ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان د اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی چې ورڅخه یې ۵۱ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۱۱ د ښځو او درې د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.
د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.
په چمن کې ګڼو خلکو د ۲۰۲۳ز اکتوبر پر ۲۱مه تر هغې وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د پاکستان لنډمهالي حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر ۲۰مه رسنيو ته په لېږل شوی بيان کې زياته کړې چې هغه پرلتوال يې د فبرورۍ پر ۱۹مه د پاسپورټ دفتر تړلو په تور نيولي ول، خو نوموړي يې شمېر ياد نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
له هغو څلورو ګوندونو پرته هم په بلوچستان کې د انتخاباتي نتیجو بدلېدو پرضد تازه احتجاجونه شوي دي. د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو په چمن کې پرلت وهلی دی او د کوټې او چمن ترمینځ یې لویه لاره تړلې ده.
د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې په چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، چاودنې د دوو انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې شوې دي.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د ولس د سر ساتنه مهمه ده او په انتخاباتو کې امنیت ورکول د حکومت ذمه واري ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.
په کوټه کې د پاکستان د اورګاډو د ادارې چارواکو د فبرورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ جعفر ایکسپریس له کوټې پېښور ته روان شوی دی.
د انتخاباتو کمېشن دا خبره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته تکرار کړې ده چې د یادې ادارې د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې شوې غونډې د ملکي حالاتو جاج اخیستی دی.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې او په بیانونو کې یې د ۶۰ زیات سرتېرو د وژنې او د مچ ښار د کنټرول دعوه کړې ده.
د سېوۍ د پولیسو د مشر مرستیال عنایت بنګلزي پرون مشال راډیو ته وویل چې چاودنه پر جناح سړک له ډاکخانې سره نېږدې د هغه ګوند د غړو او پلویانو تر تېرېدو لږ ساعت وروسته وشوه.
د سېوۍ د پولیسو مرستیال مشر عمایت بنګلزي مشال راډیو ته وویل چې دا چاونه د جنورۍ پر ۳۰مه مازیګر مهال له هغه وروسته شوې چې د تحریک انصاف ګوند انتخابي جلوس د پېښې له ځایه تېر شوی وو.
د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۰ مه په اېکس پاڼه په خپل بيان کې ويلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په مچ سیمه کې د ترهګرو برید ناکامه کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده."موږ له ایرانیو چارواکو سره په تماس (رابطه) کې یو او د پېښې د سمدستي څېړلو او په دې ناوړه جرم کې د ښکېلو کسانو د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار کوو."
دا اعلان د بلوڅو د یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ د جنورۍ پر ۲۷مه، د جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنو پرضد په کوټه کې د هغې احتجاجي جلسې پر مهال کړی دی چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.
نور وښیئ