د کوز جنوبي وزیرستان پرلتوالو تر حکومتي ډاډ وروسته احتجاج ختم کړی دی

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د جولای پر ۱۱مه پر واڼه بایپاس پرلت وهلی وو.

د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ناامنۍ پر ضد د سیاستوالانو او ولسي وګړو احتجاجي پرلت تر حکومتي ډاډ وروسته پای ته رسېدلی دی.

د "متحده سیاسي امن پاڅون" په نوم د سیاستوالانو، فعالانو، ولسي مشرانو او د ګڼو ځايي اوسېدونکو ناسته د جولای پر ۱۱مه د واڼه له بایپاس سړک سره پیل شوې وه او احتجاجیانو هلته د تګ راتګ لارې تړلې وې.

د احتجاجیانو یو مشر ایاز وزیر د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د پوځ چارواکو ورته د غوښتنو پوره کېدو ډاډ ورکړ نو ځکه یې دمګړی پرلت ختم کړ.

هغه وویل، چارواکو ورسره د امنیت او انګور اډې لارې پرانیستو تر څنګ د سیمې پر وسایلو د ځايي خلکو د حق منلو ډاډ ورکړی دی.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان هم مشال راډیو ته وویل چې د پرلتوالو غوښتنې پوره کوي.

د احتجاج مشرانو د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني ده، چاودنې او بریدونه کېږي او وسلوالې ډلې له خلکو باج غواړي چې دې هر څه یې ژوند ګران کړی او زښت یې اندېښمن کړي دي.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامیې په مارچ کې د انګور اډې پر لاره د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ بحالولو اعلان کړی وو خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

محمد ناصر خان د جولای پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د انګور اډې لارې بیا پرانیستو هڅه کوي.

دی وايي، تیارۍ یې بشپړې کړې دي خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځواب ته په انتظار دي.

د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې د لارې تړلو له وجې احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتل چې له افغانستان سره د تجارت او د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

ځايي سوداګر او ټرانسپورټران وايي د انګور اډې لارې بندېدو له وجې یې د اربونه روپیو تاوان کړی دی او زرګونه کسان بې کاره شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د خیبر پښتونخوا د یوشمېر نورو ضلعو په څېر په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې هم امنیتي وضع خورا خرابه ده چې پرضد یې ځايي خلکو په بیا بیا احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.