صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر په دویمه په کوټه کې د خپل بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین په اړه یوه ولسي غونډه کړې. په غونډه کې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر په اړه ویلي، که نوموړی د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشې نه کړل شو نو جلسې او احتجاجونه به پیل کړي. ه
احتجاج تر هغې وروسته پیل شوی چې د بلوچستان حکومت د نومبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې پښین ضلع یې په دوو برخو وېشلې ده. د حکومتي اعلان له مخې، اوس به پښین یوه ضلع وي او دویمه هغه به کارېزات برښور نومېږي.
حاجي شفیق العالم معذوریار په ۱۹۵۸ز کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې زېږېدلی وو چې وروسته یې کورنۍ چمن ته کډه شوه او نوموړي خپل ټول ژوند په کوټه کې تېر کړ. نوموړی په درې کلنۍ کې د سترګو له دیده بې برخې شوی وو.
د بلوچستان په پښین سیمه نوي سرانانو افغان کډوالو پنډغالي کې مېشت کډوالو زده کونکوو د ښوونکو د ستاینې لپاره "سلام ټیچر" ورځ ولمانځله. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له کارکوونکې ادارې سره تړلي د "سوسایټي" په نوم يو غيرحکومتي سازمان د نومبر پر ۱۰مه د کډوالو یوه غوره ښوونکي ته مېډال ورکړ.
تازه پېښه د نومبر پر لومړۍ او دوې پېښې د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه شوې دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرون په کوټه کې د جمهوریت د شهیدانو ورځ ولمانځله. یاد ګوند هر کال د اکتوبر پر اوومه دا ورځ لمانځي چې په ترڅ کې یې دوی په ۱۹۸۳ ۱و ۱۹۹۱ کلونو کې د خپلو وژلو شویو ملګرو یاد تازه کوي. غونډې ته د وینا پر مهال د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي او نور کسانو ویناوې کړې دي.
په بلوچستان کې د اکتوبر له درېیمې څخه ماشومانو ته د معیادي تبې (ټايفایډ) واکسین ورکولو کیمپېن پیل شوی دی. د روغتيا صوبايي چارواکي وايي چې د روان کيمپېن پر مهال به له نهو میاشتو څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لرونکي تر ۱۷۰۰،۰۰۰ زیات ماشومان واکسین شي.
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې غونډې جوړې وې. په کوټه کې د پښتنو ملتپالو ګوندونو او ليکوالانو لخوا د ښار په بېلا بېلو برخو کې دودیز اتڼونه او د موسیقۍ پروګرامونه وشول. پر دې سربېره په پښتو اکاډمۍ کوټه کې انځوریز نندارتون هم جوړ شوی وو.
پښتنو ملتپاله ګوندونو او ډلو د سېپټېمبر پر ۲۳مه یوشمېر پروګرامونه جوړ کړي دي چې موخه یې د پښتنو د فرهنګ په اړه پوهاوی پیدا کول دي.
اخوا د بلوچستان د اعلاوزیر د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وايي، د ورکو بلوڅانو د کورنیو غوښتنې منل شوې دي.
د بلوچستان د پښتین په مندوزیو او شاوخوا سیمو کې د وسې او بیا وروسته د پشکال د ورښتونو له وجې سېلاوونو د مڼو باغونو ته لوی زیان اړولی دی. د پښین د کرنې اداره وايي، سېلاوونو کروندګرو ته د شاوخوا یو نیم اربه (مېلیارده) روپیو زیانونه ور په برخه کړي دي. ویډیويي رپورټ.
د جولای په ۲۳مه، په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له لوري د شاعر او فوکلوریسټ اروښاد پروفېسر ولي محمد سیال کاکړ یاد غونډې ته د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو په ګډون د خېبر پښتونخوا څخه هم لیکوالان او شاعران ورغلي او د نوموړي پر ژوند او ادبي خدماتو یې ګډون والو ته مقالې واورولې.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جولای پر ۱۷مه په کوټه کې یوه جرګه جوړه کړې وه چې ورته سیاستوالان او فعالان ورغلي ول. پي ټي اېم په جرګه کې غوښتنه وکړه چې په سیند کې دې د پښتنو حقونه خوندي شي او د بلوچستان په زیارت او هنه وړک کې دې د خلکو ځورونې ودرېږي. دا په داسې حال کې ده چې په حیدراباد کې د
د سيند پوليس وايي چې د جولای ۱۴مې مظاهرو او د خلکو مالونو ته د زيان رسولو په تړاو يې تر ۶۰ زيات کسان نيولي دي. اخوا په بلوچستان کې لېویز ځواک ویلي چې وسله والو په زیارت کې د پوځ یو کرنل تښتول او وژلي وو او په غبرګون کې یې چې دوی د لټون عملیات کول نو دوه مشکوک وسله وال یې ووژل.
د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې د وسې یا پشکال اورښتونو درانه زیانونه اړولي دي. د دې صوبې د پښین سيمې خلګ وایي چې د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې (پي ډي ایم اې) لخوا ډېرې لږې مرستې ورسره شوې چې د دوی اړتياوې نه شې پوره کولای. نور تفصیل د مشال راډیو خبریال صمد شبنم په ويډیویي راپور کې وګورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د جون پر ۲۱مه د پخواني سېنيټر عثمان کاکړ لومړی تلين ولمانځه. د ګوند مشرانو په کوټه کې د جلسې پر مهال يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې د عثمان کاکړ د مرګ پلټنو لپاره دې د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په مشرۍ يو کمېشن جوړ شي. نور حال په دې ويډيو کې.
عبدالله جان له شاوخوا ۳۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي. نوموړی وايي، د ژوند زیاتره برخه یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په مزدوریو او خوارۍ تېره کړه او هره ورځ دا هیله لري چې یوه ورځ به افغانستان ته ستون شي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ