شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د امریکایي سفیر په مشرۍ تللي پلاوي ته پولیس مشر د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې د بحالۍ ،د افسرانو لپاره د روزنیز پروګرام او د ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه مالومات ورکړل.
د مارچ پر دویمه نېټه په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې پروژه پرانیسته او و یې ویل چې ورڅخه به د خیبر پښتونخوا تر ۶۲،۰۰۰ پورې کورنۍ ګټه واخلي.
پخواني وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو بهیر پیل کړی وو او ویلي یې ول چې دې کار ته به د عامو انتخاباتو تر اعلان پورې دوام ورکوي.
تر عوامي نیشنل ګوند وړاندې په وفاقي حکومت کې شریکو یوشمېر لویو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې هم وار له مخه له هغو ټاکنو پرېکون کړی دی.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) په ۲۰۲۰ز کال کې پر اسماعیل، د هغه پر مېرمن او لور ګلالۍ اسماعیل له هېواد سره د غدارۍ، د هېواد پرضد د سازش، د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ په تورونو مقدمه دایره کړه وه چې اورېدنې یې له هغه وخت راهیسې روانې وې.
د فبرورۍ پر څلورمه د پېښور پرېس کلب مخې ته "پېښور ولسي پاڅون" د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی. په دې احتجاج کې د پښتنو د حقونو فعالان او د سياسي ګوندونو استازيو ګډون کړی. د مشال راډيو خبريال شبير احمد جان په ژوندۍ بڼه د دې احتجاج حال شريکوي.
د بد امنۍ سره په لاس او ګریوان صوبه خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د ولسي پاڅون په نامه په سوات، دیر، صوابۍ او نورو سیمو کې لاریونونه او مظاهرې شوې دي. خلک له حکومته غواړي چې د بدامنۍ، هدفي وژنو، د برمته نیونې او قلنګ غوښتو مخه دې ونیسي.
د چارسدې پولیسو مشر سهېل خالد د جنورۍ پر ۲۱مه رسنيو ته په لېږدولي ويډيو بیان کې ويلي چې موټرسايکل سپرو وسلوالو د شنبې یا خالي پر ماښام د زرداد ډېرۍ پر څوکۍ پر ولاړو پولیسو ډزې وکړي، يو یې وواژه او دوه یې زخميان کړل.
د خیبر پښتونخوا لپاره نومول شوی لنډمهاله اعلا وزیر اعظم خان د چارسدې اوسېدونکی دی. نوموړي د قانون په برخه کې لومړی له پېښوره او بیا لندن څخه اعلا زده کړې کړې دي.
د برید اووم تلین د جنورۍ پر ۲۰مه په یوه غونډه کې ولمانځل شو چې پکې د وژل شویو خپلوانو او د پوهنتون غړو او نورو یوشمېر کسانو ګډون کړی وو.
د "بېسک کميونټي سکولز" په نامه دا سکولونه شاوخوا دوه کله وړاندې له وفاق څخه خیبر پښتونخوا ته سپارل شوي وو او اوس یې چارې د غير رسمي سکولونو محکمې "ايليمنټري اينډ سکنډري ايجوکيشن فاونډيشن" په واک کې دي.
په دې ترڅ کې به تر ۶۵ لاکو زیاتو هغو ماشومانو تهد پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي ورکوي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.
د پاکستان حکومت د انرژۍ د بچ کولو په موخه پرېکړه کړې چې مارکیټونه او بازارونه به د شپې په اتو بجو او هوټلونه او دودونو سالونونه به د شپې په لسو بجو تړل کېږي.
د اوړو ملونو د اتحادیې مشر حاجي اقبال مشال راډيو ته وویل، خیبر پښتونخوا چې په یوه ورځ اوړو ته څومره ضرورت لري، حکومت هغه دوی ته نه ورکوي.
دې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې داسې دې نه کوي ځکه چې په دې سره دوی ته اصلي پېښو ته په رسېدو کې ستونزې پيدا کيږي.
نور وښیئ