ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
ویاند انوارالحق کاکړ مشال راډيو ته وویل، د خضدار په تحصیل سارونه کې پولیسو د ناڅرګند کسانو پرضد مقدمه هم درج کړې ده.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په ګوادر کې د بندر پرانیستو غونډې ته په وینا کې نواز شریف وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې ((د افغان وروڼو لپاره مرکزي لار)) پراخوي چې به ((له قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او چمنه تېرېږي.))
په وژل شويو او ټپيانو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې روغتونونو ته د رسولو لپاره يې د اېدي مرستندويې ادارې او حکومتي روغتونونو اېمبولانسونه د پېښې ځاى ته څو ساعته په ځنډ ور ورسېدل. د پېښې سيمه له کراچۍ ښاره د شاوخوا ۱۰۰ کيلوميټره په فاصله دى
په کوټه کې معلوماتو ته د ولس لاسرسۍ حق په اړه غونډه شوې چې ورته د بلوچستان حکومت ویاند سردار رضا محمد بړېڅي وویل پوره هڅه کوي چې خلک د حکومت کارونو په اړه له پوره معلوماتو خبر وي. ده وویل، له دې کار سره به د حکومت کار شفافیت په اړه ولس ته معلومات ورسېږي. تفصیل په دې رپورټ کې.
کراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ګډاني سمندر غاړې ته په ولاړه ناکاره بېړۍ کې د اور لګېدو له کبله د دغه بېړۍ کباړولو ۹ تنه مزدوران وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.
په کوټه کې د نفسیاتي ډاکټراتو په نړیوال کنفرنس کې د نفسیاتو ماهرانو وویل چې په سیمه کې د نا-امنۍ او بې روزګارۍ له وجې د ذهني ناروغانو په شمېر کې هرکال زیاتوالی راځي. که په پاکستان او افغانستان کې امنیت ټینګ شي او د خلکو اقتصادي وضع ښه شي نو امکان دی، چې د نفسیاتي ناروغانو کچه ټیټه شي. په دغه کنفر
په کوټه کې پر یوه کور د امنیتيو ځواکونو په یوه چاپه کې څلور وسله وال وژل شوي او درې پولیس سرتېري ژوبل دي.
مولانا عبدالواسیع وویل ، د اپوزېشن غړي په دې نتیجه رسېدلي دي چې دا یوازې د حکومت غفلت دی او دوی د دې برید پر ضد عدالت ته د تلو پرېکړه کړې ده.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، له بده مرغه په زیاترو پېښو کې پښتانه وژل کېږي. د دغه پېښو مخنیوي لپاره په ګډه سره هلوځلو ته اړتیا لیدل کېږي.
د بلوچستان خبریالانو د یکشنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي او د هغوی په کار کې دې خنډونه نه اچوي.
د عمومي احتساب کمېټۍ چیرمیېن مجید خان اڅکزي وویل چې په تېرو۱۷ کلونو یوازې د تعلیم او روغتیا په ادارو کې تر څلور سوه اربه روپيو زیاتې پیسې ورکې کړل شوې دي.
په بلوچستان کې د روغتیا او تعلیم په اړه د عمومي احتساب کمېټۍ (پبلیک اکاونټس کمېټۍ) چیېرمېن مجید خان اڅکزي ویلي دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په یادو دواړو محکمو کې نه یوازې په لویه کچه درغلي شوي ده بلکې په عملي توګه له ناکامۍ سره مخامخې دي. د نوموړي په وینا چې په صوبه کې ۵۰ زره مامورین داسې دي چې حکومت
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې له چین سره تاریخی دوستي په اقتصادي دوستۍ اوښتې ده.
د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.د سرحدي ځواکونو په وینا برید کونکي له بریده وروسته تښتیدلي دي، پولیسو د نامعلومو کسانو خلاف
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ایف سي ځواکونو مامورین وايي تېره شپه د پلټنو د عملیاتو پر مهال دوه وران کاري وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.
دبلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د فرنټیېر کور درې سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د بلوچستان په مچ سیمه کې له کوټې و راولپنډۍ ته پر تلونکې اورګاډي جعفر اېکسپرېس پرله پسې دوو بمي چاودنو پنځه سواریان (مساپر) وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي.
په کوټه کې پرون [ سېشنبه] وسله والو کسانو هزاره ټاون ته په لار د مسافرو یو موټر درولی او څلور هزاره ښځې یې وژلې دي. په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې هم ده.
د بلوچستان لومړي وزیر د بازي کاکړ قبېلې پر مزکو د نا قانونه قبضو جاج اخیستی او د نوموړې قبیلې مشرانو ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت به یې هېچا ته پر ولسي زمکو د قبضې کولو اجازه ورنه کړي.
د بلوچستان وکیلانو د اګست د اتمې ځانمرګي برید پر ضد د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې کړي دي.
نور وښیئ