ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
فضل الرحمان دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بلوچستان د دوو ورځو پر دوره کوټې ښار ته تر رارسېدو وروسته د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم خان ریساني سره تر لیدو ورسته خبریالانو ته وکړه.
لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو. هلته د مظاهرې ځینو مشرانو ویناوې وکړې. هغوی وویل، ترڅو چې یې حقونه منل شوي نه وي، تر هغې به دوی خپلې هلې ځلې روانې ساتي.
نوموړی له مودې راهیسې د سږي کینسر په ناروغي اخته وو او په دې وروستیو ورځو کې د یخني له امله یې ځکر خراب شوی وو.
ډاکټران وايي چې ترڅو یې حکومت ګرفتار ۱۵ ډاکتران او څلور روغتیايي کارکنان له زندانه ورخوشې نه کړي ترهغو به پراحتجاج وي. ډاکټران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نیول شوي ول.
د دې عدالتي پرېکړې خلاف بیا د ځوان ډاکټرانو اتحاديې د کوټې په لوی سرکاري روغتون (سېول هسپتال) کې کاربندیز پیل کړی دی او د ناروغانو کتنځایونه (او پي ډیز) یې بند کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه.
دا خبره د احتجاج کوونکو زده کوونکو مشرتابه د نومبر پر ۲۶مه له صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره په کوټه کې خبرې غونډې ته کړې ده.
د نواب اسلم ریساڼي پرغوښتنه د اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو په ګډون ټول حکومتي او د حزب اختلاف غړي له خپلو څوکیو راولاړ شول او په یوه خوله یې په صوبه کې د خلکو جبري ورکولو پېښې وغندلې.
د بلوچستان پوهنتون انتظامي چارواکو د نومبر پر ۲۰ مه له احتجاج کوونکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې لادرکه زده کوونکي سهل بلوڅ او فصیع بلوڅ به ډېر ژر خوشي کړل شي.
د صوبې له مرکزي ښار کوټې څخه ۱۷۰ کلو میټره لرې په شمال ختیځ کې د پرتې هرنايي ضلعې مرستیال کمیشنر سهیل انور هاشمي مشال راډيو ته د دې پېښې پخلی کړی دی.
د بلوچستان پوهنتون کوټې څخه د دوو زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد د پوهنتون زده کوونکو بیا په احتجاج لاس پورې کړی او د زده کړو لړۍ درېدلې ده. دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله د ورکو دوو زده کوونکيو سهیل بلوڅ او فصیح بلوڅ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ور
دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دوه زده کوونکي سهیل بلوچ او فصیح بلوچ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.
د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشرانو د ګرانۍ پرضد د نومبر پر ۱۷مه په کوټه کې جلسه وکړه. دوی د عمران خان په مشرۍ حکومت باندې تور پورې کړ چې د اقتصادي تګلارو له کبله يې خلک د ورځنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې.
د پي ډي اېم جلسې ته مولانا فضل الرحمان وویل چې دوی دغه ملک او ادارې چلول غواړي نو پکار ده چې ادارې هم په خپل ایني حدود کې دننه کار وکړي.
های کورټ نن (نومبر ۵) د صوبې په سرکاري هسپتالونو کې د ځوانانو ډاکټرانو د هړتال او د او پي ډي د سهولت د تړلو په اړه د یوې مقدمې اورېدنه کړی ده.
په چمن کې د ځايي چارواکو په وینا پوله به هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه بیا د مازیګر تر څلورو بجو د پلي/پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي او دغه ډول به د تجارت په خاطر پوله د سهار له اتو څخه بیا د مازیګر تر شپږو بجو پوري خلاصه وي.
د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي وویل د اوسنی حکومت د غلطې تګلارې له امله ملک له ډېرو خطرناکو حالاتو سره مخامخ شوی دی. په ملک کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده.
نور وښیئ