پاکستان کې تر سخت امنیت لاندې د عاشورې ماتمي غونډې تر سره شوې دي

په پېښور کې شیعه ګان عزاداري کوي - د جولای شپږمې انځور.

په پاکستان کې تر سخت امنیت لاندې د عاشورې ماتمي غونډې او لاریونونه شوي دي.

په هغه هېواد کې د جولای پر شپږمه ماتمي لاریونونه وشول چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندې کول ول.

په دې لړ کې د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې د شیعه ګانو ماتمي جلوسونه له بېلابېلو لارو تېر شول او د هر ښار مرکزي ځای ته ورسېدل.

د لاریونونو او غونډو د امنیت لپاره د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د پوليسو ترڅنګ د رېنجرز او اېف سي ځواک سرتېري او پوځيان هم ځای پر ځای شوي ول.

وفاقي او صوبايي حکومتونو د امنیت په موخه د پېښور، کواټ، ډېره اسماعیل خان، بنو، کوټې، اسلام اباد، کراچۍ او لاهور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ذوالفقار حميد د جولای پر پينځمه په پېښور کې خبريالانو ته وويل، د امنيت له پلوه يې د صوبې ۱۴ ضلعې "حساسې" او له هغو څخه اته "ډېرې حساسې" ګرځولې دي او دا چې د ماتمي جلوسونو د امنیت لپاره د پوليسو ترڅنګ د پوځ او اېف سي سرتېري ځای پر ځای کوي.

نوموړي زياته کړه چې د محرم د جلوسونو د امنيت لپاره يې په ټوله صوبه کې ۵۰،۰۰۰ پوليس ځای پر ځای کړي دي او ترڅنګ يې په لويو ښارونو لکه پېښور، کواټ او ډېره اسماعيل خان کې څارګرې (سي سي ټي وي) کیمرې هم لګولې دي.

د ۶۸۰ز عيسوي کال د اکتوبر پر ۱۰مه (د ۶۱م هجري قمري کال د محرم الحرام پر ۱۰مه) د اموي خليفه يزيد لښکرو د عراق په کربلا سيمه کې د جګړې پر مهال د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین په ګډون د هغه د کورنۍ نور غړي وژلي ول.

د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شیعه ګان د دې ورځې په مناسبت هر کال د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.

په پاکستان کې د محرم پر نهمه او ۱۰مه (د جولای پر پینځمه او شپږمه) عامه رخصتي ده او ټول کاروباري مرکزونه او سرکاري ادارې تړلې دي.