اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د کلي دوو اوسېدونکو ګلزار او ډاکټر عصمت الله د ډېسېمبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې پوځ اکثر شپې مهال درنې وسلې کاروي او د کلي خلک "له وېرې خوب نه شي کولای."
ځايي مشر ملک سعيد انور د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې د سره روغه تحصيل په چک سروېک سيمه کې، چې لنګرخېل قبيله پکې مېشته ده، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ تر نښتې وروسته پوځ د هغه کلي ۲۵ کسان خپل مرکز ته يووړل او زنداني يې کړل.
هغوی د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي چې په بدر کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي، چې له وجې یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړي زیاته کړه چې که حکومت د شوال له لارې له افغانستان سره تجارتي لاره خلاصه کړي نو له دې سره به ځايي خلکو ته اقتصادي ګټه ورسېږي.
د شارکۍ کلي یو اوسیدونکي جان عالم د نومبر په اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سهار د ۱۱ بجو په وخت کې د هاوان توغندی وچاودېد چې ماشومانو ته یې پکې مرګژوبله ورواړوله.
د ټانک ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړي، عثمان بېټني، مشال راډیو ته وویل چې د ګومل سیمې د ولس د غوښتنو په اړه به له ضلعي انتظامیې چارواکو سره خبرې وکړي.
د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.
د جنوبي وزیرستان د وکیلانو د اتحادیې مشر ایډوکېټ شیرپاو مسید د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د هغوی غوښتنه وه چې دا عدالتونه دې جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شي خو حکومت دا عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته ولېږدول
د پي ټي اېم یو مخکښ مشر حاجي عبدالصمد د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر ګرفتاریو سربېره به هم د پښتنو په سیمو کې د امنیت او د طبیعي وسایلو د واک په اړه د بحث او د راتلونکې لپاره د متقفه تګلارې د جوړولو په موخه درې ورځنۍ جرګه کېږي.
د پي ټي اېم د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې سیمې مشر شېر زاده مسید د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په ډېره اسماعيل خان کې د غورځنګ د يو مخکښ فعال عالمزېب مسید پر کور چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.
یو ځايي خبریال حفیظ وزیر هم مشال راډیو ته وویل چې په کوز جنوبي وزیرستان کې امنیتي حالات ښه نه دي او حکومت له پکار دي چې غم یې وخوري.
د لکي مروت پولیس تور پورې کوي چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي یې په چارو کې مداخله کوي او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې له سیمې وځي، چې پولیس خپله عامه نظم او امنیت وساتي.
د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځايي پولیس وايي، تر څو چې له هغې سیمې څخه پوځ نه وي وتلی، احتجاج به یې دوام لري. پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه د لکي مروت پر لويه لاره يا اڼدس های وې باندې پرلت وهلی او کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یې تړلې ده.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول پاکستان کې د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کېمپین نن پیل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په اسلاماباد کې د دې کمپاین پرانسته وکړه او ویې ویل چې دا ځل په ۱۱۵ ضلعو کې له درې کروړه او ۳۰ لاکه څخه زیاتو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
د کمېټۍ يوه غړي محمد امین د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډيو ته وویل چې دوی بېګا کشمير کټ سيمې ته ولاړل چې هلته ورته د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو دغه برمته کسان وسپارل.
دوی د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د انټرنېټ تړل کېدو د عام ولس تر څنګ په ځانګړې توګه سوداګرو ته ډېر مشکلات جوړ کړي دي.
د مليجمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې د خپل ګوند د وژل شوي مخکښ عمر شېراني پر وژنه خفګان ښودلی دی.
نور وښیئ