ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا اعلان د بلوڅو د یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ د جنورۍ پر ۲۷مه، د جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنو پرضد په کوټه کې د هغې احتجاجي جلسې پر مهال کړی دی چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.
په کوټه کې د بلوڅ پرلتوالو هرکلي ته ګڼ خلک ورغلي ول چې ورته بلوڅې په وینا کې وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ښار په شاهواني لوبغالي کې جلسه کوي او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره به خپله راتلونکې تګلاره اعلانوي.
دی وايي چې هغوی د جنورۍ پر ۲۴مه د اواران په ساجدي بازار کې د موبایل ټېلېفون د یوې ستنې لګولو لپاره پر لاره ول چې له اوارانه اووه کېلومیټره لیرې د کېچ ضلعې د هوشاب په ډنډار سیمه کې ورک شول.
د بلوڅ ملتپال نیشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان او ایران ترمینځ پر وروستي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.
د ورکو کسانو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د جنورۍ پر اتمه سپریم کورټ ته وویل چې امنيتي ادارو ته یې امر کړی چې ۷۴۴ ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي خو هغوی یوازې ۵۲ کسان وړاندې کړي او پر ۶۹۲ حکمونو یې عمل نه دی کړی.
د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چمن کې د بې روزګاره شویو خلکو لپاره شپږ اربه روپۍ ځانګړی کړي دي.
بلوچ یکجهتي کمیټۍ ویلي دي چې په اسلام اباد کې د هغوی په ملګرو د پولیسو د تشدد او نیولو پر ضد د ډېسېمبر پر ۲۳مه په تربت کې بازارونه بند دي.
د مقدي یوه کاپي مشال راډیو ترلاسه کړې چې پکې د بالاچ بلوڅ په نامه د وژل شوي ځوان پلار مولا بخش ویلي چې ځوی یې سي ټي ډي پولیسو نیولی وو او بیا یې د درې نورو کسانو سره په جعلي مقابله کې وژلی دی.
هغه بنسټ د نومبر پر ۲۲مه په کوټه کې "په جمهوریت کې د واک لرونکو ښځو کردار" تر عنوان لاندې په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو څوکۍ دې تر ۳۳ سلنو لوړې شي.
د کروندګرو د ټولنې یو مخکښ مشر کاظم اڅکزي د نومبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بزګر او باغوانان به د کاربندیز پر مهال د بلوچستان لویې لارې تړي او د برېښنا بېلونه به هم نه پرې کوي.
مسلم ليګ نون د نومبر پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د بلوچستان د پخواني اعلا وزير جام کمال او يوشمېر پخوانيو وفاقي او صوبايي وزيرانو په ګډون شاوخوا ۵۰ سياستوالو په هغه ګوند کې د شموليت اعلان وکړ.
د کوټې د سېول روغتون چارواکي وايي چې د یاد روغتون یو کارکوونکي غفار اڅکزي د کراچۍ په یوه روغتون کې سا ورکړې ده. نوموړی د نومبر په نهمه نېټه د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوی وو.
د ګوند یو ویاند وايي، د کوټې پولیسو هغه تر هغې وروسته د جماعت اسلامي په دفتر کې نظربند کړ چې نوموړي د نومبر پر نهمه خبري غونډې ته وویل چې د جمعې پر ورځ د چمن د پرلتوالو ملاتړ ته ورځي.
محمود خان اڅکزي د نومبر پر شپږمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې روان احتجاجي پرلت ته په خپله وینا کې وویل، دا مهال چې په پاکستان کې له افغانانو سره کوم ناوړه چلند روان دی هغه دوی ته د منلو وړ نه دی.
په اېف ای ار کې ویل شوي چې د نومبر په څلورمه یې په کچلاخ کې د جلسې پر مهال دوی د بې اسناده افغان کډوالو په حق کې شعارونه ورکول او لویې لارې یې بندې کړې وې.
نور وښیئ