ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان په سرښار کوټه کې د مارچ پر ۱۵مه د سرکاري ملازمينو د احتجاج پر مهال پوليسو پر هغوی اوښکې بهېوونکی ګېس کارولی او هغوی يې وهلي دي. احتجاج کوونکو د حکومت لخوا په تنخاګانو کې د اعلان شوې اضافې د عملي کولو غوښتنه کوله۔ نور حال د مشال راډيو خبريال ايوب ترين په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بزکشۍ سیالۍ شوې چې ورته د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. د مارچ پر ۱۲مه د شوې سیالۍ برخوالو مشال راډيو ته وویل چې دا لوبه خطرناکه ده خو د شوق له وجې یې کوي. بزکشي د افغانستان ملي او د منځنۍ اسیا دودیزه لوبه ده. د سیالۍ منتظم وویل، غواړي چې دا لوبه په پاکستان کې هم دود کړي.
د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې ده. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي.
تر پېښې وروسته د کوټې د پولیسو یوه مشر سید فدا حسن شاه خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر درېيمه ماښام اوه بجې له کندهاري بازار سره نېږدې پر فاطمه جناح سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.
اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر پوله نه یوازې تجارت بیا ه پیل شوې دي بلکې د اتوار له ورځې څخه عام ولس ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول شوې ده.
په چمن کې انتظامي چارواکو او د سرحدي ځواک سرتېرو د طالبانو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي او د تاوتریخوالي پېښه یې هم نه ده تایید کړې.
د ژوب انتظامي مشر رمضان پال د چارشنبې (شورو) پر ورځ مشال راډيو ته وویل، پېښه د فبرورۍ پر ۲۲مه شپې مهال د ښار په شهابزي کلي کې شوې ده.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چي شپږ تنه یې په ټپي حالت کې را ایستلي او په کوټه کې یې روغتون ته وړي دي.
دا چاودنه د جنورۍ پر ۲۸مه، د کوټې نه ۳۶۰ کلومیټره لرې ختیځ لور ته د بلوچستان په ډیره بګټي سيمه کې شوې ده. په وژل شویو کې دوه لیویز او دوه د امن ځواک غړي شامل دي.
د چمن ضلعې مرستیال کمشنر جمه داد خان دا یو ترهګر بريد بللی او په وینا یې چې په پېښه کې د ککړو وسله والو د نيولو لپاره یې عمليات پیل کړي دي.
د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساني وویل چې یوڅوک مړ شي نو خلک فاتحه ته ورځي خو چې یوڅوک لادرکه شي نو بیا به خلک څه کوي؟
هلته تللي ډېری سېلانیان د ځايي خلکو له مېلمه پالنې خوشاله دي.
بلخوا د ډاکټرانو اتحادیې پرېکړه کړې چې د جنورۍ له ۱۳مې د صوبې په ټولې سرکاري روغتونونو کې د ایمرجنسي خدمتونه پرانېزي خو (او پي ډي ایز) به لا تړلې وي.
نور وښیئ