ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاج ختم کړی دی او په سرکاري روغتونونو کې یې کار پیل کړی دی.
د بلوچستان د مرکز کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل نن [د جنورۍ پر۳۰مه] سهار ۴۸ ورځې وروسته خپل کورته رسېدلی دی. د مشال راډيو خبریال وايي چې برمته ګرو د ډاکټر ابراهیم خلیل له کورنۍ پنځه کروړه روپۍ اخیستې دي او دیې د سیند صوبې له صنعتي ښار کراچۍ څخه خوشې کړی دی.په دې اړه دا ویډيويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پروني برید پرضد نن په لورالايي او کلاسېف الله کې کاربندیز او احتجاج شوی دی.
ماما قدیر بلوڅ وايي، اعلا وزیر ورسره ژمنه وکړه خو دوی خبر تر لاسه کړ چې د جنورۍ پر ۱۶مه هم امنیتي سرتېرو د تربت له دازن کلي څخه ۱۰ کسان له ځانه سره وړي دي.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي.
د بلوچستان د ډاکترانو څلورو ټولنو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د خپل ملګري ډاکتر ابراهیم خلیل د تښتونې ضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی. د کوټې روغتونونو ته ورغلي ناروغان او خپلوان یې وايي، د ډاکترانو هړتال ورته ستونزې پیدا کړې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي دي چې حکومت به د بریدګرو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.
د بلوچستان د لورالايي په څماولنګ سیمه کې د سکرو په کان کې د چاودنې په چاودنه کې درې کان کنونکي وژل شوي
د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر نصیب الله مري وویل چي په ټوله صوبه کې په ماشومانو کې د خوراک د کمي پوره کولو لپاره په بېړنۍ توګه کارپېل شوی دی.
د بلوچستان اسمبلۍ غوښتنه کړې چې د چين پاکستان اقصادي راهداري پروژې په اړه دې یو قومي کمېشن جوړ شي چې د صوبو حق په ډاګه کړي.
حکومت پرېکړه کړې چې سمدستي به ۵۰ کروړه روپۍ د اغېزمنو سیمو انتظامي مشرانو ته ورکړي چې له ځپل شویو سره مرسته وکړي.
د بلوچستان ډاکټرانو د دسمبر پر ۱۸مه د کوټې په ګډون د صوبې د زياتره لویو ښارونو په روغتونونو کې ډاکټرانو کاربنديز کړی دی.
سردار اعظم موساخېل په ۲۰۱۵م کال کې د سېنېټ غړی ټاکل شوی و. تر دې وړاندې نوموړی د ۲۰۰۲م کال په عامو ټاکنو کې د لورالايي موساخېل پر صوبايي څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب شوی و.
د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو پر حکومت غږ کړی چې لکه څرنګه یې د هند سره د اړيکو ښه کولو په کوښښ کې په پنجاب کې د کرتارپور لار پرانيسته، همدغسې دې افغانستان سره هم وکړي. نوموړي پرون په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان دې د افغانستان امن لپاره خپل کردار ولوبوي.
په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ولسمشر او په جګړه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې کښېني. نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۵م تلین غونډې ته وینا کوله چې پکې یې په پاکستان کې هم د پښتنو د مساوي حقونو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
اڅکزي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او ناامنیو کې پښتانه تر ټولو زیات ځپل شوي دي. نوموړي د بلوچستان په چمن، کلا سیف الله او پښین کې د ناامنیو وروستۍ پېښې وغندلې
په کوټه کې یوه سړي په خپل مټ یو ژوبڼ جوړ کړی چې پکې یې بېلا بېل ځناور او مارغان ساتلي دي.
د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې په چمن ښارګوټي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غوښتنه نن په بشپړه توګه هړتال او کاربندیزدی. ټوله دکانونه اوکارباري مرکزونه بند دي او پر سړکانو ګاډي هم لږ ترسترګو کېږي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې په یوه جوماتکې د ماښاملمانځه مهال له یوې بمي چاودنې د ملا امام په ګډون۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
نور وښیئ