چارواکي وايي په سري لنکا کې د سختو بارانونو او سېلابونو له وجې ۱۲۳ کسان وژل شوي دي.
رویټرز او فرانس پرېس اژانسونو د نومبر پر ۲۹مه د سري لنکا د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې د "ډېټوا" په نامه په توپان کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان ورک هم دي.
د یادې ادارې مشر سمپت کوتو وېګوډا ویلي چې سېلاب ځپلو سیمو ته یې د مرستو رسولو عملیات پیل کړي دي او تر دې مهاله نږدې ۴۴،۰۰۰ کسان دولتي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
راپورونه وايي چې په سري لنکا کې په تېره یوه اونۍ کې پرله پسې بارانونو د زیات شمېر خلکو کورونه نړولي دي.
بل پلو په انډونیزیا (انډونیشیا) کې هم چارواکي وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د سېلابونو او د ځمکې ښویېدو پېښو کې تر دې مهاله له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په یاد هېواد کې د قدرتي افتونو پر وړاندې ادارې د نومبر پر ۲۹مه ویلي چې یوازې په شمالي سوماترا کې ۱۱۶ کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوب ختیزې اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې په دې وروستیو څو اونیو کې سېلابونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او زرګونه کسان یې بې کوره کړي دی.
اخوا چارواکو د نومبر پر ۲۷مه وویل، له يوې اونۍ راهیسې د بارانونو پر مهال پېښو او سېلابونو په تایلینډ کې هم لږ تر لږه ۵۵ او په ګاونډي هېواد مالیزیا (ملایشیا) کې دوه کسان وژلي دي او لسګونه زره خلک د ژغورنې مرکزونو ته تللي دي. اژانسونه وايي، په ځینو سيمو کې له دوو څخه تر اووه فوټه لوړې اوبه ولاړې دي.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په جنوب ختیزه اسيا کې اقلیمي بدلون ښايي د نورو ورښتونو او سېلابونو لامل شي.
په تایلینډ کې شاهي پوځ د نومبر پر ۲۶مه د هیټ یای ښار له یوه روغتون څخه د سختو ناروغانو ایستلو اړ شو ځکه چې د دوی په خبره، د سېلابونو له وجې ځاني زیانونه زياتېدای شي. د تايلېنډ پوځ په ويډيويي بیان کې د نورو بارانونو د کېدو وېره ښوولې ده.