ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په بلوچستان کې سېلاب کوټې او د صوبې نورو برخو ته د ګیس رسولو دوه لویې نللیکې لاهو کړې دي او د برېښنا ۲۲۰ ستنې یې وړې یا نړولې دي. د دې تر څنګ په مچ ضلع کې د اورګاډي یو تاریخي پل هم نړېدلی دی چې د بیارغونې چارې یې روانې دي.
د کلېمينټس لخوا د خپرو شويو شمېرو تر مخه په پاکستان کې ۱.۳ مېليونه افغان کډوال اوسيږي چې له هغوی څخه یې ۴۲۱،۰۰۰ په وروستيو سېلابونو او بارانونو کې زیانونه ليدلي دي. د يو اېن اېچ سي ار له مخې په خيبر پښتونخوا کې د کډوالو ځينې کمپونه خراب شوي او د هغوی څاروي وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د مړو دا شمېره له هغه وروسته زیاته شوې چې د اګست پر ۲۱مه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه وژل شوي دی.
په هرنايي کې د بلوچستان عوامي پارټۍ غړي ملک روح الله ترين د اګست پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د اګست ۱۳مې او ۱۴ ترمينځ شپې مهال نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ
شهباز شریف د اګست پر لومړۍ نېټه په یو ورځني سفر کوټې ته د رسېدو پرمهال ویلي چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به د بلوچستان سېلاب ځپلو ته مرستې ورکوي.
عدالتي کمېشن ته ویل شوي چې په ۳۰ ورځو کې دننه به حکومت ته په دې اړه رپورټ وړاندې کوي چې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي کسان رښتیا هم لادرکه وو که نه د بېلتون غوښتوونکو ملګري وو؟
پي ډي اېم اې د جولای پر ۲۷مه نېټه په خپل تفصيلي رپورټ کې، چې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې په وژل شويو کې ۳۹ سړي، ۴۶ ماشومان او شپږ ښځې دي.
د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې په ډېره اسماعیل خان، کوز دیر او خیبر کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي.
په کوټه کې د پي ډي اېم اې مشر نصیر احمد ناصر د جولای پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې بارانونو د بلوچستان په ۲۲ ضلعو کې تاوانونه اړولي دي خو ډېر نقصان په کوټه، پښین، ژوب، دوکۍ، ګوادر، تربت، کلا سیف الله او پنجګور کې اوښتی.
د پېښې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې خو د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په یوه بیان کې د پېښې غندنې ترڅنګ اړوندو چارواکو ته د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.
په سيند کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله ۳۸ کسان مړه شوي. د سیند د طبیعي ناروینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۱۲مه ناوخته په رپورټ کې ویلي چې سېلاوونو د کراچۍ ښار تر ټولو زښت ځپلی دی.
په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر اتمه په بیان کې ویلي چې د ورښتونو له وجې په یوشمېر سیمو کې سېلاوونه راغلي دي او په اغېزمنو ځایونو کې مرستندویه چارې روانې دي.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د بارکان استازي او د خزانې صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د بارکان انتظامي مشر او نورو چارواکو ته امر کړی چې د وبا قابو کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند اعزاز محمود دوتاڼي مشال راډیو ته وویل، پېښه د ډېره اسماعیل خان د مغلکوټ په غرییزه سیمه دانه سر کې شوې.
د چمن مرستیال کمشنر یاسر بازي مشال راډیو ته ویل چې د پاکستان مرکزی حکومت له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د چمن پر پوله تجارت له نړیوال قانون سره سم کړي.
د بلوچستان لومړی وزیر وايي، د بې ګنا منځګړو کسانو وژنه یو ناځوانه بزدلانه ګام دی. نوموړی وايي، د دا ډول پېښو چې څومره هم غندنه وشي نو کمه به وي.
د بلوچستان د تعلیمي چارو صوبايي وزیر میر نصیب الله مری وايي، د ښوونکو ستونزې په هغه صورت کې هوارېدای شي چې په اړه یې په اسمبلۍ کې قانون جوړ شي.
نور وښیئ