ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پولیو ناروغۍ پرضدماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاین د اپرېل پر ۲۶مه بیرته پیل شو.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو دا یو ترهګر برید بللی او د وزیراعلا جام کمال ویلي دي چې پر ښځو برید د اسلامي او قبایلي روایاتو خلاف کار دی.
په کوټه کې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه وشوه چې په کې د ګډونوالو وینا وه چې کتاب د امن او خوشحالۍ پوهه ورکوي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان د بلوڅ مېشته سیمې د نصیر اباد په ډېره مراد جمالي کې د ۲۲م اپرېل په شپه چاودنې ۱۰ تنه ټپي کړي دي.
د هزاره ګانو مشران وايي، حکومت تر دې مخکې هم د امنیت ژمنې کړې دي خو په پوره کولو کې یې پاتې راغلی.
د بلوچستان په مکران سيمه کې پر کوسټل های وې ناڅرګندو وسله والو ۱۴ کسان د سورليو له بسه راښکته کړي او وژلي دي.
په بلوچستان صوبه کې د بد امنیو د پرله پسې دوو پېښو وروسته په چمن کې مظاهره شوې او په کوټه کې هزاره ګانو په درېمه ورځ هم پرلت غځولی دی.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د اپریل د ۱۲مې پر ماښام، په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان مرکز کوټې په هزار ګنجي سیمه کې نن سهار په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۸ ژوبل دي.
په کوټه کې د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مرستیال مشر لیاقت علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل،د ژوند ژغوروونکي ضروري درمل له حده زیات ګران شوي، د غریبانو وسه نه کېږي چې وایې خلي. خلک در په در شول، د علاج وس یې نشته.
د بلوچستان په زیاترو روغتونونو کې د دوایانو د نیشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد د پېښو پرضد د اپرېل پر شپږمه هم د کوټې په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونو کې کاربندیز شوی دی.
د احتجاجیانو وینا وه چې دغه شوکماري تر یوه پلان لاندې شوې ځکه چې له غلو سره درنه وسله او موټران هم ول او دوی په یوه ګنټه کې دننه دوکانونه مات کړي او تللي دي.
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد نن چارشنبه پر درېمه ورځ هم کاربندیز دی. پر دې مهال ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه بند دي.
د بلوچستان د نصیر اباد ضلعې په ډېره مراد جمالي سیمه کې د مارچ پر ۱۷مه د اورګاډي پر پټلۍ د چاودنې له کبله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د افغانانو د کورنیو اقتصاد ښه کولو په موخه د هغوی ښځو لپاره د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې روزنیز مرکزونه پرانیستي چې پکې هغوی بېلا بېل کسبونه زده کوي
د مرکز کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاتره برخو کې د بارانونو او واورې له کبله سېلاوونه راغلي چې په بېلا بېلو سیمو کې یې سړکونه او پلونه وړي او کروندو ته یې
د کراچۍ په یو هوټل کي د زهرجن خوراک له امله د بلوچستان د پښتنې سیمې خانوزۍ د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي دي. په مړو شویو کې ۵ ماشومان دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې په دا وروستيو کې د شترمرغ د غوښو قصابه خلاصه شوې چې خلک په شوق ورځي. ځايي ولس مخکې د شتر مرغ نوم اورېدلی و خو اوس يې نه يوازې ليدلای شي بلکې غوښه يې هم خوړلای شي. نور حال د ایوب ترین په ویډیوي راپورکې واورئ.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پر ضد پرچه (اېف ای ار) لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې.
په بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاج ختم کړی دی او په سرکاري روغتونونو کې یې کار پیل کړی دی. دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان حکومت اعلان وکړ چې په صوبه کې به د ډاکټرانو د حفاظت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ