پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) وايي، د راولپېنډۍ د اډیالې زندان چارواکو یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی له عمران خان سره له لیدو ګرځولی دی.
پي ټي ای وايي، دا نهم ځل دی چې سهېل اپرېدی د ګوند له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات هڅه کوي خو د زندان چارواکي هغه ته اجازه نه ورکوي.
تحریک انصاف د ډېسېمبر پر څلورمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یو بیان کې ليکلي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د ګوند مشران، وکيلان او د عمران خان کورنۍ غړي ورسره د ملاقاتونو هڅې کوي خو چارواکي اجازه نه ورکوي.
د زندان چارواکو یا د پاکستان حکومت لا د پي ټي ای د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې ولې یې اپرېدي ته له خان سره د لیدو اجازه ور نه کړه.
د عمران خان خور عظما خان د څو اوونیو تر هڅو وروسته د ډېسېمبر پر دویمه له خپل ورور سره تر لیدو وروسته ولس ته د هغه د روغتیا ډاډ ورکړی وو.
هغه ملاقات په داسې حال کې شوی وو چې په پاکستانیو او بهرنیو رسنیو کې د خان د روغتیا په اړه اندېښمنوونکي راپورونه خپاره شول چې حکومت ناسم وبلل. د تحریک انصاف مشرانو هم ویلي ول چې د پخواني وزیراعظم روغتیايي وضعیت ښه دی.
په عين حال کې تحريک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه د ګوند د بنسټګر د بند پر ضد په پېښور کې جلسه اعلان کړې ده.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې ونیول شو چې تر اوسه د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.