ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي.
چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
د یادې صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د نومبر په درېیمه مشال راډیو ته وویل، د صحت کارډونه خلکو ته دا سهولت ورکوي چې د کوټې په شمول د پاکستان په ۱۲۰۰ روغتونونو کې خپله وړیا درملنه وکړي.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یوه چارواکي ارشاد خان مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دويمه پر هغه لاره ۱۹،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
پرلتوال وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.
د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍیې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
پولیس وايي، د وژلو شویو مزدورانو تعلق د پنجاب صوبې سره دی او په دغو ډزو کې یو بل تن ژوبل شوی هم دی. د پولیسو په وینا د وژلو شویو کسانو جسدونه او په پېښه کې ژوبل شوی تن د تربت روغتون ته رسول شوي او د پېښې پلټنې روانې دي
دا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې روان دی او پکې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمنځ سامانونه لېږدول. دا ګنډېمار یا پانډیان دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي.
هغه ګوند پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۲۲مه د خپل مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د یوې "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ) پر ضد" کوي. هغه ګوند تور پورې کوي چې ریاستي ادارو د سیاسي مخالفینو ختمولو لپاره هغه ډله جوړه کړې ده خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.
د چمن د سوداګرو د ټولنې مرستيال مشر ولسيار اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې د خلکو د ژوند ټوله تکيه له سپين بولدک سره پر ازاد تجارت ده او دا چې د هغې پر وړاندې خنډونه ورته هېڅ د منلو نه دي.
دا معلومات چارواکو د بلوچستان اعلا وزیر ته په یوه غونډه کې ورکړل چې د اکتوبر پر اتمه نېټه په چمن کې شوې وه.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر څلورمه په بیان کې وویل چې د طالبانو یو حکومتي سرتېري د چارشنبې (شورو) پر مازیګر د "دوستۍ له وره" سره نېږدې "له پاکستانه افغانستان ته پر اوښتونکو پلي یا پیاده کسانو بې له پارونې، ناتاره ډزې وکړې" چې مرګژوبله یې واوړوله.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د تاڼې په جومات کې په درو جلا، جلا ځانمرګو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول. د روغتیا اداره وايي چې د مستونګ په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.
اڅکزي د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه و نه ویل خو رویټرز خبري اژانس د یو پولیس چارواکي منیر احمد په حواله ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال له "مدینه جومات" سره نېږدې چاودنه وکړه چې خلک د میلاد مراسمو ته ورغونډېدل.
په بلوچستان کې یوشمېر ملتپاله ګوندونو او د وکیلانو اتحادیو هم د سېپټېمبر پر ۲۲مه د کاسي د وژنې پرضد د عوامي نیشنل ګوند د احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.
د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي دي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فوټبال هغه ځايي لوبغاړي د سېپټېمبر پر نهمه په یو ګاډي کې له ډېره بګټۍ څخه د سېوۍ پر لوري د "ال پاکستان چیف منسټر ګولډ کپ" په نوم د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره روان ول چې وسلوالو وتښتول.
نور وښیئ