تحفظ ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده.
د مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.
افغان زده کوونکو د دیسمبر په ۲۴مه په کوټه کې مظاهره کړې. دوی په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو د طالبانو حکومت بندیز وغانده. دوی غوښتنه وکړه چې نړیوال دې طالبان مجبوره کړي چې د ښځو تعليم او کار ته اجازه ورکړي.
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د بلوچستان چاغي سیمې رېکوډېک نومې د سرو زرو او مسو د کان تړون د کاناډا له بیرک ګولډ کمپنۍ سره لاس لیک کړی چې له قامي اسمبلۍ د نوې قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته به یې د ټیکسونو اړوند اختیار د بلوچستان پر ځای له وفاقي حکومت سره وي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۶ مه د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنې لپاره مظاهرې کړي دي. د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې د احتجاجي جلسې پر مهال په وینا کې د سیند پیپلز ګوند باندې ږغ کړی چې د ۴۴۴ وژونکی (راو انوار) ازاد ګرځي خو علي وزیر تر اوسه بندي دی،
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې یو شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول. د کندهار يو اوسېدونکې محمد اصف شکوري په دې خاطر د پاکستان بلوچستان صوبې ته کډه شوی چې په خپلو لوڼو زدکړې وکړي.
د هرنايي انتظامي مشر سردار رفیق ترین د ډېسېمبر پر درېیمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، پېښه د شنبې (خالي) پر ورځ "سهار ۱۰ نیمې یا ۱۱ بجې شوې ده. شپږ کان کیندونکي د کار لپاره کان ته شوه (ښکته) شوي ول. په کان کې ګیس وو" چې پکې چاودنه وشوه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د انجونو د زده کړو لپاره دې ښوونځي پرانيزي.
نور وښیئ