ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو پر پېښه د خپګان تر څنګ هیله ښوولې چې د پاکستان وفاقي حکومت به دا مسله په سفارتي کچه د طالبانو له حکومت سره شریکه کړي.
په بلوچستان کې د بلدیاتی انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۹ مه ترسره شوی وو. هغه وخت د صوبې په ۳۲ ضلعو کې رایې اچول شوې وې.
د کوټې د پولیسو مرستيال مشر غلام اظفر مهیسر تر پېښې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، د پولیسو د ځواک هغه ګاډی په نښه شوی چې د پولیو يا ګوزڼ د روان کيمپېن د امنیت ساتلو لپاره یې سرتېري لېږدول.
د محمود خان اڅکزي له خوا د یاد ګوند د مرکزي کمېټۍ د ایستل شویو غړيو شمېره ۳۹ ده چې مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت پکې وار له مخه ایستل شوي ول. په نویو ایستل شویو غړيو کې محمد عیسا روښان، یوسف خان کاکړ او نصرالله خان زېری هم شامل دي.
په ټولنیزو رسنيو کې ځينو خلکو ليکلي چې پاکستان د چمن - سپين بولدک لارې د طالبانو لخوا د بریدګر تر سپارلو وروسته خوشې کړې ده خو طالب چارواکي دا نه مني.
ګوښه شوي سیاستوال خورشید علي خان، چې د خورشید کاکاجي په نوم مشهور دی، د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی د اېستلو لپاره پورته شوی ګام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ایین کې نه شته او دوی یې غندي.
د چمن يو ځايي سوداګر نيک محمد د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د لارې بندېدو په نتيجه کې دواړو خواوو ته سلګونه ځايي کاروباريانې بېروزګاره شوي دي. "دلته به هره ورځ خلکو تجارت کاوه او يوې او بلې غاړې ته به يې مالونه وړل خو اوس بېکاره ناست دي او د د ماخستن ډوډۍ نه لري. "
د طالبانو او پاکستان حکومتونو تر اوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. اوسمهال ډزې درېدلي دي خو لاره د هر قسم تګ راتګ لپاره بنده شوې ده. په چمن کې د پاکستان سرحدي انتظامیې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې تر هغو چې طالبانو ډزې کوونکی کس نه وي نیولی یا یې دوی ته نه وي سپارلی، لار نه پرانیزي.
د سويي سدرن ګیس کمپنۍ په نوم د صوبې د ګیس د لېږد ادارې يو چارواکي عزیز خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې کوښښ کوي هغه مسله ژر هواره کړي او ټولو سيمو ته د خلکو د ضرورت مطابق پوره ګیس ورکړي.
د ځايي خلکو او ليويز ځواک په وینا، د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه څلور ځوانان د بوري کورهارډ بند ته په مېله تللي ول چې هلته ورباندې نامعلومو کسانو برید وکړ چې پکې زده کوونکی اسرار احمد ووژل شول او د هغه درې ملګري ژوبل شول.
پرون (د اکتوبر پر ۱۴ مه) د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس محمد نور مُسکانزی په خپله سيمه خاران کې وسله والو په ډزو وژلی دی. پېښه هغه وخت وشوه چې کله نوموړی خپل کور ته څېرمه په يو جومات کې د ماخستن پر لمونځ ولاړ وو. په دې حمله کې يو تن ژوبل شوی هم دی.
ترین د اکتوبر پر پینځمه د لانګو په استازیتوب مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بابړ کورنۍ ته ۱۵ لکه روپۍ او د مظاهرې پر مهال ژوبلو شویو ته پینځه، پینځه لکه روپۍ ورکړې دي او د هغې پېښې مقدمه یې هم دایره کړې ده.
پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کميسيون جوړ کړل شي، د خوست په ګډون دې د هرنايي له نورو سيمو څخه امنيتي ځواکونه و ایستل شي، د ضلعې واک دې انتظامي چارواکو ته وسپارل شي او خالقداد بابر دې په سرکاري توګه شهيد ومنل شي او د هغه کورنۍ ته دې د شهيدانو مراعات ورکړل شي.
په کوټه کې د پولیسو یو مشر ایس ایس پي اپرېشنز عبدالحق عمراني د سېپټېمبر په ۱۶ خبريالانو ته وېلي دي چې د پېښې نوعيت نه دی معلوم، البته نوموړی وايي چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې وه.
د بلوچستان د قلات ضلعې کروندګرو د سېپټېمبر پر اتمه پر دې خبره سخت احتجاج کړی وو چې مرکزي حکومت ولې له افغانستانه او ایرانه پیاز او ټماټر یا رومیان وارد کړې دي. د احتجاج پر مهال ځینو مظاهره کوونکیو له یوه کانټینره چې له ایرانه پکې ترکاري راوړل شوې وه، ټماټر غورځولي ول.
د پېښې پر ضد پرون، د سيپټمبر پر نهمه، د هرنايي په شاهرګه کي یوه احتجاجی جلسه وشوه چې د ملت پاله او مذ هبي ګوندونو ځايي او صوبايي مشرانو ویناوې پکې وکړې.
دا پرلت د روان کال د جولای په وروستۍ اوونۍ کې له هغې وروسته پیل شوی وو چې د بلوچستان د زیارت امنیتي سرتېرو د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال کسان وژلي ول.
نور وښیئ