د پاکستان پوځ په بنو کې د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده

پاکستاني پوځ په قبایلي سيمو کې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د خيبر پښتونخوا په بنو کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۲ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۵مه په بیان کې ويلي دي چې دا عملیات یې د نومبر پر ۲۴مه د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شويو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو دومره یې لیکلي دي چې هغوی د "فتنة الخوارج" غړي ول.

د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي.

تراوسه ټي ټي پي په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکه سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی.

د پاکستان پوځ دا دعوه داسې مهال کوي چې د نومبر پر ۲۴مه په پېښور کې د سرحدي ځواک (اېف سي) پر مرکزي دفتر په یو وسلوال برید کې ۳ سرتېري وژل شوي ول. د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.