ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په کوټه کې د وکیلانو لاریون د های کورټ له ودانۍ څخه د بلوچستان اسمبلي مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره واويښت.
د عوامي نېشنل ګوند پر غوښتنه د اګست د اتمې نېټې د ځانوژونکي برید او حکومت په ضد نن د کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاترو برخو کې کاربندیز دی. د کاربندیز له امله ټول پلورنځايونه او بازارونه بند دي او پر سړکونو د ګاډو شمېر کم تر سترګو کيږي. په دې اړه د ايوب ترين
د بلوچستان بېلابېلو وکیلانو اتحادیو پرېکړه کړې ده چې دوی به د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې د اتم اګست د ځانمرګي برید په اړه د کېس دفاع کوي چې د اورېدو اعلان یې سپریم کورټ دوه اوونۍ مخکې کړی وو.
د سریاب پولیسو مشر عبدالله اپرېدي په وینا چې د نژدې شپږ کلوګرامه باروتو یو پټ کړل شوی بم په ریمورټ کنټرول الوځول شوی ته پټ کړل شوی وو.
د دوشنبې پر ورځ د افغانستان، ځېنو قبایلي سیمو او سعودي عرب په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده خو په پاکستان کې لوی اختر پر سېشنبه یا د نهې پر ورځ لمانځل کېږي. په بلوچستان کې هم اختر د سېپټېمبر پر ۱۳مه دی او ګڼ خلک د قربانۍ څارویو اخیستو ته منډیي ته ورغلي خو وايي، بیې یې لوړې دي. ویډیو.
په کوټه کې سوداګران وايي، د پاکستان حکومت ورته امر کړی چې له افغانستان سره ټولې کاروباري چارې دې د بانک له لارې کوي. دوی د یکشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر وخت مشال راډیو ته وویل، د دې امر له کبله دوی نشي کولای چې له افغانستان سره سوداګري وکړي ځکه چې هېڅ بانکي چینل وجود نه لري. تفصیل په رپورټ کې.
پاکستاني سوداګر وايي چې د خپل هيواد د يو نوي قانون له وجې يې د افغانستان او ايران سره تجارت بند شوی دی. د دغه کار له وجې له تېرو دوو ورځو راهيسې له پاکستانه يادو دوو ګاونډي هيوادونو ته مالونه نه دي تللي.
که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو بندېدو پس نن (پنجشنبه) بیرته خلاصه شوه خو د دغه بندیز له کبله د سلګونو غریبو او معذورانو خلکو روزګار هم سخت اغېزمن شوی وو. په هغوی کې یو ۴۵ کلن کلاخان دی چې په سترګو ړوند دی او د دولاسو په مزدورۍ خپلې کورنۍ ته ګوله ډوډ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو. د دغه لارې په بیا پرانستلو دواړو غاړو ته سوداګرو خوښې ښودلې چې د اګست میاشتې له اتلسمې (۱۸ ) نېټې راهیسې پاکستان سرکار تړلې وه. د چمن – سپین بولدک لار له تړل کېدو دواړو غاړ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو.
د چمن او سپين بولدک لار د ۱۴ ورځو تر بندېدو وروسته نن سهار پر ځايي وخت اووه بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه. د چمن اوسېدونکي وايي، د دواړو خواوو ولس د خوښۍ څرګندونه کوي او له داوړو خواوو د خلکو او کوچنيو او لويو ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی. د چارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د امنيتي
د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ له کبله د چمن او بولدک پوله نن( چارشنبه) په ۱۴مورځ هم تړل شوې ده. د دې لارې د بېرته پرانستلو لپاره د سنېشنبې په ورځ د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ څلورمه غونډه هم بې نتیجې پای ته ورسېده. افغان چارواکي وايي، دا پوله پاکستان تړلې
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پولې د بنديدو نن ديارلسمه ورخ ده چې له وجې يې د دواړو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې ورپېښې شوي دي. د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.
دبلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د زیارت په شپه د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د سیمې تحصیلدار نعیم ګچکي او دهغه شپږ ساتونکي وژل شوي دي. په پېښه کې څلور نور کسان زخمیان شوي هم دي چې د علاج لپاره کراچۍ ښار ته انتقال کړل شوي دي.
په کراچۍ کې د متحده قومي مومنت ګوند لخوا د دوشنبې په ورځ پر اې آر وای ټېلیویژن دفتر برید پر ضد د سېشنبې په ورځ د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د کوټې پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره وکړه، چې په کې ځینو سیاسي مشرانو هم کډون درلود. په دې اړه د ایوب ترین ویډیو
د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د پنجشنبې پر ورځ افغان مظاهره کوونکو پر دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه. له هغې ورځې راهیسې د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو غونډې کړې دي چې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
د شنبې پر ورځ په چمن کې سرحدي ځواکونو په یوه بیان کې وویل،په خبرو کې له افغانستانه ډګروال عبدالعلي او له پاکستانه کرنل جهانزېب برخه اخیستې. څو ورځې مخکې په سپین بولدک کې افغان مظاهره کوونکو د باب دوستۍ پر نوم پر وره کاڼي وورول او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه.
پوله تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې د پنج شنبې (زيارت) په ورځ د سپین بولدک له لوري ځينو کسانو پر ((باب دوستي)) لویه دروازه د ډبرو وارونه وکړل او د پاکستان بیرغ ته یې اور واچوی.
د اګست پر اتمه پر وکیلانو تر ځانمرګي برید وروسته د دوشنبې پر ورځ هم د کوټې په عدالتونو کې کاربندیز وو. د احتجاج له کبله په کچهرو (کچېرو) کې ګڼه ګوڼه کمه وه. د کوټې په سېول روغتون کې په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۷۳ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې قانون پوهان او وکیلان ول. نور په رپورټ کې.
د اګست پر اتمه پر وکیلانو تر ځانمرګي برید وروسته د دوشنبې پر ورځ هم د کوټې په عدالتونو کې کاربندیز وو. د احتجاج له کبله په کچهرو (کچېرو) کې ګڼه ګوڼه کمه وه. د کوټې په سېول روغتون کې په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۷۳ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې قانون پوهان او وکیلان ول. نور په ویډیو کې.
نور وښیئ