د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر چمن - بولدک د کرښې جوتولو کار بشپړ شو


پاکستانيو او افغان چارواکیو پر ډیورنډ کرښه پرتو دوو کليولقمان او کلي جهانګیر کې د نقشو له لارې د پولې معلومولو کار سرته رسولی دی او خپل خپل راپورونه يې اسلام آباد او کابل ته استولي دي.

په چمن ښارګوټي کې د ځايي چارواکیو په وینا چې اوس به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پرانستلو پرېکړه کابل او اسلام آباد په ګډه کوي.

د چمن او سپین بولدک ترمنځ سرحدي پوله په شپږمه ورځ هم تړلې وه چې له امله یې نه یوازې د خلګو تګ راتګ بند وو بلکې د افغانستان ټرانزیټ تجارت لاندې په مالونه بار لسګونه لارۍ او کنټېنران د پولې دواړو غاړو ته ولاړ پاته دي.

تېره اونۍ د چمن - سپین بولدک ښارګوټیو ترمنځ پرتو کليو لقمان او جهانګیر کې پر سرحدي پوله د پاکستان او افغانستان د سرحدي عسکرو ترمنځ هله نښته وشوه چې پاکستاني لوري په سیمه کې سرشمېرنې کوله. د جمعې ورځې په هغه پېښه کې له دواړو غاړو ۱۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي ول.

که څه هم چمن – بولدک پوله د هرډول تګ راتګ لپاره تړل شوې خو د پاکستان پلټنې فېډرل ادارې (اېف آی اې) د سېشنبې ورځ د انساني خواخوږۍ پر بنسټ تر ۲۰ زیاتناروغه افغانان خپل هېواد ته پرېښودل.د علاج لپاره پاکستان ته ورغلي دغه ناروغان چې سپین ږیري او ماشومان هم پکې ول د پولې بندېدو له امله خپل هېواد ته نه شوای تلای.

د دې ترڅنګله پاکستانه د بلوچستان له لارې و افغانستان ته د ستنېدونکیو کډوالو لړۍ هم تر اغېز لاندې راغلې ده.

په کوټه کې د یو اېن اېچ سي ار له لوری ویل شوي دي چې له بلوچستانه د اپرېل په درېیمه نېټه د افغان کډوالو و خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې وه او تر اوسه اووه سوه دريشپېته کورنۍ افغانستان ته لېږدول شوې دي. خو د مې له پنځمې نېټې دغه لړۍ بیا وشلېدله.

بلخوا په چمن او جوختو سیمو کې د امنیت له ښه کېدو سره ډېری کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

بلخوا په پاکستان کې د قدرتي ناروینونو سمبالولو ادارې (پي ډي اېم اې) د بلوچستان څانګې مشر جنرل محمد طارق په چمن کې هغه کېمپ ته ورغلی چې هلته له دا وروستۍ پېښې اغېزمن شوي دي.

په چمن کې د ځايي خبریال نور زمان اڅکزي په وینا چې اغېزمنو خلګو د جنرل طارق ته شکایت کړي چې دوی ته پي ډي اېم اې له خوا چې کوم خواړه ورکول کېږي هغه یو کال زاړه او ناقصه دي خو نوموړي اغېزمنو خلکو ته تسلي ورکړې چې دغه ستونځه به ډېر ژر هواره شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG