شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان اقلیتونو د وزیراعظم شهباز شریف د دې څرګندونو هرکلی کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د سیک مذهب سره تړاو لرونکی سرنجیت کور وايي، د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونې ورته د منلو او قناعت وړ دي خو هغوی تمه لري چې دا خبرې عملي هم شي.
د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزير کامران بنګش د ډېسېمبر پر نهمه د دې ادارې تر پرانیستلو وروسته مشال راډیو ته وویل چې سیمه د سخت دریځي فکر او رویو له کبله ډېره اغېزمنه شوې ده.
په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.
انتخاباتي کمېشن په دې برخه کې د شناختي کارډونو او د وګړو د نوملیکنې له ملې ادارې یا نادرا په مرسته "په باجوړ، مومندو، اورکزیو، خیبر او کورمه کې سپېشل (ځانګړی) مهم (کیمپېن) پیل کړی دی. هلته د نادرا ګاډي کلي په کلي ګرځي او [هغه ښځې] چې شناختي کارډونه لري، ورته په کور کې شناختي کارډ جوړوي."
د ډېسېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام د صوبې په ۸ ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو وایرس ضد څاڅکو ورکولو پینځه ورځنۍ کيمپېن پیل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې او په ځانګړې توګه د وسله والو له خوا پر ولس او امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده.
دا بنديز په ۱۹۸۴ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرل ضياالحق لګولی وو چې په ۱۹۹۲ز کال کې ورته سپريم کورټ قانوني شکل ورکړ.
سواتي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده. دی د خپلو خبرو پر مهال په ژړا شو او و یې ویل چې د ویډیو په اړه جزییات ځکه نه شي په ډاګه کولای چې د "هېواد لوڼه یې خبرې اوري."
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل، د دې نرسانو تر ټولو لویه مسله د هاسټل کوټې د کرایې ده کومه چې د ده په وینا اوس هم کمه ده.
قاضي اطهر من الله د اکتوبر پر ۲۴مه د خان د نااهلۍ درخواست په اړه په اورېدنه کې وویل چې پر نوموړي په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ بندیز نه شته او هغه یوازې په قامي اسمبلۍ کې د خپلې اوسنۍ څوکۍ لپاره نااهله شوی دی.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.
انتخاباتي کمېشن په یو بیان کې ویلي، د رایې اچونې عمل د اکتوبر پر ۱۶مه سهار پر اتو بجو پیل شو او بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په سوات کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې او د نوموړي په وينا د دې ذمه وار په مرکز کې د ايتلافي ګوندونو حکومت او استخباراتي ادارې دي.
د خیبر پښتونخوا تاجران په اسلام اباد کې د خپلو درول شویو کنټېنرو ژر واپسي غواړي خو حکومت وايي چې د اسلام اباد اوسېدونکو د خوندي ساتلو لپاره یې دغه ګامونه پورته کړې دي.
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د پاکستان د ایین له مخې د سپریم کورټ د قاضیانو شمېره ۱۵ پکار وي خو دا مهال یوازې ۱۱ قاضیان کار کوي او نورې څوکۍ خالي دي.
د سېپټېمبر پر ۲۸مه غږیزه ټوټه تر هغې وروسته خپره شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه نورې غږیزې ټوټې خپرې شوې چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د وزیراعظم شهباز شریف، د مسلم لیګ (ن) سیاستوالان او حکومتي چارواکو خبرې دي.
تر دې وړاندې هغو ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې لږ تر لږه ۱۲ کاله ول.
د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې عمران خان د خپلې جلسې تر څنګ له سېلاب ځپلو سره د همدردۍ لپاره ليدل غوښتل خو مظاهره کوونکو ويلي چې د عمران خان دوره سیاسي ده ځکه چې په سیمه کې ضمني انتخابات کېدونکي دي.
نور وښیئ