ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
محمود خان د ډان نیوز په نوم د یوه پاکستاني شخصي ټيلېوېژن کیمره چلوونکی وو چې د اګست پر اتمه، د کوټې پر روغتون په ځانمرګي برید کې ووژل شو. د نوموړي ورور مفتي روزي محمد وايي، له زده کړو سره یې مینه وه نو ځکه یې د لېسانس یا بیچلرز تر کچې زده کړې وکړې او ماسټري کول یې هم غوښتل. نور په ویډیو کې.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې له امنیتي ځواکونوسره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه سرحدي عسکر ټپیان شوي دي.
د بلوچستان مرکز کوټه کې پر زرغون سړک د زيارت/پنجشنبې سهار شاوخوا لس بجې د یوه جج پر کاروان د سړکغاړې چادونې د څلور پولیسوالو په ګډون ۱۴ تنه ژوبل کړي دي.
بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پر ضد مظاهره وکړه.
د سریاب تاڼې د پولیسو ویاند نذیر احمد د دوشنبې یا ګل پر ماسپښين وویل، پېښه پر سریاب سړک شوې. د ده په خبره، پر موټر سایکل سپرو وسله والو په رکشه پر ناستو دوو هزاره ګانو محمد نبي او غلام نبي ډزې وکړې او ویې وژل.
د کوټې اوسېدونکي وايي، په زیاتره سیمو کې د اوبو کموالي د دوی ژوند اغېزمن کړی دی. چارواکي وايي، د کوټې نفوس له ۲۵ لاکه زیات شوی دی خو یوازې پکې ۳۴۰ کوهیان دي چې د ښار اوسېدونکو ته د څښلو اوبه ورکوي. چارواکي وايي د اوبو بندوبست لپاره لویه پروژه پیلوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په کوټه کې کروندګرو لاریون کړی دی او وايي، شاوخوا یوه میاشت وشوه چې برېښنا نشته چې له کبله یې فصلونه او باغونه سوي دي. دوی د کوټې خبریالانو دفتر مخې ته په احتجاجي مظاهره کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې ورته برېښنا ورکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د هزاره ډېموکراټ ګوند ګڼو غړو او کورنیو یې د پاکستان د خیر ښېګڼې چارو اتل عبدالستار اېدي په مړینه د هغه په یاد شمې (شمعې) بلې کړې. د شنبې پر شپه په کوټه کې د شمو بلولو ته واړه ماشومان هم ورغلي ول. په دوی کې ځېنو کسانو په لاسونو کې لوحې یا بینرې نیولې وې. نور په دې ویډیو کې.
د اتوار ورځ په کوټه کې د تعلیم ودې لپاره یوې نادولتي ادارې الف اعلان له لوري [د بلوچستان بودیجه او تعلیم] تر عنوان لاندې یوه سېمنار وشو چې پکې په صوبه کې د تعلیم په اړه پر عامه ناآګاهي اندېښنه وښودل شوه.
د بلوچستان حکومت ویاند انوار الحق کاکړمشال راډیو ته وویل، په تېرو څو شپو کې چې د ترهګرۍ څومره هم پېښې شوې دي نو په هغوی کې ډېری موټرسایکل سورو کړې دي او تر برید وروسته تښتېدلي دي، نو ځکه صوبايي حکومت دغه بندیز ولګاوه.