ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د یادې ادارې مشر رازق فهیم وویل چې دا ګام یې د دې لپاره واخیست چې د پاکستان د نورو سیمو د نومیالیو ادیبانو ، شاعرانو او د بلوچستان د پېغلو او ځوانانو ترمنځ یو بحث ته زمینه برابره کړي.
په بلوچستان کې د اوبو زېرمو پوهان وايي، که بندونه جوړ نه شول نو دا خطر شته چې په راتلونکې کې به د څښلو موندل هم ګران شي. دا خبره دې پوهانو د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د چاپېریال یوې نړیوالې ادارې په غونډه کې وکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د کوټې په لوی روغتون کې د ۲۰۱۶ م کال په اتم اګست یوه ځانمرګي برید د ۵۶ وکیلانو او دوو (۲) خبریالانو په ګډون ۷۴ کسان وژ ل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات کسان چې په هغو کې هم ډېری وکیلان ول ژوبل شوي ول.
د بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې (بلوڅ لیبرېشن ارمي) ویاند دورستي د پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی دی او عرب شېخانو ته یې خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې دې له ښکارکولو لاس واخلي.
د بلوچستان په پښتو اکاډمۍ کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د مورنیو ژبو د اهمیت په موضوع یوه تقریري مقابله وشوه. ویناوالو په خپلو ویناوو کې وویل ماشومان که لومړنۍ زدکړې په مورنۍ ژبه کې وکړي نو د پرمختګ چانسونه یې زیات دي. ایوب ترین پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په کوټه کې د باکسنګ (سوکوهنې) د یو کلب روزونکی عطامحمدکاکړ وايي د محمد وسیم په نامه دده د یو شاګرد له نړیوالو بریاوو وروسته، د سوکوهنې لپاره د خلکو علاقه زیاته شوې ده. نوموړی وايي له محمد وسیم سربېره یې هم نور سوکوهونکي وخت په وخت روزلي دي. د مشال همکار ایوب ترین سره د خبرو پرمهال ښاغلي کاکړ ګیله وک
په پښتو کې د صاحبزاده صاحب کتاب ؛پښتانه شخصیات؛ نه یوازې زیات لوستل شوی دی بلکې د پښتنو مشرانو په اړه د مقالو دا کتاب داوخت د اېم اې پښتو د سلېبس برخه هم ده.
د بلوچستان په تربت ښار کې د یوه بلوڅ ملتپالي ګوند نېشنل پارټۍ پر دفتر د دوشنبې ورځ تر غرمې مخکې د ناڅرګندو کسانو په یوه لاسي-بم برید کې د دغه ګوند اووه کارکنان ټپیان شوي دي چې پکې دوه یې سخت ژوبل دي.
نن (دوشنبه) په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
په کوټه کې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له باران سره موسم سوړ شو خو ورسره سم د ښار خلکو د ماهیانو اخیستو او خوړلو ته مخه کړه. له دې سره د کبانو بیې هم څو چنده لوړې شوې. خو د یخ له راتګ سره کورونو ته ګیس کم شوی دی او خلک وايي، د دې له کبله له مشکل سره مخامخ دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
تر دې وړاندې د پېښور ، اسلام اباد ، لاهور او سیند های کورټ هم دې ته ورته امر کړی وو.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي د اګست په اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون او په څلورویشتم اکتوبر د کوټې پر روزنیز مرکز د بریدونو سرغنه یې له خپلو ملګرو سره یوځای په یوه نښته کې وژلي دي.
د کوټې سوکوهونکي محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د سیالۍ ګټلو وروسته کور ته ستون شوی دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ کوټې ته په رسېدو، د نوموړي ښه راغلاست ته ګڼ مینه وال، خپلوان او د کورنۍ غړي ولاړ ول. وسیم وايي، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې خو ده خپل زیار ته دوام ورکړ او سیالي یې وګټله. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن د معذورانو د نړيوالې ورځې په مناستب چارواکو د معيوبه خلکو د ژوند د ښه کولو وعدې او معيوبو کسانو د خپلو حقونو غوښتنې وکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي.
د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اڅکزي د غونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له افغانستان سره د روغې پرته نه پاکستان او نه دا سیمه د پرمختګ پر لور تللی شي.
عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ م د دسمبر په ۲مه نېټه د سپېدو په څلور بجې پر جمال الدین افغاني سړک په خپل کور کې د لاسیي بمونو په برید کې ووژل شو او په خپل پلرني ټاټوبي ګلستان عنایت الله کارېز کې خاورو ته وسپارل شو.
په کوټه کې سوک وهونکي باز محمد وسیم په جنوبي کوریا کې د فېلپين لوبغاړي ته په ماته ورکولو سره سیالي ګټلې ده. د وسیم کورنۍ د نوموړي په بریا خوشاله ده خو وايي، د پاکستان حکومت له هغه سره هېڅ مرسته نه ده کړې. تفصیل په دې رپورټ کې.
په کوټه کې د پاک – ترک ښوونځي استادانو لپاره د مخه ښې غونډه جوړه شوې وه چې ورته د شاګردانو میندې او پلرونه هم ورغلي ول. د غونډې پر وخت استادانو، شاګردانو او د هغوی والدینو ژړل او د ترک استادانو له هېواده د ایستلو پر پرېکړه یې انتقاد وکړ. ویډیويي رپورټ وګورئ.
پېښه د کوټې پر فاطمه جناح سړک داسې شوې چې لومړی وسله والو د ټریفېک پولیسو سرتېری په ډزو ژوبل کړ. تر دې وروسته چې د پېښې ځای ته سرحدي سرتېري ورسېدل نو وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او یو لاروی ژوبل شول.
نور وښیئ