اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان يو استازي اصف خان د اګست پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د بدر پر کليو د پوځ د ډزو او په نتيجه کې يې د هغو د خالي کېدو مسلې تصديق وکړ.
نوموړي زياته کړه چې بريد د شپې پر يوه بجه وشو چې بيا تر درو ساعتونو پورې د دواړو لوريو له خوا ډزې روانې وې. د هغه په وينا، د ډزو په نتيجه کې يو وسلوال هم وژل شوی دی.
وزیر وايي، د وروستیو بارانونو له وجې د ډېرو کورونو چتونه نسکور شول او سېلابونو یې دوه ګاډي هم لاهو کړل. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي ملک عصمت الله مشال راډیو ته وویل چې خلک د ړنګو شویو کورونو د بیارغونې وس نه لري.
د جولای پر ۲۶مه، هغه احتجاجي لاریون د واڼه په رستم بازار کې وشو. په لاریون کې د بېلا بېلو ګوندونو غړو او مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښانو ګډون کړی وو.
د پرلت يو مشر محب وزير د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې چمن او د کندهار د سپین بولدک پر وره په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ او راتګ د اجازې خبرونو هيله من کړي ول چې په انګور اډه کې به هم د خلکو تګ راتګ د پخوا په څېر بحال شي، خو داسې و نه شول.
روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.
په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ټانک په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده. ټانک د ډېره اسماعیل خان ډېوېژن برخه ده. او له جنوبي وزیرستان، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان سره پولې لري.
د بر سهیلي وزیرستان شوال ضلعې اوسېدونکیو په خپله سیمه کې د انټرنېټ، تعلیم، صحت او نورو سهولتونو لپاره احتجاج او پرلت کړی دی. دوی وايي، په سیمه کې یې امنیت ښه دی خو سهولتونه نه لري.
د ټانک ضلعې په ټاوان هال کې د جون پر لسمه ترسره شوې دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې پر حکومت به د امن بحالولو لپاره فشار زياتوي.
د بر جنوبي وزیرستان د بدر سيمې يو ولسي مشر ملک عصمت الله د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغه مهال یې کورونه ويجاړ شوي ول خو تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی.
د شیراني قام ګڼ شمېر وګړيو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد پرلت وهلی وو. د شیراني قام يو مشر محمد اسلام د مې پر ۱۸مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې د ناامنۍ پرضد پرلت په مهال د درازندې بازار تړل شوی وو.
نظیر افغان مشال راډیو ته وویل، هلته وسلوال په ښکاره ګرځي خو امنیتي ادارې ورته څه نه وايي."زموږ د سیمې حالات ورځ تر بلې خطرناک شکل اخلي، دلته پوځ پروت دی او پولیس پراته دي خو هغوی تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي کړي."
په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.
د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوی قاضي تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته لېږدول شوی دی.
د ټانک د ضلعي پولیسو مشر عبدالسلام خالد تر پېښې لږ ساعت وروسته مشال راډیو ته وویل پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې قاضي شاکر الله خان مروت پیدا کړي.
نور وښیئ