په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خوست کې د یو کس پر اعدامولو انتقاد کړی دی.
رېچرډ بېنېټ د ډېسېمبر پر دویمه پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د طالبانو حکومتي چارواکو د سې شنبې (نهې) پر ورځ د خوست "په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې یو سړی اعدام" کړی او ویل کېږي چې هغه اعدام یو "۱۳ کلن هلک" کړی دی چې "د کوچنیانو په ګډون په زرګونو کسانو لیدلی دی. دا ډول اعدامونه د بشري حقونو او انساني کرامت جدي سرغړونه او له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي."
طالبانو د ډېسېمبر پر دويمه په خوست کې یو تن د خلکو پر وړاندې اعدام کړ. په خوست کې د طالبانو د حکومت ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته وویل چې پر منګل نومي کس تور وو چې نېږدې ۱۰ میاشتې وړاندې یې د خوست په ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي ول.
طالبانو لا د بېنېټ د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په عام محضر کې اعدامونه او د نورو بدني سزاګانو ورکول بیا پیل کړل او د حکومتي شمېرو له مخې یې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د مرګ سزا ۱۳ احکام عملي کړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د علني اعدامونو دوام په ټولنه کې د وېرې کچه لوړوي او خلک تاوتریخوالي ته بې حسه کوي، خو د طالبانو حکومت دا بهیر "د شریعت پلي کول" بللي دي.
طالبان د مرګ هغه سزاګانې "قصاص" بولي چې په اسلامي فقه کې غچ اخیستو ته ویل کېږی. دا هغه سزا ده چې مرتکب ته د هغه له جرم سره برابره یا سمه ورکول کېږي. د بشري حقونو سازمانونو تل د هغو مقدمو او د سزا په عمل کې د شفافیت په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.
نړیوالې ټولنې وخت په وخت د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نیوکې کړې دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" بللي ول.
طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.