ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان په مستونګ کې له عایشه جومات سره یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ګڼ ژوبل دي.
پاکستانيو او افغان چارواکیو پر ډیورنډ کرښه پرتو دوو کليولقمان او کلي جهانګیر کې د نقشو له لارې د پولې معلومولو کار سرته رسولی دی او خپل خپل راپورونه يې اسلام آباد او کابل ته استولي دي.
د چمن او سپین بولدک له دوو لانجمنو کلیو لقمان او جهانګیر پرته په عبدالله کلا او چمن ضلعو کې د سرشمېرنې بهیر بیا پیل شوی دی او په هغه سیمه کې د کرښې (پولې) معلومولو لپاره د پاکستان او افغانستان جیولوژیکي ډلو سروې په دویمه ورځ هم دوام لري.
تر نښتې وروسته پاکستان پوځ د چمن ټرانزیټي لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې چې نن دا دی څلورمه ورځ ده.
د خالي په ورځ، په کوټه کې د مدني ټولنو غړو او بشري حقونو فعالانو د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې وژل شوي زده کوونکي، مشال خان وژونکو ته دې سخته سزا ورکړي. مشال خال لنډه موده وړاندې د خپلو پوهنتونوالو له خوا مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شو. پوليس چارواکو وي
د صوابۍ د مشال خان پر وژنه د کوټې مدني ټولنې هم غږ پورته کړی او د پریس کلب مخې ته یې د یوې مظاهرې په ترڅ کې، په دې پېښه خپګان ښکاره کړی او له حکومته یې غوښتي چې حمله کونکیو ته دې سخته سزا ورکړي. نور د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې.
د بلوچستان نیشنل ګوند غوښتنه کړې چې په تعلیمي ادارو کې دې بې له وړتیا لیدو استادان نه ګمارل کېږي. د دې ګوند مشرانو او غړو د چارشنبې (شورو) پر ورځ د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
څو ورځې مخکې د بلوچستان تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې هېچا ته د میرټ یا وړتیاو له اصوله د سرغړونې اجازه نه ورکوي او هر زده کوونکي ته هرو مرو په تعلیمي ادارو کې داخله ورکوي او ګمارنې هم د میرټ پر بنسټ کېږي.
د بلوچستان ځوانو ډاکترانو ټولنه وايي، پر حکومتي اعلان سربېره ډاکترانو ته دندې نه دي ورکړل شوې. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د ۹۰۰ ډاکترانو د ګمارلو لپاره په بودیجه کې پیسې هم ايښې وې خو دا کار یې ونکړ. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په لاهور او سېوڼ کې تر ځانمرګیو بریدونو وروسته د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان په پښین، عبدالله کلا، چاغي او خاران کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټ لړۍ بند کړله
په بلوچستان کې د ډېموکراسۍ لپاره د قربانیو ورکووونکو په یاد غونډه شوې ده. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې پر دې موضوع یو شمېر پوهانو او سیاستوالانو ویناګانې وکړې. دوی وویل، سیاسي فعالانو او ځوانانو د مساوي حقونو، بشري حقونو او جمهوریت لپاره سختۍ ګاللې دي او ان مړه شوي دي، نو ځکه باید هېر نشي.
د تورخم دروازه پوره ۳۴ ورځې پس د نوي کال په ګهیځ شپږنيمې بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
د بلوچستان په کوټه ښار کې پرون سياسي ګوندونو او فعالانو د لوړو زدکړو د صوبايي سکرتر د تښتوني پرضد مظاهره کړي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، ګوادر د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ دروازه ده چې له جوړېدو سره به یې د بلوچستان صوبې برخلیک واړوي.
د شماریاتو اداره وايي، د لومړۍ مرحلې په لومړیو درو ورځو کې به د کور شمېرنه کوي او تر هغه وروسته به یې د وګړیو شمېرنه کوي. دویم پړاو به د اپريل په ۲۵مه نېټه پیلېږي چې پکې به د سیند او پنجاب صوبو په ۲۱، ۲۱ ضلعو کې د سرشمېرنې عمل ترسره کېږي او هم دا شان د خېبر پښتونخوا ۱۲ د بلوچستان ۱۷، د وفاقي سرښار
ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د ځپل شوې کورنۍ تعلق له افغانستان سره دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولیم برکت د یوپرېکړه لیک له لارې وویل چې د پاکستان په اساسی قانون کې پر لږکیو باندې د هېڅ ډول کارکولو بندیز نشته خو اقلیتونو ته پر ټاکلې ونډه عمل نه کېږي چې له وجې یې په لږکیانو کې محرومي زیاته شوې ده.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.
دیادوني وړده چې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د بلوچستان په مدرسو کي په زرګونه افغان طالبان دیني زدګړې کوي.
د خیر ښېګڼې او خدماتو یوه ټولنه وايي، په بلوچستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ښه کار کوي. د روټري کلب مشر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې سفر پر وخت وویل، دا ښځې د پولیو په مخنیوي کې ښه کار کوي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم شته. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ